د نړۍ خلکو د ژوند ژواک په نورو برخو، لکه سیاست، اقتصاد، کلتور، تهذیب، ټولنیزې چارې، خاندان او تنظیم کښې یو څه نا څه پرمختګ وکړ او د مېچورټۍ یا پخوالي پر خوا لاړل، خو قبیلویت یا ټرایبلزم پر هغه ځای پاتې سو. دا چې ټرایبل فکر لرونکي خلکو د نړۍ له دې پرمختګونو سره د تګ پوره هڅه وکړه، خو په بشپړ ډول یې و نه کړای سو چې خپل قبیلوي تفکر دي هم بدل کړي او نه یې په روحیه کښې څه مثبت بدلون راغلی. د دې علت د قبیلویت تر ټینګښت زیاته هغه رویه پاتې سوه کومه چې د قبیلویت پر ضد په مصنوعي توګه رامنځته سوه. دې رویې قبایلي اولسونه و ترهول او په خپل ځان کښې یې داسې امکان هم نه پرېښود چې د قبیلویت له تناظره پرته دي هم د بدلون څه هڅه وکړل سي. فقط له قبیلویت سره د تضاد ساتلو او د قبیلویت را ړنګولو هڅې مدام هغسې پاتې سوې.
قبیلویت هغه تهذیبي اساس دی چې د انساني نسل تر ټولو لومړی هویت بلل کیږي او د ټولنیز پیوستون بنسټ پرې راګرځي. قبیلویت لکه ځینې نور روحي تړونونه ډېری سروکار (اړتیا) له جذباتو، ژغورنې او پېژندګلوي (شناخت) سره لري. همدغه درې څیزونه دي چې قبیلویت پر راګرځي. دغه درې واړه څیزونه، د یو وګړي لپاره، په ټول ژوند کښې اساسي، مهم او لازم پاتې کیږي. یعني قبیلویت هغه ځانګړتیا ده چې یو مناسب بشري وېش رامنځته کوي او د دې وېش پر اساس د زمواریو تعین هم کیږي. له دې درې ځانګړتیاو پرته چې نور هر څه په قبیلویت کښې داخل سوي دي، هغه فاسد هم کېدلی سي، غیر ضروري هم کېدلی سي او اضافي هم کېدلی سي. مګر د بشریت جدید پرمختګ، و دې څیزونو ته، دومره جدي پاملرنه نه وکړه، څومره چې لازم وه. د قبیلویت څلی یې د تضاد په سوټي ووهلی او ځینې داسې کنډو uneven نتایج رامنځته سول چې اوس ځنې خلاصی هم ممکن نه دی او پرېښودل یې هم د زمري ژامې ته لاس اچول دي.
غالب ګومان دا دی، چې که قبیلویت د مېچورټۍ خوا ته تللی وای نو ممکن د ډېرو بشري تضاداتو مخه یې هم نیولې وای. په مېچور ټرایبلزم کښې به لومړی زموږ ژبې وده کړې وای، یعني د هرې سیمې ځانګړي ږغونه به ژغورل سوي وای، د خلکو تر مینځ به سوکه سوکه ژبنی رسمیت جوړېدو. دویم، مذهب به په مجموعي توګه شخصي پاتې وای. هیڅ یو داسې ټولنیز فشار به نه وای چې مذهب دي په پټو سترګو منل سوی وای. درېیم، قوانین به له بشري روحیې او معروضي حالاتو سره سم جوړېدای او د رعایت (رعایا) پر خلکو به ناسم قوانین نه نافذ کېدای. ګړسره به په قوانینو کښې د اولس ګډون وای او هغوی به کولی سوای چې له وخت سره و دې قوانینو ته مراجعه وکړي. څلورم، پر اساس د ژبې او کلتور، د یو قام د بشپړېدو عمل به همداسې مدام پاتې وای. یو قام به تل پر نابلدو لارو نه تللی او نه به قبیلویت تش په نامه د داخلي تضاداتو او خپل مینځي جګړو سبب جوړېدای. پنځم، چې که قبیلویت و مېچورټۍ ته رسېدلی وای، نو په انفرادي توګه به یو وګړي تر هر څه لمخه ځان په ټولنیزو چارو ګډ بللی او هم به یې په ټولنه کښې مثبت رول لوبولی. همداسې د مېچور قبیلویت له لارې به موږ کولی سوای چې په پراخه توګه د تشکیک او شخصي تنقید خویونه هم له ځانه وباسو.
دا وخت د مېچوره قبیلویت تر هر چا زیاته اړتیا و پښتانه ته ده. لومړی، پښتانه یو بشپړ هیواد نه لري. دوی په بېلا بېلو جغرافیایي برخو کښې وېشل سوي دي. دا وخت د دې برخو واکداران د دوی قبیلوي مزاج د دوی (پښتنو) په ضد کاروي. دغه واکداران دې ته تیار نه دي، چې پښتانه دي په بشپړ ډول په خپل تهذیبي او تمدني مدار ورګډ کړي، ولې چې بیا د حقوقو پوښتنه کیږي. نو دوی غواړي یوې خوا ته پښتانه د روحیې له پلوه روایتي قبیله پرست typical tribal وساتي او بلې خوا ته د وجود له پلوه دوی له پښتنو ناوړه استفاده واخلي. دویم، پښتانه چې څنګه وېشل سوي دي، پر هغه اساس د دوی اکثریت د بل لپاره و جاسوسي کولو ته اړ دی یا د دوی پر ذهنونو دومره کار سوی چې د ډله ایز وېش بڼه یې اخیستې ده، نو دوی له لازم ده چې قبیلویت په مېچوره بڼه د ځان د ژغورنې لپاره په ګټه راوړي. یعني که څه هم زه د غیر مېچوره قبیلویت له کبله دلته بېلګه نسم ښودلی خو دومره بیا هم ویل دي چې د مېچور قبیلویت له لارې موږ هغه فشارونه هدر resist کولی سو کوم چې په ورځني ژوند کښې د خپلې سیاسي، علمي او قامي رویې له کبله پر موږ راکښې سوي دي. درېیم، یوې خوا ته پښتانه ډېره لږ سیاسي انرژي لري او بلې خوا ته یې تر دا اوسه همدغه قبیلویت انرژي پاتې سوی دی. خو چې کومه لږ انرژي یا توان یې درلود هغه یې په منفي او غیر سنجیده قبیلویت کښې له لاسه ورکړی دی او چې کوم قبیلوي توان یې درلود هغه د نړۍ جدید سیاسي نظام له مینځه یووړ یا ورسره د مقاومت په شکل کښې نه دی. په داسې حال کښې چې موږ د نړۍ پر نورو خلکو، پر اساس د دې شته قوانینو، د حقوقو ادعا نسو کولی، نو دا راپاتې منفي قبیلویت مو لا نور له ژواکه باسي. درېیم، که یوې خوا ته د پښتانه د اتفاق او پر یوه لاره کېدو لپاره د قبیلویت متبادل بل نظام نسته نو بلې خوا ته و بل ته پر حقوقو د سځېدلو surrender بله لاره بې د مېچوره قبیلویت څخه نسته. نو لازم ده چې پښتانه د دې دواړو ټکو پر اساس خپل قبیلوي معنویت ته مراجعه سي او تر هغې د مېچور قبیلویت له لارې خپل مزل ووهي تر څو چې د دوی او پرمختللې نړۍ تر مینځ واټڼ را لنډ سي. څلورم، نړۍ چې کوم وخت له قبیلویت څخه وتله نو هغه وخت د نړۍ existing world order داسې نه وو لکه دا نن چې دی. یوه دوره داسې وه چې د نویو مملکتونو جغرافیایي سیمې/سرحدونه ټاکل کېدل او دوی دې ته اړ نه وو چې پر بل چا دي ور پورته سي. هغه وخت خو پښتانه د قبیلویت په ختمولو کښې پاتې راغلل، او اوس به د قبیلویت د له مینځه وړلو پر مهال دوی حتمن یو پردی نظام خپلوي، ځکه چې د مداخلت زمانه ده او د څنګ ګاونډ زورور به ضرور هڅه کوي چې خپل “څه” دي پر پښتنو ور وتپي. پنځم، له معنوي پلوه پښتانه دا وخت د جنرېشن ګېپ ښکار دی. دوی، د نسلونو تر مینځ د شته توازن، د بایللو په حال کښې دي. یعني د پښتنو دا اوسنی نسل، د پوهنې او معلوماتو د تر لاسه کولو په حساب، تر پلارني نسل تر هرې دورې زیاته دې واره وړاندې دي. مګر د سیاسي کړکېچ او بې مهاره تهذیبي معروض له کبله، د پښتنو ځوان نسل د نورو قامونو تر څنګ، د ځان لپاره د ځای لټولو په لټه کښې دی. و دوی ته دا درک نسته چې کوم څه باید له لاسه ورکړي او کوم څه باید راونیسي. دا وخت د دوی په مخ کښې ستر هډ challenge په مجموعي توګه د وړاندې تللو دی، خو په مقابل کښې دوی په مجموعي توګه قامي پېژندپاڼه هم نه لري. بالفرض که پښتانه دغه تهذیبي بدلون خپل هم کړي، مګر دا جووته ده چې پر اساس د وړو وړو قبیلو د وېش به دوی دغه تهذیبي وېش ته په ډېر بې توازنه ډوله ورسیږي.
د هیومن ریسورس (بشري وسیله) او هیومن رېشنل (بشري تفاهم) و دې اوسني حال ته که وکتل سي نو پښتنو له بس دغه یوه لاره پاتیږي چې دوی مېچور ټرایبلزم ته مراجعه سي. دوی باید تعین وکړي چې په خپل قبیلوي وېش کښې هغه لاملونه چې بد وي، څنګه په ښو واړوي. د قبیلو تر مینځ باید پر اساس د منفي قبیلویت د مسابقت رویه له مینځه یوړل سي. قبیلې باید خپلې لانجې په شته هیومن ریسورس او هیومن رېشنل هوارې کړي. قبیلې باید و خارجي ستونزو ته، هغه که سیاسي، تهذیبي یا جغرافیایي وي، په خپل مینځ کښې پلان ولري. دوی باید د کلسټرونو په وېش، پر اساس د مفاداتو خپل سرحدات معلوم کړي، تر څو چې د دې قام د بېل سویو برخو د پیوند کېدو مرحله تیریږي. هسې خو هم پښتانه چې غوښې وېشي د لوی هډ او واړه هډ مدار یې معلوم وي. دلته فقط دا ویل دي، چې پښتانه باید له هر غیر پښتون سره خپلې لانجې یا و دوی ته ورپېښ خطر د سنجیده قبیلویت په قوت له مینځه یوسي او خپل مینځي اختلافات باید د قبیلویت د احتراماتو او ښېګړو په وسیله حل کړي.
قبیلویت زموږ لومړی او وروستی مورچل دی. که دغه مورچل موږ پر پاخه اساس بېرته ورغوو، نو تر څو چې موږ د تهذیب پرمختللي وضعیت ته ځان رسوو، تر هغې به دغه مېچوره قبیلویت زموږ ژغورونکی وي. شاید چې دغه قبیلویت دي، زموږ وېشلې سوې برخې په بېرته پیوستلو کښې، زموږ لپاره ګټور هم ثابت سي. همداسې به موږ پر هغه سیسټمونو خپل انحصار هم کم کړو، کوم چې پر موږ برلاسه خلکو پر موږ نافذ کړي دي.