fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

استعمارګر او زمونږ کیسه: ډاکټر الماس خان

لیکوال افغان جرګه

استعمارګرو (کالونایزر) زمونږ کیسه داسې لیکلې ده چې د خپل ځان ځینې يي پردي کړي یو. کله چې د اشوکا د باچاهۍ، د بدها د فلسفې او د‌ پانیني د لسانیاتو ذکر کېږي نو په داسې انداز کې وي چې هر پښتون دا سوچ کوي، چې دا به لا څوک وو؟ د کم نسل خلک به ول؟ که ستاسې خیال وي نو زمونږهیڅ یو لیکوال هم دا نه وايي چې د اشوکا باچاهي زمونږه باچاهي وه، د بدها فلسفه زمونږ فلسفه وه، د سنسکرت ګرامر مونږ لیکلی دی.
چې دا ولې؟؟؟
ځواب يي هم دا دی چې: زمونږ لیکوالان هم د استعارګرو په لیکلې شوي کیسه روزل شوې دي، او د هغوي په کیسه کې فلسفه، ریاضي او ګرامر واړه ټول مونږ ته د بهر نه خلکو راوړې دي.
–ډاکټر الماس خان