fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري

د افغانستان په اړه د چین مستقله تګلاره

لیکوال جلال بازوان

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو د نېټې له مالومېدو وروسته د چین ولسي جمهوریت د افغانستان د کشالې د حل په موخه په فعال رول لوبولو لاس پورې کړ. چین له یوې خوا له افغان حکومت سره، له بلې خوا له طالبانو سره او د مسئلې د بلې مهمې زاويې چې هغه پاکستان دی، له ټولو سره خبرې اترې شروع کړې.

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره يي طالبان چین ته راوبلل او له هغوی سره پټې خبرې وشوې. د دې ترڅنګ چین په څلور اړخیزو خبرو کې هم برخه واخیسته او د رسنیو د راپورونو مطابق هغه چین ؤ چې پاکستان يي دې ته اړ کړ ترڅو په قبایلي‌سیمو کې عملیات ترسره کړي او د ښو او بدو تروریستانو ترمینځ فرق له منځه یوسي.

د چین د فعال رول د لوبولو سره سم په لویدیځو رسنیو او په ځانګړي ډول د امریکايي جنرالانو ترمینځ هم یوه محاوره ډېره مشهوره شوه چې چین ته به يې د Free rider  خطاب کاوه او هغوی لاتراوسه داسې انګېري چې ګواکې په افغانستان کې د چین پانګونې او وروستۍ هلې ځلې د وړیا سورلۍ کوونکي په څېر دي.

 

د افغانستان په اړه د چین تګلاره:

 

کله به چې د افغانستان د کشالې د حل او دې ته ورته نورې خبرې کېدلې، نو چین به تر ډېره حده په پاکستان تکیه کوله. چین هم کټ مټ د امریکايانو په څېر ټوله تکیه په پاکستاني استخباراتو او د هغوی په راپورونو وه، خو د نورو خبرو ترڅنګ له ۲۰۱۴ ترمخه د افغانستان په مسئله کې د چین زیاتې دلچسپۍ نه درلودلو لوی دلایل دا ګڼل کېدای شي:
الف: یو شمېر شننونکي په دې اند دي چې د افغانستان په مسئله کې د چین بې طرفي د خپل کورني امنیت په خاطر وه. چین ځکه د افغانستان په مسئله کې مستقیم رول لکه د امریکایانو او ناټو په څېر لوبولو ته تیار نه ؤ، چې چین وېره درلوده په دې کار سره به يې کورني امنیت ته خطر متوجه شي او تروریستان به له یغور بېلتونپاله اومذهبي توندلارو او سخت دریځو ډلو ټپلو سره مرستې زیاتې کړي او د چین په لویدیځو مسلمان مېشتو سیمو کې به امنیتي ګډوډۍ رامنځته شي.

ب:د افغانستان په مسئله کې د چین تت او کم رول لوبولو لوی علت هلته په افغانستان کې د امریکايي او ناټو قوتونو حضور هم ؤ. چین نه غوښتل چې له امریکا او د ناټو سره په کوم ډول پوځي شخړه واوړي، نو د دې لپاره چین تر ډېره ځان له دغې مسئلې لېرې ساتلی ؤ.

ج: د افغانستان او عراق له تېري وروسته د لویدیځو هېوادونو عام وګړي هم د تروریستانو نښه ګرځېدلي دي او وخت ناوخته د تروریستي ډلو ټپلو له خوا عام وګړي اختطاف کېږي چې په بدل کې يې یا خو لوی رقم غواړي او یا هم د بندیانو د تبادلې خبرې کېږي. چین په بهر کې د خپلو عامو وګړو د امنیت په خاطر هم ځان له دغه ډول مسئلو څخه لیرې وساتلو.

د افغانستان په مسئله کې چین له ۲۰۱۴م کال را وروسته ورځ تربلې فعاله رول لوبول شروع کړل او هغه ځکه چې اوس  د افغانستان د مسئلې سره یوازې د چین د کورني امنیت خبره نه ده تړل شوې، بلکې د پاکستان په ګوادر سیمه کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه چېرته چې چین څه د پاسه شپېته بیلیونه ډالره پانګونه کوي،کامیابي او ناکامي هم مستقیم د افغانستان له امنیت سره تړل شوې ده.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز چې انګلیسي لنډ نوم يې سي پيک (CPEC) دی، یوازې د چین او پاکستان ترمنځ نه بلکې د دغې پروژې له لارې به منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره وصل کېږي او افغانستان به د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د وچې د پول کردار لوبوي، خو دا یوازې هغه مهال امکان لري چې په افغانستان او سیمه کې امن وي.

د افغانستان په اړه د چین د مستقلې تګلارې ښکارندويي له تېرکال راهیسې کېږي. د چین ولسي جمهوریت د لیو جین سونګ په څېر د یو مدبر دیپلومات او سفیر لېږل افغانستان ته هغه څه دي چې چین د افغانستان د مسئلې په حل او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو ټینګولو کې تر بل هر وخت اوس زیاته دلچسپي لري.

په افغانستان کې د چین مېشت سفیر ښاغلی لیو جین سونګ افغانستان ته له راتګ ترمخه داسې ښکاري چې ښه کورنۍ وظیفه یې کړې ده او د دغه هېواد له ټولو تاریخي او کلتوري واقعیتونو او د دغې ټولنې له ټولو حساسیتونو څخه ښه اګاه او خبر دی. له بله طرفه د چین له خوا د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره یو پوځي کمپ جوړول او د هغوی ټول لګښتونه او وسایلو ذمه واري د چین لخوا اخیستل هم هغه څه دي چې چین نور لاس تر زنې کښېناستونکی نه دی.

 

په پاکستان کې چینايي پانګونه او امنیتي اوضاع:

تېر کال د جون په میاشت کې کله چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش له لوري د چین دوه اتباع وتښتول شول او بیا په ډېره بې رحمانه توګه ووژل شول. هغه مهال د چین په انګلیسي خپرېدونکې وېب پاڼه ګلوبل ټایمز کې د شانګهای د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ ډایریکټر جاو ګاوچنګ د (Pakistan deaths show new risks for China) د سرلیک لاندی یوه مقاله نشر کړه. په هغه مقاله کې ښاغلي جاو زیاته کړه چې چین ځکه د نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په چاروکې مداخلت نه کوي‌ترڅوچینايي وګړي له تروریستي او امنیتي ستونزو او ګواښونوسره مخ نه شي، مګر د دې هرڅه ترڅنګ بیا هم چینايي وګړو د اختطاف په ګراف کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی جاو په خپله مقاله کې زیاتوي: د یوکمربند یوې لارې د پروژې له امله به په راتلونکي کې په لویه کچه چینایان بهر هېوادونو ته سفرونه کوي او هلته به د بنسټیزو او اقتصادي پروژو په جوړولوکې برخه اخلي چې له دې سره به د امنیتي پېښوپه کچه کې هم ډېروالی راشي.

د پاکستان په اړه لیکي: پاکستان د ترورېزم له لوري یو تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی چې په نوموړي هېواد کې به چینايي پانګونه هم د تروریستي ګروپونو له خوا له سترو ننګونو سره مخ شي.

چین په پاکستان کې د خپلې پانګونې له امله پرېشانه دی، ځکه چې هلته یوازې د چینايي اتباعو د امنیت خبره مطرح نه ده، بلکې پاکستان له نور ډول ډول سیاسي کړکېچونو سره هم مخ دی. په بلوچستان کې د ازادۍ غورځنګ، د پاکستان کړکېچن سیاسي حالات، د امریکا له لوري په پاکستان وروستي اقتصادي بندیزونه، د پښتون او بلوچ قومونو پاڅون، د ګوادر ټوله ګټه پنجاب ته رسېدل او ځایي بلوچان او پښتانه د دغې سترې پروژې له ګټې بې برخه پاتې کېدل او داسې نور ډېرڅه دي چې پرېشانۍ يي‌زېږولې دي.

د جنوبي اسیا د چارو کارپوه پروفیسر برناټ رابین ماته په یو ټویټ کې وویل: چین غواړي چابهار ته لاس رسی ولري، ځکه چې چین په دې باور دی چې د پاکستان خراب امنیتي وضعیت به ګوادر له سترو ننګونو سره مخ کړي. هغه وویل: دا خبرې زه له خپله انده نه بلکې له یوې معتبرې چینايي سرچینې څخه ترلاسه شوي مالومات دي.

 

په افغانستان کې د هندوچین ګډه پانګونه:

دا اونۍ د هندي او چینايي رسنیو سرټکي د چین د ولسي جمهوریت ولسمشر شي جین پینګ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي ترمینځ د چین د اوهان (Wuhan 武汉) په ښار کې د شوي غیررسمي ملاقاتونو په اړه ول. د دواړو هېوادونو ترمنځ‌د دوکلام پېښې د رامېنځته کېدو وروسته په اړیکو کې یو څه سوړوالی راغلی ؤ.

د دوو هېوادونو رسنیو به په یو بل توندې نیوکې کولې، مګر د ولسمشر شي او وزیراعظم مودي ترمینځ د ملاقات وروسته اوس د نیوکو دغه اور سوړ شوی دی، برعکس د دواړو هېوادونو رسنیو ټول وخت د یو بل په همکارۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په یوه ګډه اقتصادي پروژه کې پانګونې ته زیاته توجه کړې ده، له بلې خوا افغاني رسنیو او یا هم حکومت دغه ستر خبر له پامه غورځولی او کوم زیات پوښښ يي نه دی ورکړئ.

د سیمې د دوه سترو قوتونو ترمنځ دغه ډول جوړجاړی او بیا په افغانستان کې د شریکې پانګونې خبرې هغه څه دي چې په سیمه کې د سترو جیوپولیټکل بدلونونو د پېښېدو ښکاروندويي کوي، مګر افغاني رسنیو ته تراوسه په دې اړه څه معلومات نه شته او یا هم په داسې یو ستر خبر په خپرولو کې ناغیړي کوي، خو د ناغیړۍ ستر لوری بیا هم حکومت دی چې هېڅ کوم ډول ناسته، یا هم د دوو هېوادونو له سفارتونو سره يي اړیکې نه دې ټینګې نه کړې چې له دغه هېوادونو څخه پوښتنه وکړي چې هغه کومه پروژه/پروژې دي‌چې هندوچین دوه هېوادونه به پکې پانګونه کوي؟ او یا هم دوی خپل یو پرپوزل جوړ او برابر کړي او دغه سفارتونو ته يي وسپاري.

له بله پلوه دغه خبر ځکه هم ډېر لوی خبر دی چې داسې ښکاري چین نور په جنوبي اسیا کې په یو هېواد (پاکستان) تکیه نه کوي، بلکې له هند سره د اړیکو په رغولو او بیا په افغانستان کې له ستر رقیب (هند) سره شریکه پانګونه هغه څه دي چې چین د سیمې په اړه یوه ازاده او مستقله تګلاره لري.

چین نور د پاکستان هغه سازشي تیوریو ته غوږ نه نیسي چې څرنګه په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي، برعکس چین اوس په ډېره ځیرکتیا سره د هند د کارت په لوبولو او له هغوی سره د  ګډې همکارۍ له لارې په افغانستان کې تر بل هرڅه زیات نفوذ او خپل SoftPower زیاتولای شي.

Leave a Comment