fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

د باچا خان اوونۍ: عالمزیب خلیل

لیکوال افغان جرګه

باچا خان پښتنو ته ووټ وګټلو.د اظهار او رايه اذادې ورکړه. د تنقيد او اعتراض کولو يی جوګه کړل. 
کسبګرو ته په پښتنه ټولنه کښی د شتمنو په مقابل کښی ډاډ ورکړو. د قام او پښتنو د تعلمې روزنی د پاره اذادي مدرسې جوړي کړي.
په اذادو مدرسو او سکولونو کښی په مورنی ژبه پښتو زده کړي ورکړي. خپل اولس ته چغه کړه.
” چی کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شۍ هغه سپک شی.د چا نه چی ورکه شۍ هغه ورک شی.”
د پښتو ژبی د پرمختګ د پاره د پښتنو په مورنې ژبه پښتو کښی ” پښتون مجله ” ويستله. دغه پښتون مجلی په خپل وخت کښی ډير تکړه تکړه ليکوال پيدا کړل. 
عبدالاکبر خان اکبر .شاد محمد ميږې. ماسټر عبدکريم .ولی محمد طوفان .او په زرهاو د ګوتو شمير نه وتلی شاعران او ليکوال.د نظم او نثر په ميدان کښی وزيږول پيدا يی کړل.
او پښتو ژبه بکره پاتی نشوه. او نن ورځی يی پښتنو د خپلی پښتو پلو د مخه واخستو او پښتانه لګيا دي. ډاکترې او پی ايچ ډي سندونه په کښی اخلی / 
عالمزيب خليل اکسفورډ ښار