په ګټه (که روا وي که ناروا) ولاړ اقتصادي نظام داسي خواهشات را پاروي او ژوندي کوي يې چې د انساني ټولني پرمختګ سره هيڅ تړون نه لري خو د رسنۍ له لاري د تبليغاتو په زور د داسي خواهشاتو د پاره په ټولنه کي ځای جوړ کړل شي. بيا د دې خواهشاتو د پوره کولو د پاره د وګړو تر منځ هلي ځلي پيل شي او ځينې تجارتي کمپنۍ ښې ګټي تر لاسه کړي او اخستونکې دا ګمان کوي چې ګوندي ده د خپلي اړتيا له کبله شيان واخيستل.
د رسنۍ له لاري زړونه اخستل او مصنوعي خواهشات پيدا کول د پانګوال نظام کلتور ګرځيدلې دې. دا کار اوس په سياست کې هم ورته ګټه ور ښکاره شو. رسنۍ چې د واکمنو په لاس کي وي تل يې د ځان په ګټه او د بې واکه په ضد کاروي. د داسي ګوندونو اړتيا اولس ته وپيژندل شي چې د هغې سيمي د خلګو په دود دستور او کلتور لږ هم نه وي خبر، نه يې ګټه او تاوان ورسره شريک وي. نه د پرمختګ د پاره ښکاره تګلاره او پلان لري، نه نظريه لري نه نظرياتي سياست کوي. د خلګو ډېری يې خوښ وي خو تنظيم يې نه وي خوښ.
تاسو ته کېدې شي په دې پورتنۍ ليکو کې د پښتونخوا انځور ځلېدلې وي چې هلته د ځوانانو دماغونه څنګه واخستل شول. او څنګه د داسي ګوند او خلګو ضرورت پيدا کړل شو چې نه په تنظيم خبر دي، نه يې تنظيم خوښ دې، نه د تنظيم چلولو چل ورځي. نظرياتي او فکري سرمايه يې ښکنځل کول او د نورو عيبونه بيانول دي.
دا ټول پر خپل ځای خو د ملتپالو خپلي کمزورۍ خو به هم وې چې دومره ځای يې پرېښود چې روغ لښکر پکښې ځای شو. د خپل ځان احتساب کول هم اړين وي. چې غلطي تکرار نشي نو د پرمختګ لاري روښانه شي او تاوان په ګټه بدلېدې هم شي. داسي کومي غلطياني وې چې يې غلطو خلګو ته ځای ورکړ. زما په اند:
۱. کوم ملتپاله ګوند چې په واک کې وو هغه تنظيم ته دومره وخت ورنه کړ چې خلګ په شعوري او فکري توګه منظم لښکر جوړ کړي.
۲. کوم فکر چې د ګوند اساسي فکر بلل کېده هغه يې شا ته که و نه غورځاوه نو د نظره خو يې لوېدلې وو.
۳. د مفاهمت او زغم سياست په ګوند کې د مقاومت قوت پرېنښود.
۴. ښکاره دريځ او د هغه دريځ د پاره د ګوند ملګري و نه روزل شول.
۵. د پنجابي اسټيبلشمنټ سره د جوړ جاړي دا حال وو چې خوار طالب ته له ټينګېدو وتلي وو او د طالب د بادار نوم يې کله هم په خوله رانغلۍ
دلته دا پوښتنه منځ ته راځي چې يو خوا يې د دوۍ سره د جوړجاړي سياست وو او بلې خوا ته ورباندي بريدونه هم کېدل او په ټولټاکنو کې له ماتې سره هم مخامخ شو. ځواب ېې په دوه ډوله ويلې شو. پوځ او د پوځ تر اغېز لاندي ادارې هر کله خپل د خوښي خلګ شړلي او وژلي دي. دويم دا چې د هرڅومره مفاهمت په پرتله، د اسټيبلشمنټ و ملتپالو ته زړه نه ټينګېدۍ. يو څو نظرياتي بڅري وې چې په تورتم کې ژوندۍ پاتې شوې (لکه د لر و بر يو افغان ناره)
چې تېر شو هغه خو تېر شو. پر مخ به څه کول وي؟ که موږ له پروند څخه زدکړه کړې وي نو د نن او سبا تر ټولو اړين کارونه به د ګوند تنظيم ته چمتو کېدل، د ملګرو فکري روزنه کول، د شخصي ګټو تابع ملګري له ګونده ايستل يا له واکه غورځول، له اولس سره اړيکي ټينګول او د رجعت او هر ډول بې عدالتي پر ضد مقاومت کول وي.
امکانات څه دي؟
۱. په راروان وخت کې به د پنجاب د ګټو نمائنده ګوند چې په ايالت کي به حکومت تر لاسه کړي د خپل منځي شخړو له کبله به و نه کړې شي چي ښه حکومت و کړي او خلګو ته د ژوند آسانتياوي برابري کړي.
۲. د طالب او پوځ سره د جوړ جاړي پخوانۍ تګلاره به دا ګوند هم له ماتې سره مخامخ کړي او د خلګو به زړونه ورڅخه مات شي.
۳. د امن امن نارې به وهي خو امن هيڅ امکان نه لري تر څو چې پوځ او د رياست استخباراتي ادارې د خلګو د استازو په لاس کې نه وي. او بد امني به د خلګو له دې حکومت هم زړه تور کړي.
لنډه دا چې هيڅ يو داسي د شېګړي کار به ونکړی شي چې اولس پرې خوشحاله شي.
که چرته ملتپاله د دوۍ له دې کمزوريو ګټه واخلي. او خپلي کمزورۍ (پورته ذکر کړلې شوي) ليري کړي نو ناشونې نه ده چې ملتپاله بيرته د پښتونخوا په سياست کې لويه برخه ومومي. ګنې د استعمار لخوا به فشار نور هم په اولسونو زيات شي او پنجابی پوځ او طالب به په ګډه ويرونکي لړزونکي او کرکجن عملياتو ته ادامه ورکړي. پښتون به د پښتون په ضد راپاروي. په آزاد افغانستان کې به د لاس وهني لاره ورخلاسه شي. که د آزاد افغانستان خلګ د پنجاب په ضد راپاسيږي نو مخ ته به يې مستعمره افغانان دريږي. پنجاب به هيڅ هم نه بايلي. بايلات ټول د پښتنو ګډ دي. ګټه د پنجاب ده.