fbpx
پښتانه شخصیتونه تاریخ ډاکټر لطیف یاد

سلطان ابراهیم لودي

لیکوال لطیف یاد

سلطان ابراهیم لودي هغه سلطان او واکمن دی چې نیکه یې سلطان بهلول لودي په هند کې په ۱۴۵۱ زیږدیز/ میلادي کال کې دلودي پښتنودواکمنۍ بنسټ کیښود اوپوره اته دیرش کلونه ، اته میاشتې او اته ورځې پاچا هي یې وکړه ، دهغه تر مړینې وروسته دسلطان بهلول لودي مشر زوی نظام خان دسلطان سکندرغا زي لقب غوره کړ او دهندوستان پاچا شو.ده اته ویشت کلونه ، دوه میاشتې اوشل ورځې پاچاهي وکړه او دده تر مړینې وروسته دهغه زوی سلطان ابراهیم لودي پاچا شو .ده اته کلونه ، اته میاشتې اویوه ورځ پاچاهي وکړه.

ابراهیم لودي مزار

تر هغه وروسته مغولي بابر له کابله پر هندوستان برید وکړ او دپاني پت په مشهورتاریخي ډګر کې دبابر دلاسه ماتې وخوړه . مغولي لښکرو دده سر غوڅ کړ .په دغه جګړه کې پنځلس زره پښتانه ووژل شول . داجګړه په ۱۵۲۶ زیږدیز /میلادي کال کې وشوه او په پای کې مغولی بابر په هندوستان کې دمغولو سلطنت بنسټ کيښود او لودي پښتانه د تل لپاره دهندوستان دپاچاهي نه لاس پر سر شول .
ددې علت داو چې یو شمیر ناسیاله او غدارو پښتنو او له هغو نه دولت خان لودي چې دسلطان ابراهیم دامیرانو نه و او هغه زوی دلاورخان لودي دخپل پښتون سلطان ابراهیم لودي په وژلو او له مینځه وړلو کې دمغولي بابر مرسته وکړه.
په تاریخ شاهي کې چې نامتو تاریخپوه احمد یادګار لیکلی دی او دبنګال په ایشیاټیک سو سائیټي کې چاپ شو ی دی راغلي دي :
“کله چې دپاني پت په جګړه کې ډیر پښتانه ووژل شول دده نامتو پوځي کمانډر محمودخان سلطان ابراهیم ته وویل : چې ته دجګړې له ډګره په څنګ شه ،موږ جګړه کوو ته به سلامت پاتې شي .
سلطان ابراهیم لودي ورته وویل:
محمودخانه ! دواکمنانو او پاچاهانو لپاره دجګړې له میدانه تیښته لوی شرم او نامناسبه خبره ده .زما نور پښتانه ورونه چې مړه کیږي زه دې هم مړشمه.”
ویل کیږي چې وروسته دی دجګړې په ډګر کې شهید شو دده مړی چې سریې ترې غوڅ شوی و دپښتنو له خوا ښخ شو او په پاني پت کې خاوروته وسپارل شو.
دمغولو او مغولوالې ددغه ستر دښمن اروا دې ښاده وي !

Leave a Comment