fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

د سولې مذاکرات که د خپلو ګټو خوندي کول؟

لیکوال افغان جرګه

د طالبانو سره د امریکا مذاکرات د افغانستان د دایمي سولې لپاره نه بلکه په افغانستان کې د خپلو دایمي اډو او پاتې کېدو په خاطر کوي. زلمی خلیلزاد چې ډېری افغانان يي داسې ګڼي چې ګواکې وروستۍ هڅې يي ټولې د افغانستان کې د سولې په خاطر دي مګر حقیقت داسې نه دی. زلمي خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا د سټراټیژي د عملي کولو لپاره ګمارل شوی دی او د سویلي اسیا سټراټیژي هغه څه دي چې ټوله جنګ شموله ده. د دې ترڅنګ زلمي خلیلزاد له افغان حکومت سره هم داسې چل ول وکړو چې اوس نه د طالبانو سره د خبرو مخ ورپاتې دی او نه هم له همسایه هېوادونو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې کومې ښې اړیکې لري. سیمه اییزه اجماع چې ولسمشر غني پرې ډېر زیات ټینګار کوي په اصل کې پخپله اول ولسمشر غني او بیا د زلمي‌ خلیلزاد له سفیر کېدو وروسته ورته زیات زیان رسېدلی دی.

وروستي خبرونه چې ګواکې امریکائي پوځیان له افغانستان څخه وځي یوازی د خولو بوي کول دي او نور هېڅ نه ځکه چې امریکا د افغانستان د پرېښودلو کوم نیت نه لري نو ځکه دوي اوس له طالبانو سره د خپلو پوځي اډو په اړه مذاکرات کوي.