fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

يو هر اړخيزه يرغل او د افغان اولس توان

لیکوال ساهو برلاس
که ژوند د ژوندي پاته کېدو (بقا) لپاره مبارزه ده او يواځي پکښي تر ټولو غوره پاتې کيږي (Survival for the fittest) بيا خو تر ټولو ستره ښېګړه “زور/طاقت” دې. کمزوري يواځينۍ ګناه ده. ښه هغه دې چي ژوندې پاتې شو، بری يې تر لاسه کړو او بد هغه دې چي ماته يې ومنل او پاتې راغلئ. دا ژوند چي يوه مبارزه ده، د خلګو ښېګړه نه زور/طاقت پکار دې. عاجزي نه ــــــــــــ وياړ، ځان قربانول نه ــــ اوچت ذهن غوره څيزونه دي. انصاف نه ــــــــــ طاقت د هراختلاف درېمان (ثالث) دې. 
پورته ليکل شوي ټکي د ول ډيورانټ کتاب “د فلسفې کيسه” له هغې برخي څخه را اخيستل شوي دي چي ده پکښي د نطشے د فکر اساسي ټکي بحث کړي دي. 
 
که څه هم د يو اوچت ذهن د فلسفي په خبرو کښي د پېړئيو پوهـه، دانش او انساني تجربه نغښتې وي خو بيا هم فلسفي له خپل چاپېريال څخه بېلېدې نه شي. د نطشے د وخت خپل چاپېريال وو چي د پښتنو ننئ ټولني ته ډېر ورته دې. په بېلا بېلو برخو کښي وېشل شوي جرمن رياستونه د يو لوی، خپلواکه او سر لوړي رياست په تکل کښي وو. پښتون وطن هم تار تار پروت دې، د سائل په وېنا لکه ګرېوان د لېوني او پښتانه يې د راټولولو په فکر کښي دي.
 
ملتپاله پښتانه (چي اوس په شمېر ډېر دي) نه يواځي دا چي په مستعمره پښتونخوا کښي يو ملي وحدت غواړي ورسره يې خپل ټاټوبې (تاريخي افغانستان) هم نه دې هېر کړې. او ستر مرام يې هم دا دې چي لر و بر سره يو شي او په ګډه د ملي يووالي لپاره کار وکړي. د ملي افتخارونو ساتنه وکړي او د زرها کلونو زوړ د وياړه ډک کلتور له هر اړخيزه يرغل څخه وژغوري.
 
يوې خوا ته دا ستر ملي مرامونه دي او بلي خوا ته زورور دښمن دې چي هر څه يې په نښه کړي دي او بس دې ته تم دې چي کله به داسي وخت راشي چي دې خپله نښه وسا (په قلاره) اوولي.
 
په داسي حالاتو کښي موږ ته څه کول پکار دي؟ موږ له زور او جبر سره ډېر وخت په ډغره تېر کړې دې او تر موږ به څوک زيات پوهيږي چي دا د زور او يري دنيا ده لکه وه چي. هغه وخت ګوره کله راشي چي انسان د يري په ځای ميني ته او د زور په ځای سترو انساني قدرونو ته سر ښکته کړي.
 
 په موږ کښي به داسي هم خلګ وي او شته چي وای د يوې ګډي (مشترک) انساني ټولني خبره وشي. په ګډ انساني اقدارو دي ټينګار وشي. هيڅ شک نشته چي هم دا بايد د انسانيت شعار وي خو دا نصيحت بايد و زورور ته وشي او له بده مرغه زورور د کمزوري نصيحت ته کله هم غوږ نه نيسي. 
 
که چيرته پښتون د تاريخ په دې کږليچونو کښي د ناصح خبره ومني او مستي و رندي پرېږدي (دلته دا هم اعتراض را وړاندي کېدې شي چي پښتون خو هم دغه د جنګونو شوق برباد کړو، نو به دا ووائيو چي بايد ددې شوق مخ ـــ چي اوس د پښتنو افغانانو خپل کور ته دې د دښمن په لوري کړل شي) نو زورور ګاونډيان به يې په خپل منځ کښي تقسيم کړي. دا تقسيم به د پښتنو په خوښه نه وي (د کمزوري به څه خوښه وي) او داسي وضع به را مخته کړي لکه بابرزی چي وائي ” د وطن د ناوي شال يې کړو اوګره اوګره .. چا په نيوؤ او چا ترې په تښتولو”
 
بيا چي په نوي جغرافي ور ګډ شي هلته څوک دا تضمينولې شي چي له دوی سره به انساني سلوک او احترام کيږي؟ (زه د پښتنو په پاکستان کښي د اوسني حالت يادونه کوم).
 
اوس که دا و منو (او بې منلو يې چاره نشته ـــ متاسفانه) چي دا دنيا د زور او يري دنيا ده بيا د آزاد افغانستان اولس ته په ځانګړي توګه او د مستعمره پښتونخوا اولس ته په عمومي توګه د دې جاج اخستل نه دې پکار چي راروان کال د نړيوال ځواکونه د ستونيدلو پس به موږ څومره زورور يو؟ موږ به د ګاونډيانو څخه (چي د زور ــ زورور منونکي دي) په کوم هنر او کمال ځانونه ژغورو؟
 
زما خپل نظر دا دې چي يو زورور انقلابي ګوند (چي په پراخه توګه  منظم وي) نه وي دا کار امکان نه لري. داسي ګوند (لا د ګوندونو، تنظيمونو) اتفاق و اتحاد چي د لر و بر افغان زيات اولس پکښي برخه او رايه ولري به دا وکړې شي چي د اولس په توان يوه لوئيه وېره د دښمن زړه ته واچوي. چي کله دښمن ته په کلي او کوڅه کښي د پل د ږدلو ځای نه وي بيا ورته وراني جوړول ګران کار وي.
 
خو دا هغه د پخواني طرز د يرغل د لار نيوي لپاره اغېزناک دې چي پکښي پوځونه او اولسونه سره بې له واسطې مخا مخ وي. افغانانو ته به د کلتوري، اقتصادي او ټولنيز يرغل مخه وه او د هر يرغل د مخ نيوي لپاره به ځان ته توان او پلان جوړول ضروري وي.
 
کېدې شي د فزيکي اشغال او يرغل وېره موږ هم د ګران بئيه وسلو په اخستلو بوخت کړي او اولس چي د ښه ژوند په تکل دې ناقلاره کړي. د ډيري مودې خپل منځي جګړو او د خارجي يرغلګرو په ضد جنګونو اولس ځورولې او ستړې کړې دې. دوئ به ارومرو د ښه مکتب، روغتون، کار او عدالت په لټون کښي وي او دا ټول بې سولي نه شې اولس ته رسېدلې. سوله بيا د افغان اولس په لاس کښي دومره نه ده لکه څومره چي د ګاونډ په لاس کښي ده. سيمئيز حالات ډېر کړکېچن دي.
 
په راروان وخت کښي به افغان اولس (لروبر) ته دبيلانس/ توازن ساتلو داسي سا راښکونکې لوبه ګوري لکه په پړي چي څوک روان وي. لږ پښه و ښوئېدل او ګټه په تاوان بدله شوه.