fbpx
سیمه او افغانستان

ایا ملا برادر ته به دا ورځ اوس هم ورپه یاد وي؟

لیکوال افغان جرګه

راپورونه دي چې ملا برادر اخوند د طالبانو د قطر دفتر مشر ټاکل شوی دی او له امریکا سره به د سولې مذاکرات پرمخ وړي. ملا برادر په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستاني استخباراتو له خوا هغه مهال ونیول شو چې له افغان دولت سره يي د سولې خبرواترو لپاره تیاری ښودلی ؤ او پاکستاني استخباراتو ځکه نیولی ؤ چې د هغوي له خوښې پټ يي له افغان چارواکو سره اړیکې ټينګې کړې وې.

دا چې ملا برادر اخوند له اوږد بند وروسته ازاد او د طالبانو د سولې دفتر استازی ټاکل کېږي نو حتمي به يي خپل هغه انځور په ذهن کې ګرځي راګرځي چې د ۲۰۱۰م د نیول کېدو په وخت يي پاکستاني استخباراتو په ځنځیرونو داسې تړلې او راکاږي لکه د قربانۍ غوائی چې منډئي ته څوک کش کوي. هیله لرو چې ملا برادر به د پاکستان د تورو زندانونو هغه بدې ورځې نه وې هېرې کړي او د سولې په خبرو کې به افغان پت د تور پنجابي ګټو له سره نه لوګی کوي.

Leave a Comment