fbpx
خبرونه او شننې د پښتون ژغورنې غورځنګ کوزه پښتونخوا

دا څنګه ازادي ده؟

لیکوال افغان جرګه

نړۍ لګیا ده کله د میکسیکو د یو ماشوم په ګرفتارۍ يي غوغا جوړه کړې وي، کله په یو او کله په بل څه شخوند وهي خو له بلې خوا محکوم پښتانه دي چې د سپین بادار تور مریي (پنجابی پوځ) يي هم وژني، هم يي بې درکه کوي او هم يي لکه د ۷۰مې لسیزې ته ورته د

د مهمند ایجنسۍ ځوانان چې د پاکستاني پوځ لخوا په دې تور نیول شوي چې دا تروریستان دي

بنګالیانو په څېر کورونو ورننوځي او بې پته کوي يي، هم يي د کورونو مخې ته بمونو خلاصوي او هم پرې له اسمانه بمبارۍ کوي او له هغه وروسته يي بیا په کور مشر،

کشر، غټ، وړوکی ټول ګرفتاروي او د تروریست ټاپې پرې وهي.

دا په یوویشتم پرمختللې دنیا کې د محکوم پښتون کیسه ده چې نه يي غږ تر همسایه ورسېدو، نه يي غږ د نړۍ د انساني حقوقو دعواګیر اوري او نه هم پرې د تور لینګۍ زړه تش شو.

Leave a Comment