fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

ملا پېژندنه ـــ يوه تحقيقي مکالمه

لیکوال ساهو برلاس
له سوشلسټ چين نه تر سرمايه داره امريکه ـــ له عرب نه تر عجمه، ټوله نړئ او د نړئ هر سړی په دې تکل کښي ښکاري چي ملا و پېژني. د پاکستان آئ ايس آئ په دې مضمون کښي د پي ايچ ډي ډګري ورکوي خو په دې شرط چي بيا به د رحيم الله يوسفزئ غوندي بل چيرته نوکري نه کوي. موږ مجبوره شو چي سيکنډ هېنډ انفارميشن تر لاسه کړو. قائد ملت منافقيه حضرت فضول لعنهم الله عليه سره مو وليدل چي د امير المنافقين حضرت ضياع الحق خليفه دې. له ده نه مي تپوس وکړو چي ملا څه ته وائي؟ 
دا تحقيقي مکالمه څه داسي تر سره شوه.
 
ويلې عجيبه سړی يې موږ لره يې مازغه خلاس کړو او ته وائې چي ملا څه ته وائي؟
ما ويل ښه. يو ملا خو دا شو، چي مازغه يې په سر کښي نه وي.
ويلې زه ځان نه ملا يادوم.
ما ويل ښه يو ملا بيا داسي وي چي ځان نه خلګ يادوي.
ويلې دا زه در ته څه وايم اودا ته راته څه وائې؟
ما ويل ښه يو ملا دا شو چي د خلګو نه اوري خپله خبره په خلګو اوري
ويلې سم راته ووائيه چي ته ملا نه پېژنې چي داسي تپوسونه کوې؟
ماو يل ښه يو ملا بيا په تپوس کولو خپه کيږي
ويلې نه ما دا ويل چي ته اوس ملا نه پيژنې که څه؟
ما ويل ښه يو ملا بيا داسي وي چي د زدکړي لپاره نه په بل د غصه کولو لپاره تپوس کوي چي څه ووائي او زه پرې څه تور او لګوم.
ويلې نه زه تور نه لګوم.
ماويل ښه يو ملا بيا تور لګوي خو مني يې نه
ويلې زما و ستا تر منځ خو څه دښمني نه ده چي په تا به تور لګوم.
ما ويل ښه يو ملا بيا دښمني د دوستي په پرده کښي پالي.
ويلې که دي زه دښمن وم په دومره موده کښي به راباندي پوهـه شوې وې.
ماويل ښه ملا دې ته وائي چي د دښمني پته يې نه لګي. هله سړی پرې پوهـه شي چي هر څه ترې ولاړ شي او تش لاسې پاتې شي.
ويلې ته خو شکر دې شتمن يې.
ما ويل ښه، دنيا د نورو وي او حساب يې له ملا سره وي.
ويلې د دنيا به څه حساب وي، هسې هم پاتې ده.
ما ويل يو ملا بيا د د دنيا د پاتې کېدو خبري کوي خو بيا يې هم پرېږدي نه. ځان له چي يې څومره توان وي هومره دنيا ټولوي.
ويلې نه، ما څه ګټلي؟ دنيا خو پير صاب وګټله
ما ويلې ښه، ملا داسي وي “اوږي سترګي، اوږه خېټه” د بل په کاسه کښي يې سترګي وي.
ويلې ښه شوه چي کاسه دي ياده کړه، ياره ناشته مي نه ده کړې. څه خو راواخله.
ماويل ښه يو ملا بيا له کوره اوږې راووځي او د بل نه يې غواړي.
ويلې په کتاب کښي يې راوړي چي څوک وږي ماړه کي هغه به خدای په جنت کښي ماړه کي
ما ويل ښه يو ملا دا وي چي د جنت د مړې ګېډي په تمه دلته له لوږي خلګ مړه کي.
ويلې زه د کتاب خبره کوم.
ما ويل ښه ملا کتاب د نس/خيټي لپاره وائي.
ويلې مړ به شې بيا به دي ملا ياديږي
ما ويل ښه ملا په مرګ کي د خلګو پکار وي. د ژوند سړی نه دې
ويلې مرګ خو هم هغو خلګو ته راځي چي د خدای پکار شي او خدای نازولي خلګ غواړي. زکه خو وائي الله کو پيارا هوګيا
ما ويل ښه ملا ځان له ژوند ـــ خلګو لره مرګ غوره ګڼي
ويلې د سهار نه راته ملا ملا وائې خو دا دي نه و ويل چي ملا څه ته وائي؟
ما ويل ښه ملا دا ته وائي چي هر څه وينې خو سترګي پرې پټي کي. پوهـه شي ځان نا پوهـه کي.
ويلې نه زه خو ملا نه يم چي ته ماته وائې
ما ويل ښي يو ملا بيا دا نه مني چي ملا دې، علامه، پير، شېخ هم وي.
ويلې که زما ګرسره ږيره نه وه نو به تاسو راته بيا څه ويل؟
ما ويل ښه شوه چي دي راوښودل، يو ملا ږيره نه لري خو ملا وي.
ويلې څومره مازغه دي ټول کړي دې سر کي.
ما ويل ښه ملا د دماغ نه يريږي..
ويلې نه دماغ خو ښه څيز دې، خو د ځان سره يې کښيږده
ما ويل ښه ملا د دماغ استعمال نه خوښوي