fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

د پښتون ژغورنې بېن الافغاني لويه جرګه رابلل پکار ده: صادق ژړک

لیکوال افغان جرګه

درنو پښتنو او لر و بر افغانانو وروڼو!
سلامونه او نېکې هيلې!
فخر افغان باچا خان به ويل، لا به يو کېږو، ګني ورکېږو.
نن همدغه حالت دى، که يو نه شو، همدغسې به د ارمان لوڼي په څېر وژل کېږو او ورکېږو. له بېګاه راهيسې ډېر ملګري لګيا دي، ډول ډول تبصرې کوي، څوک عدم تشدد ښکنځي، څوک څه وايي او څوک څه، زه د هر چا د جذباتو قدر کوم، خو د خپلې تجربې په رڼا کې وايم، چې تر څو لر و بر پښتون ولس پورتنى ګام، يعنې د پښتون ژغورنې بېن الافغاني لويه جرګه راونه غواړي او خپل د ژغورنې اعلان په ډاګه نه کړي او د ننګ ډګر ته په اجتماعي توګه لر و بر ولس راپا نه څي، تر هغو به هم وژل کېږو، هم ورکېږو.
زموږ ستونزه څو اړخيزه ده، په مقبوضه افغانستان کې د ارمان لوڼي د مرګ په څېر له تېرو اويا کلونو څخه د مرګ او ژوند په بريد ولاړ قام يو. له دې پرته په آزاد افغانستان کې د نړيوالو ښکېلاکګرو او له څنګلېرو دښمنانو سره هم لاس و ګريوان يو. نننى حالت که موږ په دقيق ډول وڅارو، په ټوله نړۍ کې داسې څوک نه ليدل کېږي، چې هغوى دې افغان دوست وي، څوک په يوه نامه، څوک په بله نامه او څوک بيا په بله نامه، پښتانه او پښتون وطن په مختلفو شکلونو کې، په اورونو کې ښکېل غواړي. دا اوس د پښتون ملي رهبرۍ، په ځانګړې ډول د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو دنده جوړېږي، چې پر ټوله رهبري د يووالي ږغ وکړي او د پښتون ژغورنې بېن الافغاني جرګه راوبلي او په دې کې ټوله پښتون رهبري د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه برخه واخلي او د پښتنو او افغانانو د نجات لاره وټاکي.

Leave a Comment