fbpx
ډاکټر لطیف یاد کوزه پښتونخوا

د ملي مشر او انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک نهم تلین

لیکوال لطیف یاد

نن د۲۰۱۹ زیږدیز/میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې اوومه نیټه دپښتو ژبې دملي او انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک نهم تلین دی .نوموړی نه یوازې دپښتو ژبې یو تکړه شاعر و چې خپل ډیر اثاریې موږ ته پریښي دي ، بلکې یو سیاسي شخصیت هم و چې دپښتنو دعادلانه اوروا حقوقو دترلاسه کولوپه لاره کې یې اوږده مبارزه کړې ده اوډیرکړاوونه یې ګاللي دي .
اجمل خټک د۱۹۲۹ زیږدیز کال دسپتمبر دمیاشتې په پنځلسمه نېټه دپښتونخوا په اکوړه خټک کې زیږیدلی و او دماشومتوبه دفخرافغان باچا خان بابا دسیا ست نه متاثره شوی واو لا هغه وخت چې دپیښورپه ګورنمینټ سکول کې زده کوونکی و په سیاست کې ښکیل شو.داهغه وخت و چې انګریزانو دهند پر نیمې وچې ( هند اوپاکستان) باندې واکمنی درلودله .په ښوونځي کې دانګریزانو پر خلاف دسیاسي فعالیتونو په وجه دمچ په زندان کې زندانی شو.کله چې بیا له زندانه خلاص شو بیا یې هم خپلو انقلابي کړووړو ته دوام ورکړ.
کله چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې پاکستان جوړشودی دنیشنل عوامي پارټۍ غړی شو او دپښتونخوا دپښتنو دحقوقو دترلاسه کولولپاره یې مبارزه کوله.
اجمل خټک په اویایمو او اتیا یمو کلونو کې په افغانستان کې و او هلته یې هم دلر اوبرپښتون دیووالي دغه مبارزه جاری ساتلې وه او دافغانستان دعلمی او ادبی کړیو سره یې ټینګې نږدې اړیکی درلودل ،
تراوسه داجمل بابا ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې له دغونه یې یو شمېر په افغانستان کې اویوشمیریې په پښتونخوا کې چاپ شوي دي .
دده دچاپی اثارونه دلاندنیو اثارو نو مونه اخیستلی شو:
۱-پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
۲-پښتانۀ شعراء(پښتو)
۳-ژوند او فن(پښتو)
۴-د غيرت چيغه (پښتو)
۵-کچکول(پښتو)
۶-باتور(پښتو)
۷- دا زۀ پاگل ووم(پښتو)
۸- دوخت چغه(پښتو)
۹-گلونه تکلونه(پښتو)
۱۰-گل پرهر( پښتو)
۱۱- سرې غونچې(پښتو)
۱۲-ځنډ وخنډ(پښتو)
۱۳-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
۱۴-جلا وطن کى شاعري(اردو)
۱۵-افغان ننگ(پښتو)
۱۶-دژوند چغه(پښتو)
۱۷-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)

داهم دده دشعریوه بېلګه :

د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې
تازه مېوې او د شودو رودونه
خواکې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وېل يې ښايسته حورې او شنه خالونه
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
ښکلي غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله يې سموله، وېل يې
د سرو او سپينو عنبري کورونه
خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وېل يې مړه ګېډه، خواږه خوبونه
يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟
خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د لامکان خاونده !
په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى
ګنې ددغې لېونتوب په نامه
که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى

داجمل خټک بابا اروادې ښاده وي !

Leave a Comment