fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

نن دپښتون تهذیب نړی ته دمتمدنیت پیغور ورکړ: نبي شینواری

لیکوال افغان جرګه

نن دپښتون تهذیب نړی ته دمتمدنیت پیغور ورکړ. په نه کړی ګناه داتلی وړانګی لوڼۍ خور ورور ارمان لوڼی دنړی دمتمدن فرغونیت دوحشی لیوانو دبربریت ښکار شو. نړی دوحشونو سردار او دبشر دحقوقو دمحافظ سترګی ړندی غوږونه کاڼه او ژبی پری دی. دبین الاقوامی ادارو دچپړاسیانو دنړی داجورتی مزدور پوځ پاکستان جنایات دپښتنودوژنی دماموریت لپاره په بوختیا چوپ دی .هو دنړوالی اداری یونایټید نیشن ماموریت دامریکی تر ذغامت لاندی دهر کرغیړن عمل تر سرکول او یا دهغوی دګمارل شوی لیوانو دبشری ضد کردار جایز شمیرل کیږی خو دولسونو فیصلی او په تیره بیا دپښتون فیصله دنړی دنورو قومونو دفیصلو سره فرق لری.

 نن پښتون ولس دپاڼ په هغه ژی ولاړدی چی سترګی ورته تور خوری دلته دمرګ او ژوند ترانه داوښکو او وینو دسیلابونو سره یوځای کیږی دلته خور دورور جنډه پلاس اخلی او هغه غورځیدو ته نه پریږدی دلته هر پیغله ملاله شوی او هر ځلمی مو ایوب شوی دلته ددی ولس په وینه کی دهوتکی وینه دابدالی وینه داکبر وینه دامان وینه د خوشال وینه دپیرروښان وینه دایمل دریاخان کجوخان فقیر ایپی ترنګزو خاجی دفخرافغان پاچاخان دصمدخان دوینو سره جنازه لا زمونږ ایمانونه ته قوت رابخښی او مونږ به دنوی نسل دقربانیو انتقام دمشاله تر نقیبه او ارما ن لوڼی پوری اخلو دلته دپښتون خور نور درواج دمحکومیته دټولنیز عدالت جنډه دورور سر غبرګه پورته کوی او دهدف په لور دټولنی دنیمایی نفوس سپین میدان ته راوتلی دنړی مهذبو ولسونو ته دا ښکاره کوی چی دپښتون سره چی کوم ناروا سلوک ستاسی تش پنوم متمدن حکمرانان کوی اوتاسی تیرباسی ځانونه خبر کړی چی نور دپاکستان اجورتی قاتلان دخپلو شومو موخو دپاره تغذیه نکړی کنه دولسو دوینو زواو اوښکو توپان کی به بیا تاسی ناخبرتیا په ګنا کی هم ذلیله شی.

نن وړانګی لوڼۍ خور دپښتون دژغورنی غورځنګ ته دمیړانی او دلوړ غرور دمیوندی ملالی مثال دنوی دور او دانګریز دمزدور اجورتی پوځ دوحشتو په وړاندی تازه کړ هغهی ونه ژړل ځکه چی هغی نه غوښتل چی پنجاب دهغی اوښکو تویلو خوښ نشی ــ هغی دورور تندی ښکل کړ او دزرګونو ارمانونو په وړاندی دارمان دلاری ارمانیان وګڼل هغه دټول پښتون ولس خورلڼه وه اوشوه خوری ارمان به جسما زمونږ سره نه وی روحا به تل دزمونږه سره وی ټول پښتون ولس او( دپی ټی ایم ) ټولو مشرانو ته تسلیت وړاندی کوم مونږ نور په دی دعاګانو بسنی نکو.

Leave a Comment