fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري نړۍ

افغانستان او د سترو قوتونو سیالي

لیکوال جلال بازوان

په دې وروستېو کې په افغانستان کې د سولې اړوند خورا ګرمې خبرې روانې دي. ګڼ شمېر رسنۍ او شننونکي خپل نظرونه ورکوي. د څو لسیزو غم ځپلي هېواد خلک تر بل هرچا زیات دغه ډول خبرونو ته خوښ دي او هیله يي ده چې ډېر زر به يي په هېواد کې سوله راشي او له څو لسیزو اوږده کړاو وروسته به دوي وتوانېږي چې د سولې په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي، خو متاسفاً په سیمه کې د سترو ځواکونو سیالۍ څخه مونږ مکمل صرف نظر کړی دی او هېڅ دغې مسلې ته مو پام نه دی ګرځېدلی.

د تېر کال په دیسمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیتي ستراتیژي اعلان کړه. د ټرمپ د ادرې ترمخه امنیتي ستراتیژۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړې اولیت درلود، برعکس د ولسمشر ټرمپ ادارې دغه تګلارې ته ستر بدلون ورکړو او د ترهګرۍ ضد جګړه يي له اولیت څخه اوویستله. د امریکا نوې امنیتي او دفاعي ستراتیژۍ په زغرده د سترو قدرتونو د سیالۍ څخه پرده پورته کړه او چین-روس يي خپل سیالان وبلل. نوي امنیتي ستراتیژي وايي چې چین او روس دواړو امریکا او متحدین له سترو ننګونو سره مخ کړي دي. د نوی ستراتیژي له اعلان وروسته امریکا د چین سره د تاریخ ستره سوداګریزه جګړه هم شروع کړه چې په نتیجه کې يي دواړو هېوادونو د یو بل په وارداتي توکو تعرفې لوړی کړی. دغې سوداګریزې جګړې ته شننونکي له مختلفو زاویو ګوري مګر دغه سوداګریزه جګړه پرته لکه د پخوانېو سترو قوتونو د تقابل پرته بل هېڅ نه دي.

په هالیفکس نړېوال امنیتي فورم کې د امریکايي بحري قواو قوماندان جنرال ډانفورډ وویل: نړۍ یو ځل بیا د امریکا، متحدینو او د پخوانېو مخالفینو (چین-روس) ترمنځ د پرانیستې سیالۍ شاهده ده. هغه زیاته کړه چې امریکا باید په پوځي ستراتیژیو له سره غور وکړي ترڅو د بیا سر راوچتوونکو پخوانېو مخالفینو لخوا د نوو ننګونو مقابله وکړي. هغه همدارنګه زیاته کړه:

د لويو ځواکونو سیالۍ پوځي اړخ په واقعیت کې هغه هڅې دي چې چین او روس غواړي د امریکا او متحدینو د ایتلاف ژمنې او اعبتار په اروپا او چین دواړو کې کمزوری کړي.

د دې ترڅنګ د امریکا د ملي دفاع ستراتیژۍ کمیسون یو راپور تیار کړی دی چې د امریکا ملي امنیتي او دفاعي ستراتیژیو يي له سره کتنه کړې ده. دغه کمیسون د دوه لسیزې ترهګرۍ ضد جګړې وروسته د امریکا د پوځي چارو په اړه خپل راپور جوړ کړی. راپور زیاتوي چې د امریکا ملي امنیت له بل هر وخت زیات له سترو ننګونو سره مخ دی. راپور وايي چې د سترو قوتونو په دې سیالۍ کې د امریکا مخالفین غواړي چې د امریکا پوځيان په لرو پرتو سیمو کې مات کړي. همدارنګه په راپور کې راځي چې امریکا د چین او یا هم د روس په مقابل کې شاید جنګ وګټي، شاید جنګ وبایلي، خو په یو وخت کې په دوه محازه کې جنګېدل به امریکا تباهۍ سره مخ کړي. راپور په دې ټینګار کوي چې د امریکا پوځ اوس هغومره معاصره ټیکنالوژۍ څښتن نه دی او یا هم د سترو قوتونو په دې سیالۍ کې وروسته پاتې کېدونکې دی. د دغه وروسته والي ستر علت د بودېجې کمښت او د پوځي چارواکو خبرو سره د نه هماهنګۍ له وجې رامنځته شوې دي.

د امریکا تګلاره:

د سړې جګړې وروسته امریکا د لویدیځې نړۍ په مټ د لویدیځ لیبرال نظام په نړېوال لیبرال نظام بدل کړو او امریکا د نړۍ په تاریخ کې یوازینې واحد قوت جوړ شو چې یو قطبي لیبرال نظام قوانین لیکل يي شروع کړل. د نړېوال نظام په یو قطبي کېدو سره سم امریکا په نوره نړۍ کې د لیبرال ولسواکۍ د خپرولو لپاره مټې راونغاړلې چې په نتیجه کې يي په ډېرو هېوادونو کې رژیمو ړنګ کړل او هلته يي د خپلو لیبرال متحدینو په مټ لویدیځې لیبرال ولسواکۍ د نسبولو کوښښونه وکړل. که څه هم د ولسمشر ټرمپ په ولسمشر کېدو سره یو هیله دا پیدا شوه چې امریکا به نور له خپل دودیزې لیبرال بهرنۍ تګلارې څخه تېرېږي او له دې وروسته به په نورو هېوادونو کې د لیبرال ولسواکۍ خپرول، ملت جوړونه، اجتماعي مهندسي/سوشل اینجنیرینګ، او د بشر حقوقو په نامه مداخلې څخه لاس واخلي، خو برعکس دا هم تر ډېره ناسمه راووته. یو لړ شننونکي وايي چې یو شمېر د پردې ترشا قوتونو ولسمشر ټرمپ دې ته اړ کړو چې له لیبرال دودیزې امریکايي بهرنۍ تګلارې څخه وانه وړي ځکه خو د ملي امنیتي او دفاعي ستراتیژیو کې د ولسمشر ټرمپ ادارې هماغه پخوانۍ تګلاره غوره کړه. چین او روس يي خپل ستر سیالان وبلل او د دې ترڅنګ ایران او شمالي کوریا يي د یوویشتمې پېړۍ ترټولو بد دیکتاتور رژیمونه وبلل چې ډېرې وېجاړونکې او ناوړې وسلی يي دا مهال جوړې کړې دي.  نوې ستراتیژي په دې راڅرخي چې روس او چین دواړو د امریکا هژمونۍ ته سرخوږی جوړ کړی دی. امریکا د خپلې سلطه يي واک د ټینګښت په موخه غواړي چې اسیا بېرته د امریکا په خوا/محور ورګرځولو سټراټیژي عملي کړي. د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې ستر بدلون همدا دی چې امریکا په کرار کرا د لویدیځې نیمې کری څخه خپل مخ د ختیځې اسیا په لوري راګرځوي. په لویدیځه نیمه کره کې هېڅ داسې قوت وجود نه لري چې هلته دې د امریکا هژموني او سلطه يي واک وننګوي، نو ځکه ولسمشر ټرمپ اداره خپل ټوله انرژي د اسیا وچې په کابو کولو لاس پوری کړی دی.

په ایران کې د رژیم بدلون هڅې او د ایران غبرګون

د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې داسې کسان شته چې هغوي په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره هلې ځلې او کوښښونه کوي. د امریکا له همدغې لاسوهنې له وجې ایران په منځني ختیځ کې جنګېدونکي افغان توکمه شیعه جنګیالي چې د فاطمیون په نامه مشهور دي په افغانستان کې جنګول غواړي. په دې وروستېو کې ځینې شنونکو د فاطمیون د راتلوونکي په اړه خپلې اندېښنې ښکاره کړې. د دې ترڅنګ د طالبانو سره د ایران د مرستو په اړه هم وخت ناوخت په رسنېو کې خبرونه نشر کېږي. همدارنګه په ایران دا تور هم دی چې په منځني ختیځ کې وسله والې تروریستي ډلې حمایه کوي.

چین او امریکا سیالي:

یو څه موده وړاندې د امریکا معاون ولسمشر مایک پینس د چین په اړه په لومړي ځل د بشر حقوقو، د مذهبي ازادۍ او نورو مسایلو په اړه په هډسن انسټیټیوټ کې د بیان پرمهال کلکې نیوکی وکړی. همدارنګه د دواړو هېوادونو سوداګریزه جګړه ورځ تر بلې زور اخلي. په تېره اوونۍ کې د APEC  په غونډه کې د چین او امریکا لخوا د سوداګریزې جګړې په سر ناندرېو دغه غونډه پرته له کوم اخري پرېکړه لیکه ختمه شوه. په دې موقعه د سنګاپور لومړي وزیر لي هاسین لوونګ وویل: څومره چې تاو تریخوالی زیاتېږي په هماغه اندازه د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه اړ کېږي چې یو خوا نیول غوره کړي. د کوچني هېوادونو لپاره ډېر ناراحته کوونکی حالات دي چې د سترو قوتونو ترمنځ ګېر راغلی.  که چېرې واشنګټن او بیجینګ د خپلو ځانګړو قوانینو پلي کولو ته ادامه ورکړي، نو ښکاره خبره ده چې یو خوا به هم ونه توانېږي چې خپلې منافع خوندي کړي.

له بلې خوا د امریکا ځینې لوړپوړي چارواکي هم وخت ناوخته د چین په پانګونو نیوکې کوي په ځانګړي دول د یو کمربند یو لار پروژې اړوند، او دوي د کوچني هېوادونه د قرضې په جال کې په راګېرولو پالیسۍ تورنوي، برعکس چین بیا وايي چې چین ورته پانګونې یوازی د دوه اړخیزو ګټو باندی راڅرخي او چین ورته پانګونې د جیو-پولیټیکل ګټو په موخه نه استعمالوي.

د روس او امریکا سیالي:

د امریکا او روس سیالي تاریخي او پخوانۍ ده. روس اوس بیا په نوي سر را اوچتوونکي ستر قوت بدل شوی دی چې د امریکا  سلطه يي واک يي له نوو ننګونو سره مخ کړې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ ښکاره سیالي د یوکراین د شخړې وروسته شروع شوه چې په نتیجه کې روس ونه شو زغملی ترڅو یوکراین دې په اروپايي اتحادیه کې شامل او د ناټو حضور دې روس تر سرحدونو را ورسېږي. له همدې امله روس د کریمیا خاوره بېرته له روس سره وصل کړه او په یوکراین کې وسله والې ډلې حمایه کوي.  د دووه هېوادونو سیالۍ په سوریه کې ښه زور پسې واخیستو کله چې امریکا د بشارالاسد رژیم د راغورځولو لپاره مټې راونغاړلې برعکس روس بیا د بشارالاسد په حمایت کې ودرېدو او د هغه رژیم يي له ړنګولو وساتلو. د دغو دوو سترو پوځي قوتونو سیالۍ په منځني ختیځ کې یو نوی منځني ختیځ نظام/ارډر رامنځته کړو.

دا چې امریکا اوس په افغانستان کې پوځي حضور لري، روس وېر لري چې امریکا به د داعش او د منځنۍ اسیا د توندلارو‌ ډلګېو له لارې د منځنې اسیا امنیت وګواښي او له دې لارې به امریکا د روس ملي امنیت ته ستر خطرونه پیښ کړي. په همدې موخه روس له طالبانو سره تماسونه نیسي او وخت ناوخت ورسره ناستې کوي. روس غواړي چې د افغانستان مسله هواره کړي او یا هم امریکا په افغانستان کې ښکېله وساتي ترڅو امریکا منځنۍ اسیا ته د ننوتلو هڅه ونه کړي. برعکس ځینې امریکايي چارواکي او افغان ملي یووالي حکومت په روس تور پورې کوي چې ګواکې د طالبانو مرسته کوي.

افغان سوله:

د ریالیسټانو په نظر نړېوال سیسټم یو انارشیست سیسټم دی چېرته چې به هر هېواد د ځان دفاع په خپله کوي. د سترو قوتونو سیالي هم د خپلو ګټو او د خپل سلطه يي واک د ټینګولو په خاطر دي، نو اوس پوښتنه دا راوچتېږي چې د سترو قوتونو په دې سیالۍ او د یو نړېوال انارشیست نظام په شتون کې به د افغانستان سوله څنګه کېږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې مونږ ټول يي باید په اړه سوچ وکړو او بیا پوښتنه وکړو چې له طالبانو سره د سولې وروسته به ایا امریکا له افغان خاورې وځي او که پاتې کېږي؟ که پاتې کېږي داسې خو به نه کېږي چې:

  • امریکا به افغان خاوره د ایران پرضد استعمال کړي او هلته د رژیم بدلولو کوښښ وکړي؟
  • امریکا به د افغانستان خاوره په جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا کې د چین د پانګونو او یا هم د یغور بېلتونپالو د روزلو لپاره استعمال کړي؟
  • که د روس ادعا سمه راووځي چې داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ده نو بیا؟

ایا له ګاونډېو سترو هېوادونو څخه د پېښېدونکو خطراتو څخه به امریکا افغانستان وساتلی شي؟ ایا د دوو سترو قوتونو هر یو روس او چین څخه به افغانستان وژغورل شي؟ او داسې نورې ډېرې پوښتنې……

Leave a Comment