fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

اخ څومره په اسانه ولسمشر وویل: ۴۵ زره امنیتي سرتیري شهیدان شوي

لیکوال افغان جرګه

ولسمشر غني د سویس په ډاووس نړېوال اقتصادي فورم کې امریکايي خبریال فرید ذکریا ته پخپلو خبرو کې وویل: له هغه را وروسته چې دې ولسمشر شوی دی پنځه څلوېښت زره افغان امنیتي ځواکونه شهیدان شوې دي. ولسمشر غني دغه شمېره پرته له کوم سوچ او فکر داسې وویله لکه هېڅ چې نه وي شوي، لکه د هېڅ افغان وینه چې نه وي تویه شوی، لکه دینا چې ګل او ګلزار وي، لکه د افغان انسان ژوند سطحه د نورې نړۍ له انسانانو ډېره لوړه شوې وي او شاید لویه وجه یی هم دا وي چې په جګړه کې د ولسمشر د خپلې کورنۍ کوم غړي ته تاوان نه دی ورسېدلی.

ولسمشره! ایا تا د دغه عدد د ویلو په وخت د ۲۰۱۴م کال له امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیک وخت سترګو ته درېدو که نه؟

ایا د دې ارقامو په ویلو سره تا کله هم دا افسوس وکړو او که نه چې کاش هغه مهال مې امریکائي لنګرګوټونو شرط له سولې سره تړلی وای لکه څرنګه چې له تا مخکېني ولسمشر له سولې سره د هغوي پوځي لنګرګوټونه مشروط کړي ول؟

ولسمشره! ایا ته پوهېږی چې دا یوازی پنځه څلوېښت زره افغانان نه بلکه پنځه څلوېښت زره کورنۍ ووژل او قتل کړل شوئ؟

ولسمشره! ایا د دې پنځه څلوېښتو زرو شهیدو شوو امنیتي سرتېرو د کونډو او بورو خوئېندو مئېندو، ورونو، پلرونو او د نورو د زړه له درده ته خبر يي چې د څومره خلکو دنیاوې ورانې شوې دي؟

ولسمشره!  هدیرې او مقبرې اوس تر کلو را ورسېدی خو د افغان انسان ژوند لاتراوسه د پردو د ګټو لپاره قرباني کېږي او وجه يي هم د ستاسې ناسمې پرېکړې دي نه پوهېږو چې ستا په نیت انسان شک وکړي او که د ملي یووالي حکومت په درشل کې کړې پرېکړې ستاسې ناپوهي او سرتنبه ګي ومنو.

 

 

Leave a Comment