fbpx
د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند د ولسمشر غني ټویټیونه

لیکوال افغان جرګه

ولسمشر غني نن د پښتون غورځنګ اړوند ټویټونه کړي دي چې په ټولنیزو او خواله رسنېو کې يي ګرم بحثونه راوچت کړي دي. د ولسمشر غني د ټویټ وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم ټویټ وکړو او د ولسمشر غني ټویټونه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په حمایت کې کړي ول د پاکستان په کورنۍ چارو کې يي لاسوهنه ګڼلې ده.

د ولسمشر غني دغه اقدام که څه هم یو لړ خلک يي په ډول ډول تعبیروي خو یو ستر کار دا وشو چې له دې سره د ډیورنډ کوزې غاړه پښتون ولس په اړه د افغان دولت د لسیزو اوږده خاموشي ما ته شوه او دا په ډاګه شوه چې افغان ولس او دولت نور د دوي سره د روان زور زیاتي په اړه غلی نه شي پاتې کېدای. که څه هم دغه ټویټونه به په حالاتو کې کوم ستر بدلون رانه ولي مګر تر ټولو ستر پیغام دا ولېږل شو د کرښې هغه غاړې پښتون ولس یوازی نه دی او د دوي قانوني او انساني بنیادي حقونو په غوښتنو او اواز اوچتولو کې افغانان وطن له دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د دې ترڅنګ دا هم باید یادونه وکړو چې که په یو سیمه کې انساني ناورین روان وي نو دولتونه حق لري چې د نوموړي انساني ناورین پرضد اواز اوچت کړي، او د ډیورنډ کرغیړنې کرښې هغې غاړې ته پروت ولس خو بیا زموږ خپله ورونه دي، د هغوي سره زمونږ رشتې یوازی د وینې، ژبې، کلتوراو مذهب نه دي بلکه د کرښې دواړو خواو ته پراته ولسونه یو افغان ولس دی چې د وخت جبر د دوي په سینه کرښې راښکلې دي.

Leave a Comment