fbpx
ساهو برلاس مقالې

پښتون شاعر او شينکي خالونه

لیکوال ساهو برلاس
ځګرخون د پښتو يو پياوړې شاعر دې. د شعرونو درې کتابه يې چاپ شوي دي. د ادب مئينان يې خورا په خوند وائي. په بانډارونو کي يې سندرغاړي غزلي وائي. ځګرخون ورځ په ژور فکرونو کي ډوب وي او د شپې يې د تخئيل پرواز د ستورو او سپوږمۍ سره په څنګ وي. ډېر له خلګو سره ناسته ولاړه نه کوي. موږ له ډېره وخته غوښت چي يوه مرکه ورسره وکړوچي د شعر د مئينانو تنده پرې ماته شي خو له ده سره دومره وخت نه وو. د ډېر کړاو نه پس يې څه وخت راکړ چي موږ يې د زړه له کومي مننه کوو. د سلام دعا او پېژندګلوي پس زموږ لومړئ پوښتنه داسي وه.
 
س.ب : اوس چي غربي نړئ فضا ته د ختلو نوې سيالي تر سره کړه. خلګ د يو نوي عالي دور په درشل کي ولاړ حيران دي. هر سهار ساينسي انکشافات زاړه دودونه، منل شوي حقيقتونه له منځه وړي. په داسي حالت کښي تاسو ته ګرانه نه ده چي د نړئ سره سم تګ وکړئ؟ او د کائنات نوي منکشف شوي رازونه د شعر په ژبه بيان کړئ؟
 
ځ. خ: دا تاسو چي کومي خبري اوکړې زه پرې پوهـه نه شوم. ما يو وخت اورېدلي وو چي خلګ سپوږمۍ ته ختلي دي. کېدې شي تاسو هم هغه واقعه يادوئ. ما چي واورېدل نو مي د ستر حمزه بابا کتاب خلاس کړ. چي ځان له څه ترې الهام واخلم. ماته دا شعر په مخې راغلۍ
 
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پريږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم
 
س.ب: (له ځانه سره: بيا يې نو په بيا ېي څه باور پکار… څو ځله بيا وکړي خو بيا….)
د حمزه بابا په کتاب کښي خو داسي هم ليکل شوي “خلګ هوښياران دي د وختونو سره تګ کوي”، او ژوند آسان دې که مشکل دې نه پوهېږم، خو طلب د آساني يې لا مشکل کا….
 
ځ.خ: بلې، خو زما په اند دا دومره خبره نه ده. دا شعر يې څومره ښه ليکلې
 
چي نظر مي ستا تر جبينه پوري رسي
سپوږمۍ ته شي ختې او که نه پښتانه؟
 
س.ب: په پښتونخوا کښي د لرغونو آثار موندل به په پښتو شعر څومره اغېز وکړي؟ هغه ټول تارېخ چي اوس د ټولنيز لاشعور برخه دې به څنګه تاسو په شعر کي ځای کړئ چي د پښتنو ټولنه مثبت حرکت ته و هڅوي. په دې کي به ټپه له موږ سره څه مرسته اوکړي؟ څله چي ټپه هم هومره پخوانئ ده څومره چي پښتون دې.
 
ځ.خ: دا ټپه مي ډېره خوښه ده
 
آسمان په ستورو ښائسته ښکاري
لکه ليلیٰ چي په مخ ووهي خالونه
په دې ټپه کي د پښتنو لرغونې تاريخ خوندي دې چي پښتنې جوني به په مخ شنه خالونه وهل. خو افسوس چي موږ دا کلتور ژوندی نه وساتلو.
 
س.ب: غاړي هم د اولسي شاعري برخه ده. خلګ اورته (کاکړۍ غاړي) هم وائي. پوهان وائي چي غاړي او “وېد” په يوه بحر کي ليکل شوي دي. داسي ټکي لکه آر، هواړه، او دا غاړه…
د سهار ستورو ستئ ګاډئ
زمــــــا تر خيال د ګړندئ
(ستئ = ستاسو، ګړندئ = زوروره، کاميابه)
دې ته اښاره کوي چي دا صنف د لرغوني آريا د وخت دې. موږ څنګه کولې شو چي د دې په واسطه د نوي نسل جرړې زرها کلونوتاريخ کښي ټينګي کړو او ورسره د رڼا سباوون په تکل کي يې کړو؟
 
ځ.خ: زما پخپله غاړي ډېري خوښي دي. او په تېره بيا دا غاړه
 
ستا په مخ خالونه شنه دي
که کوړمان د خېساره دي
(کوړم = په غرونو کي هغه کډی (کهډ) چي د باران اوبه پکي ولاړي وي، خېساره لا خېسور = کاکړ خراسان کي د يو ځای نوم)
پښتنو ته پکار ده چي غاړي زده کړي
 
س.ب: ځيګر خون صېب ستاسو مرکه زموږ د پاره ډېره د الهامه ډکه مرکه شوه. موږ ته د پوهي نوي ورونه (دروازې) خلاس شو. دا پښتون وطن چي اور اخيستې، د دې لاملونه او حل که يې را په ګوته کړې.
 
ځ.خ: دا طالبان زموږ مرور وروڼه دي. که موږ دوی ته دا ټپه اووايو چي
خالونه واړه ښه خالونه
د زني خال يې مرور په خلا کوينه
نو زموږ دا مرور وروڼه به پخلا شي او پښتونخوا به د امن کور شي.
 
س.ب: ساينس پوهان وائي چي کائنات هره ورځ مخ په خپورېدو دې او اوس نوي څېړني دا فرضيه (تهيوري) وړاندي کوي چي کېدې شي موږ او دا ښکاره کائنات د يو ړانده سوړي (بلېک هول) برخه وي او کائنات د دې نه هم ها خوا ته وي. په دومره وېړ کائنات کښي د انسان سباوون په حقله څه وائې؟ انسان د کائناتي يواځيتوب ښکار نه دې؟ تاسو به څنګه دا ټول صورتحال په خپل شعر کي ځای کړئ؟
 
ځ.خ: د کائنات په حقله زما نظر هم بس دومره دې
 
زما و مخ ته په يوه نقطه کي راټول دې جهان د ښائست
ستـــــا د غونډي منډي زني شينکي خــــال ته مخامخ يم
 
س.ب: واه، ډېر ښه!!!
 نن چي په نړئ کښي د ورځي په زرها کتابونو خپريږي، د علم په هره پانګه کښي د پلټنو نوي پائلې راځي او بيا د هر علم بنسټ لړزوي. تاسو په خپل شعر کښي څومره بدلون راوستې دې؟ که خپل اول چاپ شوې کتاب په نظر کي وساتې او بيا د خپلي اوسنۍ شاعري جاج واخلۍ
.
ځ.خ: موږ خو ټول عمر د غني بابا په دې وصيت عمل کړې دې
 
دا لکهــــــا زره کتابـــــه، موږ دا يـــو ټکـــې زده کــــــړې
که تک تور وي هم ښائسته شي يار چي ستا د زني خال شي
 
س.ب: د دې شعر نه تاسو دا مطلب اخيستې؟
ځ.خ: بلې!
 
درنو لوستونکو، دا وه زموږ مرکه د ځيګر خون صېب سره. تاسو به ترې الهامونه اخيستې وي.