fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

يوه ويرجنه کيسه

لیکوال ساهو برلاس
ويلې لرغوني يونان چې کومي تراژيدئ نړئ ته ورکړې، سارې يې نشته. ما ويل نني افغان چې کومي تراژيدئ وژباړلې (ژباړل په د ا چې خپلي يې نه دي) د هغه سارې په يونان کې هم نشته. د افلاطون “کريټو” د يوريپيډيز “فائډرا”. د سيسيفس بې پايه خواري، د اوډيپس ړندې سترګي، د سفائنکس ښکارونه او د اېډراسټس ځان وژنه —- ټول ورته هيڅ دي. 
ويلې يو مثال خو يې راکړه. ما ويل راځه. د غرونو په لمن کې له يوې ونې سره تړلې کس مو ورښکاره کړ. ما ويل ورته ګوره. نوره کيسه پخپله اوګوره.
تړلې کس تږې وو، وږې وو، زکندن غوندي يې وو. ډېر ستړې وو. سور اهاړ وو. چې مي کوت يو سُر سړی راغلئ. تن يې په منځ ورغوڅ کړئ. سرې ويني په شړ رواني شوې. زما ملګري له کرکي سترګي پټي کړې. ما ويل ګوره، کيسه لا ختمه نه ده. “لر” لاس، چي نيم خلاس وو نيم تړلې ورسره د جنګ په هڅه شولو. سُر سړی يې څو ځايه په وينو سُر کړئ. هغه په تېښته ولاړئ. بر لاس او لر لاس ځان ته پړکېدل شورو کړل. په دې پړکا کې يو تور کس راغلو. “لر” لاس يې د ځان سره يووړ. “بر” لاس اهاړ ته پروت وو چې د وريځو پرې سيورې شو او نری باران.
“بر” لاس لا په قلاره شوې نه وو چې مو کوت تور سړی راغلئ. يو سپيني جامو والا هم ورسره وو. د سپينو جامو والا څه دم وکړو چې “بر” لاس په خپل ځان خُلې لګول پيل کړې. ځان يې ويني ويني کړ. ډېر وحشي منظر وو. زما ملګري ويل راځه چې ځو. په مخ يې بلا رنګونه تلل راتلل. ما ويل کيسه لا پاتې ده. لږ تم شه.
د “بر” لاس پرهر پرهر وجود بيا په اهاړ پروت وو چې تور سړي “لر” لاس راووړ بيا يې په څلور برخو ووېشلئ بيا يې د سپينو جامو سړي ته اشاره وکړه. هغه هم هغه دم بيا چو کړ. د “لر” لاس  هره برخه هم په هغه رنځ اخته شوله. ځان يې په خپلو غاښو چيچلو، په نوکانو يې کرښي راکشلې، د کومي برخي په برخه چې نه نوکان وو نه غاښونه، هغه برخي بيا په شګو، تيرو تيږو ځان موښلو خو ځان به يې خوږولو. په دې حال کې به يې د تور سړي د لوئ ژوند دعا غوښتلې. تور سړي پټ پټ ورپوري خندل. دا د ژړا او خندا ګډ منظر، دا ويني ويني پرهار پرهار بدن، دا په منځ غوڅ، وېشل شوې وجود، زما ملګري تېښته وکړه. ويلې دا کيسې په کتابونو کې هم نشته ظالمه ته يې د رښتيا راباندي ګورې.