fbpx
ساهو برلاس مقالې

موږ لېوني يو که سقراط؟

لیکوال ساهو برلاس
سقراط وو. عدالت وو، قاضي وو. تور څه پرې لګېدلې وو؟ وئيلې ځوانان بې لاري کوي او خدايان نه مني. سقراط ته د مخ سپيناوي وار ورکړل شو. 
سقراط وئېل چي ما خو هيڅ څوک نه بې لاري کړې او نه مي خدايانو ته څه وئيلي دي. زه خو دا وايم چي “زه بس دومره پوهـ يم ــــ چي زه نه يم پوهـ” او بيا پوهانو ته (چي د هغه وخت د اختيار خاوندان وو) ورغلم چي څه ترې زده کړم خو هغوئ هم نه پوهېدل. ما بس دوئ ته دا ورښکاره کړل چي دوئ نه پوهيږي. 
 
اوس به تاسو پوهـ شوي يې چي غني څله دا وئېل “سقراط يو لېونې وو”. ښه، دا خبره به څه نوره و څپړو. د سقراط د واردات چل څه داسي وو. د ايتهنز په چارڅو به ولاړ وو (په صورت بيا د ملنګ غوندي وو) او چي يو څوک به يې وموندلو نو يو علمي تپوس به يې ترې وکړو. چي ډېر ساده غوندي به وو. سړي به فکر وکړ چي والله ډېر ساده دې، راشه د خپلي پوهي مريد يې کړه. سقراط به په ځواب کښي تپوس پېدا کړو او بيا د بل ځواب نه به يې بله پوښتنه جوړه کړه. پائله به د دې وراسې (مکالمې) دا راوتل چي هغه سړی به په دې پوهـ شو چي چل ورسره اوشو. دا خو يې په شرمونو او شرمولوم. 
 
کله به بيا ايتهنز ته له بلي خوا نه پوهـ کس راغلئ چي په سقراط به خبر نه وو. سقراط به ورسره هم هغسي پوښتني پئيل کړې او بيا به يې پائله هم هغسي راتله چي پوهاند به د خلګو مخ کښي خړ مخې شو او خلګ به پوهـ شو چي ده هسي د ځان نه پوهـ جوړ کړې دې.
 
اوس نو تاسو فکر وکړئ، سقراط په دې ځان ګرم (ګناهګاره) نه ګڼي. والټېئر وئيلې چي دا ډېره د خواښينئ خبره ده چي ته په حق يې او رياست په ناحقه. او بيا تپوس کول…. تپوس هم بيا د هغو خلګو څخه چي زغملی يې نه شي او د هغې خبرو چي ټولو په پټو سترګو ريښتيا، ابدي رښتيا ګڼلي وي. 
 
تپوس کول څه ناښونې کار نه دې. دا هر چرته، هر د اوچت ذهن مالک کړې دې. خو دا د خوشحال غوندي په ښکاره وئېل دي او هر څوک خو دا نه شي وئيلې چي زه خوشحال کمزورې نه يم چي به ډار کړم…. دا درياب هضمول له د منصور هومره سينه غواړي. په واړه زړه يا په نه زړه هيڅ ترې نه جوړيږي.
 
د اردو يو شاعر وائي “که رښتيا وايم کلې مي ملګرتيا نه کړي او که يې نه وايم بيا زړه راسره په لار نه ځي. چي انسان په دوو زړو کښي شي بيا به څه پوښتنه، څه زړه د رښتيا وئيلو وکړي.
 
د چين د خلګو متل دې چي څوک تپوس کوي هغه د پنځو دقيقو لپاره احمق وي (د خلګو په نظر) او چي څوک يې نه کوي هغه به ټول ژوند احمق پاتې شي. د چين خلګ پوهان خلګ دي خو کېدې شي دوئ دا خبره د مکتب د لوستونکو لپاره کړې وي هغه هم په تعليمي نصاب کښي دننه. په ټولنه کښي دا خبره دومره آسانه نه ده. نه د دې خبري کول نه عملي کول. دا هم کېدې شي د دوئ په خوا کښي دا عيب نه وي. کشکې زموږ په وطن کښي يې زوکړه شوې وه. بيا به يې وئېل چي “د مشرانو درناوی او د کشرانو….. کوئ”
تاسو دا نيوکه کولې شئ چي د چين خلګ ښه وائي خو ته له خپلي تاريخي وظېفې څخه د سر غړوني لپاره خبره بلې خوا ته وړې. ستاسو دا نيوکه به هم په ځای وي چي دا هغه ذهن خبري کوي چي تل په وېره کښي پاتې شوې دې او اوس د زړورتيا له ښه جوهر څخه بې برخي دئ.
 
زه به درته يوه کيسه وکړم. يو سړی بل کلي ته د خپلوانو کور ته ولاړئ. د کور په دروازه کښي ناست سپې په غپا شو. مېلمه پشه ونيول. کوربه چي دباندي راغلو نو يې ميلمه ته په ډېر ګراني ووئېل راځه خدای دي راوله، زموږ سپی سړی نه خوري. مېلمه وئېل ستاسو سپی به سړی نه خوري خو زه سړی نه يم.