fbpx
تاریخ تهذیب ډاکټر لطیف یاد

راميانا د لرغو ني هند منظومه حماسه Ramayana

لیکوال لطیف یاد
د هند هېواد دوې مشهورې او لرغونې منظو مې حما سې لري، يوه يې مها بهارت او دو يمه يې راميانا نو ميږي ٠ درا ميانا منظو مه حما سه په اصل کې په سنسکرت ژبه ليکلې شوې ده چې ليکوال يې وا لميکي دی چې ويل کيږي درام چندر جي معا صر او دهند لو مړ نی شا عر ګڼل شوی دی ٠را ميانا په اصل کې د رام د ژوندانه کېسه او سر ګذ شت دی چې ٢٤٠٠٠ بيتو نه لري ٠ را ميا نا يوه عادي کېسه نه ده، بلکې په دې کې د هندو ئيزم د فلسفې او اخلا قو په زړه پورې اړ خو نه مطا لعه کو لای شو٠
د ر ا ميانا د منظومې کرکټرونه :
١- رامچندر جي :
رام چې د هندوانو تر مينځ په رام چندر جي سره هم شهرت لري ددغې منظو مي اصلي او مر کزي کر کټرا و اتل دی٠ نو موړی د ايو د هيا يا اجو دهيا د واکمن دشرت او د هغه د مېر منې کوشا ليا مشر زوی دی٠ نو موړی يو مشهور شهزاده او دتقوا، زغم او نيک چلند سمبول ګڼل شوی دی ٠ دشرت د خپلې بلې مير منې ککۍ يا ککهيا تر ګواښ او فشار لاندې و چې با يد داجو د هيا د واکمنۍ اصلي وارث رام چې دتا ج ايښو دلو د مر اسمو له پا ره ورته تياری نيول کېده د څوارلس کلو نو له پاره تبعيد کړي، ځکه هغه ددشرت نه غواړي چې ددې زوی بهارت د تاج او تخت اصلي وارث و ټاکي٠ په پای کې رام د خپلې ګر انې مير منې سيتا سره يو ځای د تبعيد ژو ند غوره کوي او د ايو دهيا نه ځنګله ته ځي٠ په ځنګله کې د د لنکا يا او سني سريلا نکا واکمن راون چې يو شيطان صفته انسان دی سيتا تښتوي او له ځا نه سره يې لا نکا ته بيا يي او هلته يې په زندان کې اچوي، خو رام د خپل ورور لکشهمن او هنو ما نجي په مر سته يو ستر لښکر جو ړوي او په هغه جګړه کې چې درام او راون تر مينځ د سيتا د ژ غو رنې له پاره کيږي ، رام پر راون با ندې بر يالی کيږي او خپله مير من سيتا د دغه ديو صفته واکمن له منګو لو نه ژغوري او خپل اصلي ټا ټوبي ايو دهيا ته را ستنيږي٠
٢- سيتا : 
سيتا درام چندرجي مير من ده٠ نو موړې د يوه بل واکمن لور ده چې جنک نو ميږي٠ سيتا د راميا نا په منظو مه کې دتقوا او عفت يوه بېلګه ښو دلې شوې ده ٠ لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه سيتا درام سره دتبعيد په وخت کې د لا نکا يا سريلا نکا د واکمن راون له خوا وتښتو له شوه٠
٣- هنومان جي :
هنو مان چې ورته هنو مان جي هم وايي په اصل کې د کيشکينداد سېمې اوسيدونکی و٠ نو موړي د سيتا په مو ند لو کې درام سره ډېره مر سته کړې ده٠
٤- لکشهمن :
درام چندر جي کو چنی ورور دی چې درام دتبعيد په وخت کې له ده سره ملګری و او دخپل ورور رام او خپلې ورېندارې سيتا سا تنه يې کوله ٠ ده هم د راون د منګو لو نه د سيتا په ژ غو رنه کې ډېر مهم رول لو بو لی دی٠
٥- راون :
په اصل کې دی يو شيطا ن صفته انسان او د لانکا يا او سني سر ېلا نکا واکمن و ٠ هغه درا م مېر من په داسې حا لت کې وتښتو له چې هغوی دتبعيد په حا لت کې وو ٠ راون په پای کې درام د لښکرو له خوا ووژل شو٠
٦- دشرت :
دشرت د ايو دهيا يا اجو دهيا واکمن او درام پلارو٠ دشرت درې مېر منې درلودې يوه يې کو سا ليا نو ميدله چې درام مور وه، دويمه مېر من يې سو مېترا نو مېدله٠ درېمه يې ککهيا نو مېد له چې درې زامن يې درلودل چې بهارت، لکشهمن او شتر وګهن نو مېدل٠
ککهيا غو ښتل چې خپل زوی بهارت د دشرت دواکمنۍ اصلي وارث وټا کي٠ د ا هغه وخت و چې دشرت درام دتاج ايښو دلو دمر اسمو په تيا ري بو خت و٠ هما غه و ککهيا پر خپل خا وند دشرت با ندې دباو راولي چې رام د څوار لسو کلو نو له پاره تبعيد کړي٠ کله چې رام دتبعيد له پاره ځي نو دده پلار دشرت ډېر خپه کيږي او زړه يې ما تيږي چې ورو سته بيا له دې فا ني نړۍ نه ستر ګې پټوي٠
د راميا نا منظو مه په اوو کندونو يا کتا بو نو کې ليکلې شوې ده چې نو مو نه يې په لاندې ډول دي :
١- بالا کندا :
لو مړنی کند يا کتاب دی چې د رام زېږېدو، دهغه کو چنيوالي او ما شو متوب او بيا دسيتا سره دده دواده په اړوند مطا لب لري٠
٢- ايو دهيا کندا :
په دغه کتاب کې درام چندر جي د تاج ايښو دنې د تيا ريو او ځنګله ته د هغه د تبعيد په بر خه کې ليکل شوی دی٠
٣-ارانيا کندا :
دغه کتاب درام ژوند په ځنګله کې ښيي، کله چې رام دتبعيد شپې او ورځې تير ولې٠ همداراز په دې کتاب کې دراون له خوا دسيتا تښتول هم بيا نوي٠
٤-کيشکيندا کندا:
د اکتاب درام او هنو مان جي د ليد نې کتنې په اړوند معلو مات راکوي٠ همداراز په دې کتا ب کې لو لو چې دونارا واکمن چې والي نو ميږي په څه ډول را پر زول کيږي او پر ځا ی ې دهغه ورور سو ګريوا د کيشکيندا پر تخت باندې کښيني٠
٥- سو ندېرا کندا :
په دغه کتاب کې د هنو ما ن جي اتلو اله او مېړ انه ښو دله کيږي٠ همداراز لنکا ته د هغه تګ او دسيتا جي سره د هغه ملاقات هم بيا نوي٠
٦- يودها کندا :
د غه کتاب درام او راون د پو ځو نو تر مينځ جګړې ته وقف شوې دی ٠
٧- اتهر کندا : 
په دې کتاب کې د سيتا د دوو زا منو لاوا او کو شا د زېږېدلو،د دوی دتاج ايښودلو د مر اسمو او درام د ژوندانه ورو ستيو شپو او ورځوپه اړوند مطا لب لولو٠
لنډه دا چې کله رام د سرېلا نکا واکمن راون ته ما تې ور کوي او هغه وژني، نو تر څوار لس کلن تبعيد نه ورو سته د خپلې مېر منې سيتا او د خپل ورور لکشمن سره يو ځای خپل پلر ني ټا ټو بي ايو دهيا ته را ستنيږي او خلک د خپل شهزاده رام چندر جي په وياړ شمعې بلوي چې د ديو الي اختر په همدې منا سبت را مينځ ته شوی دی٠

Leave a Comment