fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

که امریکایان ووځي کورنۍ جګړه به شروع شي؟

لیکوال افغان جرګه

کله چې هم د سولې خبرې ګرمې شي او یا هم امریکا په خپلو سټراټیژیو کې څه بدلونونه راولي نو ورسره ترڅنګ دا خبرې هم ګرمې شي چې که امریکا له افغانستان نه خپل پوځيان وباسي نو دلته به د ۹۰م لسیزې په څېر بیا کورنۍ جګړې پیل شي. اصل خبره دا ده چې څوک هم دا سوال نه کوي چې دا اوس په افغانستان کې ایا کورنۍ جګړه نه ده روانه؟

دا هره ورځ په اوسط ډول له ۴۰-۶۰ افغانان چې مري ایا دا څوک وژني؟

ایا طالب افغان دی او که نه؟

که نه دی او دا کار پاکستان کوی نو بیا ولې دا سوال څوک نه مطرح کوي چې امریکا د پاکستان پرضد ولې اقدام نه کوي؟

امریکا د افغانستان د یو سټراټیژیک دوست ترڅنګ امنیتي تړون هم ورسره لرو ولې د پاکستان په مقابل کې د افغانستان دفاع نه کوي؟

دا پوښتنې باید وشي او حدود مالوم شي چې که طالب افغان وي نو بیا ولې امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې ونه توانېدله چې د افغان کورنۍ جګړې ته د حل لاره ومومي؟

او که جګړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ وي نو بیا امریکا د چا په طرف ده؟

ایا د دوه لسیزو د شتون سره اوس هم خلک باید د امریکا له شتون او نه شتون څخه وډار شي؟

 

Leave a Comment