fbpx
جلال بازوان مقالې نړۍ

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه

لیکوال جلال بازوان

د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه چې ځینې شنونکي يي د دوه سترو اقتصادي هېوادونو ترمنځ د سړې جګړې په نامه هم یادوي، د جولايي په میاشت کې رسماً هله پیل شوه چې امریکا پر یو شمېر چینايي توکو تعرفه لوړه کړه.

په ځوابي عمل کې يي چین هم په امریکايي وارداتو ورته تعرفې ولګولې.

له هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ څو وارې د لوړپوړو چارواکو خبرې اترې هم وشوې چې تر یو حده په کې پرمختګ هم شوی ؤ.

خو د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د نویو تعرفو په لګولو سره هغو خبرو کومه ځای ونه نیولو.

ولسمشر ټرمپ پر چین د امریکايي وظایفو د غلا، د کرنسۍ یا اسعارو تبادله، د معنوي مالکیت غلا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ نا برابر انډول تور پورې کوي.

خو چین بیا دغه تورونه بې اساسه بولي او وایي، امریکا غواړي چې په ټوله نړۍ خپله هژموني وچلوي.

د چین او امریکا سوداګریزه جګړه ولې په داسې وخت کې پیل شوه؟

شناندي په دې اند دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې چین ته خورا لوی چانس په لاس ورکړو.

هغه داسې چې امریکا له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په دې جګړه کې دومره بوخت شو چې د چین مخ کې د خنډونو د جوړولو لپاره یې فرصت نه درلود.

د ځینو شناندو په فکر امریکا د یوولسم سپتمبر پېښې ترمخه د ختيځې اسیا په اړه خپله پالیسۍ وضع کړې وه.

خو له دې پېښې وروسته د امریکا ټوله توجه د ترهګرۍ ضد جګړې ته واوښته او له دې امله امریکا ونه شو کړای چې د چین د چټک اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

په تېره لسو پنځلسو کلونو کې چین نه یوازی دا چې په لویه کچه اقتصادي پرمختګ وکړ بلکې په دې هم وتوانېد چې په یو ستر پوځي ځواک بدل شي.

نن چین یوازی دویم ستر اقتصادي ځواک نه دی، بلکې په نړۍ کې د سترې پوځي بودجې په لګولو سره دویم او د پوځي ځواک له مخې درېیم ځواکمن هېواد هم دی.

په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ټولټاکنو له ګټلو وروسته د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتیژي اعلان کړه.

نوموړي په دې ستراتیژۍ کې د هېوادونو ترمنځ سیالۍ ته لومړیتوب ورکړ او د ترهګرۍ ضد جګړه يي له لومړیتوبه و ایستله.

د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي د سترو ځواکمنو هېوادونو د تقابل او په سیالۍ راڅرخي.

په ستراتیژۍ کې د امریکا حکومت د چین او روس نومونه په ډاګه د سیالانو په توګه یاد کړل او دا یې هم وویل چې نور به امریکا له خپلو پولو د باندې په ملتونو جوړولو یا رغاونې کې هېڅ پانګونه نه کوي.

ټرمپ د امریکا په ګټه دی که په تاوان؟

ولسمشر ټرمپ د تعرفو لګولو یوازينۍ یوه وسله په لاس کې ده او نه یوازې د چین بلکې د خپلو اتحادي ملګرو پر ضد يي هم کاروي.

د همدغو تعرفو لګولو یا لوړولو له امله دا مهال د امریکا نژدې او اتحادي ملګري ټول خپه دي او پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کوي چې یوازې د امریکا د ګټو غم ورسره دی.

د ټرمپ په ولسمشر کېدو په چین کې زیات خلک خوښ دي. په پیل کې یو شمېر خلکو داسې انګېرله چې ګواکې ټرمپ یو سوداګر سړی دی او یو سوداګر کس تل د غوره وړاندیز په لټه کې وي.

خو د اټکلونو برعکس دغسې ونه شول، ځکه چې د ولسمشر ټرمپ د مزاج او پرېکړو په اړه اټکل ګران دی، او دی کله هم له خپلې خبرې اوښتلی شي.

نو د ټرمپ د ولسمشر کېدو تر ټولو ستره ګټه چې چین ته ورسېده هغه د “ټي پي پي” له هوکړې د امریکا په شا کېدل وو.

دغه هوکړه د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په موخه رامنځته شوې وه او لویه موخه يي دا وه چې چین له اقتصادي پلوه یوازی شي او نفوذي ساحه يي تنګه شي.

که چېرې د ۲۰۱۶ کال په ټولټاکنو کې هېلري کلنټن بریالۍ شوې وای نو ښایي نن د سوداګرۍ جګړې پرځای به یې چین ته د سرخوږي لپاره له نورو فشارونو او خنډونو کار اخیستی وای.

دا هم شونې وه چې امریکا د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د “ټي پي پي” له هوکړې نه وای په شا شوې.

چینایان د ټرمپ د سوداګریزې جګړې په اړه څه فکر کوي؟

د چین حکومت په څو ځله دا په ډاګه کړې ده چې د سوداګرۍ په دې جګړه کې ګټونکی نه شته، نو ځکه دوی غواړي چې دغه لانجه د خبرو له لارې حل کړي.

په چین کې یو شمېر خلک په دې اند دي چې ټرمپ شاید دغه سوداګریزه جګړه د ۲۰۲۰ کال د ټولټاکنو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

یو شمېر نور خلک بیا داسې انګېري چې ګواکې ولسمشر ټرمپ به راتلونکې ټولټاکنې ونه شي ګټلې او د ده له تلو سره به دغه سوداګریزه جګړه هم پای ته ورسېږي.

د چین د نړیوالې سوداګرۍ استازی او د سوداګرۍ مرستیال وزیر فوځه اینګ وايي:

“که د چین سوداګري له امریکا سره د سوداګرۍ مازاد یا سوداګرۍ اضافه کې روانه ده خو له بلې خوا امریکا بیا له اضافي سوده خوندونه اخلي”.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دوه اړخیزه سوداګرۍ کې تر ټولو زیاته ګټه امریکايي شرکتونه کوي.

چین له سوداګریزې جګړې څه زده کړه وکړه؟

په تاریخ کې له دې سترې سوداګریزې جګړې څخه چین ډېر څه زده کړل. په دې وروستېو کې چین په لويه کچه په ریفورمونو او اصلاحاتو کار پیل کړی دی.

له نورو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ زیاتول، د تعرفو کمول، باندینۍ پانګونې پراخول، په دولتي تصدیو کې اصلاحات، د معنوي مالکیت خوندیتوب او ساتنه، او همدارنګه حکومتي سبسیډي پالیسي برابرول یې ځینې بېلګې دي.

د دې لپاره چې کوم بل هېواد هم د امریکا په څېر چلند ونکړي، چین له نورو هېوادونو سره د سوداګریز انډول په رامنځته کولو خبرې پیل کړي.

هند د چین لپاره ډېر غټ بازار دی. خو اوس هند هم په یو اقتصادي ماشین بدلېږي او وخت ناوخت په هند کې دا پوښتنه را ولاړېږي چې د چینايي تولیداتو پر ځای دې هندي تولیدات وکارول شي.

د همدې ستونزې د حل په موخه چین په لومړي ځل په کور د ننه هندي درملو او وریژو ته اجازه ورکوي.

له دې ګامه د چین د حکومت موخه دا ده چې د هند بازار له لاسه ورکړي.

Leave a Comment