fbpx
تاریخ ډاکټر لطیف یاد سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

جي ټي روډ Grand Trunk Road |لطیف یاد

لیکوال افغان جرګه
جي . ټي .روډ یا جرنیلي سړک چې په لویې پاچاهي لارې یا شاهراه اعظم سره هم شهرت لري

دهند دپښتون واکمن سوري شیرشاه

دغه اوږد سړک چې ۲۵۰۰ کیلومټره واټن لري دهند دپښتون واکمن سوري شیرشاه له خوا جوړشوی دی .
دغه سړک داوسني بنګله دیش دچیټا کانګ دساحلي بندر نه بیل کیږي او دهند دبینګال ،دبیهار ، اتهرپردیش ، هاریانا او پنجاب دایالتونو نه تیریږي او لا هورته رسیږي او بیا له هغه ځایه پر پښتونخوا تیریږي او تورخم ، جلال اباد اوبیا کابل ته رسیږي .
شیرشاه سوري ددغې مشهورې لارې په دواړو غاړو ونې کښینولې څو مساپر دتودوخي په موسم کې دونو دسیوري نه ګټه واخلي . همداراز سوري شیرشاه دلارې په اوږدو کې ډیر کاروان سرایونه جوړکړل څو مساپر بکې دمه او استراحت وکړي . شیرشاه سوري ددغې تاریخي سړک په اوږدوکې څاه ګانې ( کوهیان ) وکیندل څو تږي مساپر ترې اوبه وڅښي . ده جوماتونه هم جوړکړل چې خلک پکې خپل عبادت وکړي .
دهمدې لارې په اوږدو کې دشیرشا سوري دډاګ یا پوسټي سیسټم دومره منظم و چې په پنځو ورځو کې به ډاګ یا پوسته دبینګال نه کابل ته رسیدله . البته دا دشیرشاه سوري دډاګ دسیسټم اوددې لارې برکت و.

Leave a Comment