fbpx
خبرونه او شننې کوزه پښتونخوا

پښتانه په زوره جنګ ته هڅول کېږي

لیکوال افغان جرګه

د حیات خان مور چې تعلیم يي نه دی کړی نو د هغوي په کور د شوو چاپو او عملیاتو د کره شمېرې په خاطر هرځل په سپین کاغذ یو کرښه راښکلې ده.

د خیسور د پیښې په اړه به ټولو د کوشني حیات خان له خولې اورېدلې وي‌ چې په څه ډول تورلینګي پوځ د پښتنو په کورونو ورننوځي او د هغوي کورونو کې خویندی او میندې بې پته کوي. تېره ورځ ملت پالې پښتنې خویندې د کوشني حیات خان کور ته ورغلې وې او د هغې له مور سره يي لیده کاته شوې دي، د حیات خان مور چې تعلیم يي نه دی کړی نو د هغوي په کور د شوو چاپو او عملیاتو د کره شمېرې په خاطر هرځل په سپین کاغذ یو کرښه راښکلې ده. په نژدې تاریخ کې دغه ډول پېښو ساری یوازی د شلمې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې ترسترګو کېږي چې هغه مهال هم دغه پنجابی پوځ د بنګالیانو په کورونو ورننوتو او تر یو میلیون زیاتو بنګالي ښځې يي پته کړی، او اوس دا دی همدغه تورلینګي پوځ د پښتنو سره په ورته عمل لاس پوری کړی دی.

پښتانه تعلیم یافته ځوانان د تورو تنبو ترشا

دا نو د ظلم او سپین سترګتوب انتها ده چې له یوې خوا د تور پنجاب د پښتنو حقوق نه ورکوي نو له بلې خوا يي تعلیم یافته ځوانان نیسي، د تورو تنبو تر شا يي بندیوانان کوي او په هغوي د ملک د غدارۍ ټاپې وهي ځکه چې هغوي خپل حقونه غواړي.  دا د پښتنو د سړې سینې او پراخې حوصلې پخلې کوي چې دوي لاتراوسه په سوله اییزه ډول خپل حقونه غواړي، خو وېره له هغې ورځې په کار ده چې که د پښتنو تحقیر په دغه ډول روان وي او پښتانه هم خپله حوصله نوره له لاسه ورکړي نو بیا به څه کېږي؟

Leave a Comment