fbpx
ساهو برلاس مقالې

د استعماري رياست کورني تضادات

لیکوال ساهو برلاس
د انګريزي استعمار او هندي او پنجابي فيوډال د ناروا ارتباط په پاي کې پاکستان و زيږېده. د زيږېدو پس يې مور و پلار په دې حيران شول چې اوس هغه پخواني اړيکو ته کوم نوم ورکړي؟
د پاکستان د جوړولو د وړاندي يې دا شعارونه ورکول چي په هند کې دوه قامونه اوسيږي، مسلمان او هندو. د پاکستان د جوړولو پس دا ستونځه رامخته شوه چې په پاکستان کې خو اوس هم هندوان او د نورو مذهبونو منونکي اوسيږي نو اوس خو پاکستان ته هم د قوميت يا د يو قوم نوم نه شو ورکولې. جناح، د پاکستان د نوي پارليمان (؟) غړو ته په خپله اوله وينا کې دې ستونځي ته داسي اشاره وکړه.
“له دې وروسته به موږ ټول يو قام يو. هندو به هندو نه وي، مسلمان به مسلمان نه وي —- د مذهب په معنیٰ نه، د قوم په معنیٰ”
په هم دې وينا کې يې د هر مذهب خلګو ته د خپل مذهب د ورښودل شوي تعلمياتو په رڼا کې ژوند کولو آزادي ورکړه خو د رياست دين يې و نه ټاکلئ (که څه هم په وينا کې اسلامي وو) خو په عمل کې د قانون اول وزير يې جوګندر ناتهـ منډل وګرځاوه چې هندو وو. د قانون چاري و يو هندو ته سپارل د دې تضاداتو منل وو او د هوارولو يې يوه ښه لار وه. خو ستونځه دا وه چې کومو خلګو چې د اسلام نارې وهلې هغه به اوس څه ځواب وائي؟ که دا رياست د اسلام په نوم جوړ کړل شوې دې نو اوس هم بايد چې په دې رياست کې د نورو قامونو ( د مذهب پر بنياد لکه عيسائ قام، هندو قام، مسلمان قام) و منل شي خو دا د رياست لپاره تاواني وه او که يې نه منې نو دوه قامي نظريه غلط اثباتول دي.
له دې ستونځي سره يوه بله ستونځه رامنځ ته شوه. نوې رياست — لکه څنګه چې د رياست لپاره اړين وي چې د زرها کلونو د ټولنيز، اقتصادي او سياسي اړيکو په پايله کې جوړيږي — هيڅ تاريخي، کلتوري او جغرافيائي اساس نه درلود.
رياست و دې ته اړ شولو چې له مذهب څخه کار واخلي او د رياست د جوړښت اساسي عناصر (ژبه، کلتور، جغرافيه، تاريخ) نه دا چې له پامه وغورځوي ورسره د دې په ضد پروپيګنډه پيل کړي. نو دا وو چې استعمارګرو اول ګام دا پورته کړ چې اردو يې قامي ژبه وګرځول. له دې سره يو بل تضاد پيدا شو. اردو نه د مسلمانانو د مقدس کتابونو ژبه وه نه په نوي رياست کې د راښکېل شوي قامونو. اردو يواځې د يو څو مهاجرو ژبه وه. د دې جبر په ضد بنګال مبارزه وکړه او تر دې چې دوه قامي نظريه يې هم د خليج بنګال په اوبو کې ډوبه کړه. پاتې قامونه لا ورسره په جنګ پاتې دي.
دويم ګام ېې دا پورته کړ چې د نصاب، رسنۍ او رياستي جبر له لاري د تاريخ وژنه پيل کړه. کوم چې غله وو هغه يې اتلان وګرځول، کوم چې اتلان ول هغه يې له پامه او د نظر له بامه وغورځول. دې جبر ستر تضادات په ټولنه کې پيدا کړل. د پنجابي يرغلګر د پښتون افغان اتل وو، د پنجابي اتل د پښتون افغان غل، يرغلګر او ډاکو وو. قامونو د يو بل په ضد پروپيګنډه او رښتني تبليغات پيل کړل. د استعماري رياست بنسټ په لړزيدو شو او په ۷۱ کې نيم ونړيدئ.
دا کورني تضادات دومره ويرونکي وو چې رياست دې ته اړ شو چې يو لاسئ دښمن پيدا کړي، دروغژنه ويره د خلګو زړو ته واچوي، د جنګ چاپيريال جوړ کړي. نو دا وو چې هند ازلي دښمن وګرځېدئ. د کشمير جهاد (چې په حقيقت کې د پنجاب د اوبو جګړه وه) پيل شو. جهادي لښکري و روزل شوې. وسله او پوځونه لوئ شول. د پوځ بوديجه ډيره کړل شوه. دې تګلاري پوځونه زورور کړل او اولسي غورځنګونه کمزوري. پوځ د رياست چاري په عملي توګه په لاس کې واخستې. دې تګلاري بل تضاد رامنځ ته کړ. او هغه دا چې د اولسونو له پوځ څخه کرکه پيدا شوه. د پوځ او د اولس تر ميان د تړون لپاره سياسي مذهبي ډلي په واک کي راغلې خو له ناکامئ سره مخامخ شوې.
يوې خوا ته د اولس کرکه او بلې خوا ته سيمه ايز او نړيوال حالات، رياست په دې و نه توانېدئ چې د کشمير جهاد او د هند سره سړې جګړې ته دوام ورکړي. هند نه دا چې اخلاقي جنګ وګټلو ورسره په اقتصادي او سياسي ميدان کې هم پياوړې شو. په پوځي لحاظ خو يې کله هم سيال نه وو. نو استعماري رياست خپل پام افغان وطن ته وګرځاوه. او د دې لامل دا وو.
 
په دې ټوله دوره کې چې د استعماري رياست لپاره تر ټولو ويرونکې وو هغه د ډيورڼډ کرښه، د کرښي دواړه خوا افغانان، د دوئ په خپل منځ کې د ژبي، کلتوراوجغرافيه، تاريخي اړيکي وې او دي. د ډيورنډ کرښه نه دا چې رسميت نه لري ورسره دا چې پښتانه افغانان يې منلو ته څه چې زغملو ته هم تيار نه دي. 
د دې تضاد د هوارولو لپاره يې وحشي، غير انساني او له کرکي ډک عمليات پيل کړل. د هند په ضد جوړ کړل شوي لښکري، پوځ، دولت او ادارې يې د کرښي د دواړو خوا د پښتنو په ضد سره راټول کړل او خپل ټول زور يې دې ته چمتو کړل چې د افغانانو منځ کې مذهبي، لساني او کلتوري اختلافات پيدا کړي. چې چرته تضادات وي نه نو پيدا به يې څنګه کړې؟ استعماري رياست سره له ټوله زوره، اوس ډېر وارختا دې. هر ګام چې اوچت کړي هغه د ناکامئ سره مخامخ شي. خپل کورني تضادات يې دومره ډېر دي چې په ګاونډ کې لاسوهنه ورته مرګ ښکاري او که لاس پکښې نه وهي نو مرګ ورته يقيني ښکاري. د نوي افغان ويښ کهول په توند ږغ، د افغاني ننګ او د موټو په زور له دې تورمخي دښمن سره د خپلي بقا د جنګ په آخري سنګر ورننوؤت. بری د هغو دې چې مبارزه يې پياوړې وه. سټرېتيجي يې سمه وه او ستړيا او ستوماني ېې غورځولې وه.