fbpx
خبرونه او شننې د پښتون ژغورنې غورځنګ کوزه پښتونخوا

پنجابی پوځ اوس پښتنو ته د سر په بدله کې کورونه ورکوي

لیکوال افغان جرګه

له پلټنو وروسته مالومه شوه چې شهید نقیب بې ګناه قتل کړل شوی دی. د دغه راپور وروسته خو په کار دا ؤ چې باید د پاکستان عدلیي ارګانونو قاتل راو انور چې د څلورو سوو نورو بې ګناه پښتنو د سر قاتل هم دی په دار ځوړولی وای خو دا ممکن نه ده ځکه چې عدلیه قوه، مقننه قوه او په عموم کې هرڅه د پنجابي پوځ په لاس کې دي.

پوځ اوس د دې لپاره چې خپل لاسپوڅي حکومت ته یو د خټو پوزه جوړه کړي او د دې ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ بدنام کړي نو اوس يي د شهید نقیب پلار ته لوي کور جوړ کړی دی او هغه يي تېره ورځ ورته وسپارلو. د دې ترڅنګ پنجابی پوځ د رسنېو په مټ د نقیب پلار څخه ډول

شهید نقیب او د هغه د سر قاتل راو انور

ډول فشارونو په نتیجه کې بیانونه اخلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د بدنامۍ هرې لارې چارې څخه استفاده کوي.

په یاد دې وي چې نه خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په دغه ډول تبلیغاتو له لارې مخه نیول کېږي او نه هم په دغه نمایشي کورونو ورکولو د پاکستان پوځ نور خپل خیرن مخ پاکوالی شي.  د پښتون ژغورنې غورځنګ اوس په دې ولس کې ژورې ریښې کړې دي چې ویستل يي نور ناممکن دي هغه ځکه چې پي ټي ایم د هر ازار شوي پښتون د زړه ارمان دی او هر قتل کړای شوی، وژل شوی او بې درکه پښتون لپاره به پي ټي ایم اواز اوچتوي او د هغه د حق غوښتنه به کوي.

Leave a Comment