خدائيګوټو سيسي فس ته سزا ورکړه چې بې له درېدو به تيږه د غره څوکي ته رغړوي، چې له هغه ځايه به دا تيږه د خپل وزن له کبله هم بيرته کښته راتله. دوی هم په يو دليل فکر کړې وو چې د بې فائدې او ناهيلي خواري څخه زياته بله هيڅ هم ويرونکې سزا نشته. که څوک په هومر باور لري نو سيسي فس تر ټولو فاني انسانانو څخه زيات مدبر او ځيرک وو خو ځينې روايتونه وائي چې د ده کار لاروهنه (غلا) وه. ما ته په دې کې هيڅ تضاد نه ښکاري. په دې کې البته د نظر اختلاف شته چې دی څله د هغه دنيا (جهنم) بې فائدې خواريکښ جوړ شو. اول خو دی د خدائيګوټو د سپکاوي په تور تورن کولی شو. ده د دوی رازونه غلا کړل. ايجائنا، د ايسوپوس لور، جوپيټر برمته کړه. پلار يې په دې ورکېدو هېښ پاتې شو او سيسي فس ته يې ګيله وکړه. دی، چې په برمته خبر وو، په دې شرط يې د ورښودلو ژمنه وکړه چې ايسوپوس به د کورنتهـ و کلا ته اوبه ورکوي. ده تر آسماني ټکي د اوبو برکت غوره و ګڼلی. ده ته په دوژخ کې د هم دې سزا ورکړل شوه. هومر موږ ته ښائي چې سيسي فس مرګ په زولنو تړلی وو. پلوټو (سياره) د خپل چوپ او وران سلطنت (باچهي) ننداره نه شوه کولی. ده (پلوټو) د جنګ خدائيګوټې ور وليږلی چې مرګ يې د فاتح (سيسي فس) له منګولو وَ ايست.
وائي چې کله سيسي فس په مړ کېدو وو ده د ماينې د ميني خوند څکلو تابيا وکړه. ده و دې ته حکم ورکړ چې خپل ناښخ بدن دي په چارڅو و غورځوي. سيسي فس په “هغه دنيا” کې ويښ شو. او دَ انساني ميني څخه متضاد په دې منښت (اطاعت) ډېر خپه شو. ده له پلوټو څخه و مزکي ته د ستنېدو اجازه واخيسته چې خپله ماينه ووهي. خو چې کله ده دَ دې دنيا څيره بيا وليدله، د لمر او اوبو، تاوده کاڼو او سمندر خوند يې واخيست نو بيرته د دوژخ دَ تيارو وَ تګ ته يې زړه نه غوښت. (له هغې دنيا) بيا بيا بلل، د غصې علامې، انتباه، هيڅ هم ځای و نه نيولو. ډېر کلونه ده هم داسي تېر کړل، مخامخ د خليج پېچومي ته، برېښېدونکې سمندر، د مزکي موسکا ته. د خدائيګوټي حکم اړين وو. عطارد راغی او بې عقله سړی يې تر غاړي و نيوو، دی يې له خپلو خوشاليو و تروړلو، په زوره يې “هغه دنيا” ته يووړ، چيرته چې تيږه د ده پاره تياره پروته وه.
تاسو به پوهـ شوي يې چې سيسي فس يو بې معنا اتل وو. دی چې کوم شانتې په جذباتو کې دې هم هغسې په عذابونو کې دې. په خدائېګوټو د ده پسخند، د مرګ څخه کرکه، او د ژوند سره مينه ده ته هغه سزا ورپه برخه کړه چې د ده ټول وجود په يوه داسي کار بوخت وي چې حاصل ترې هيڅ هم نه وي. هم دا د دې دنيا د ميني نرخ دې. د سيسي فس د “هغه دنيا” په حقله موږ ته هيڅ هم نه دي راښودل شوي. کيسې د تخئيل د پاره جوړي شوي چې ژوند پکښي ساه واخلي. په دې کيسه کې سړی ويني چې د چا د وجود ټول قوت يواځي په دي مصرف کيږي چې يوه لوئيه تيږه اوچته کړي، وَ يې رغړوي، په سلګونو ځل د مخ ځوړ پورته؛ موږ يې په مخ ځورونکې وير وينو، باړخو په تيږه پوري ټينګ نښتي، اوږه يوې غونډاري ته تکيه ورکونکې، پښې د بار لاندي ټينګي، نوی پيل له غوړېدلو ليچو سره، په خاورو ککړ د دوو لاسونو بشپړ انساني تحفظ. په بې آسمانه خلا او بې پايه وخت ناپ شوې دا اوږده خواري مرام ته ورسېده. سيسي فس ګوري چې دا تيږه بيرته کښته رغړي، د هغه ځای څخه به يې دی بيرته دې څوکي ته راوړي. دی بيا هواري مزکي خوا ته روان شي.
هم دې بيرته ګرځېدو په وخت کي، دا درېدل دې چې زما پام سيسي فس ته اړوي. هغه مخ چې تيږي ته نيږدې خواري کاږي د وړاندي لا کاڼی شوې وي. زه د ده په غم پوهيږم چې دی بيرته په مخ ځوړ کښته روان شي په درانه او تلل شوي ګامونو، د داسي عذاب خوا ته چې په پای يې دی هم نه دې خبر. دغه ساه اخستونکې دقيقه چې د ده د عذاب غوندي بيا راګرځېدونکې ده، هم دا د پوهي دقيقه ده. په هره داسي دقيقه کې چې دی لوړي پرېږدي او د خدائيګوټو ژوري ته راځي، دی د خپل بخت پورته شي. دی د تيږي نه هم کلک شي.
که دا کيسه ويرجنه ده نو په دې چې اتل يې پوهـ دې. که په هر ګام هيله دی نيسي نو بيا يې عذاب چيرته دې؟ د نن ورځي کارکونکې هره ورځ هم داسي بې معنا کارونه کوي، او د ده بخت د سيسي فس نه کم بې معنا نه دې. خو دا ژوند ويرجن په هغه ناڅاپه دقيقو کي شي چې سړی پوهـ شي. سيسي پس د خدائيګوټو پرولتاريه، بې وسه او ياغي، په خپل بې وزلي ژوند خبر دې: هم دغه فکر د ده مل وي کله چې دی په مخ ځوړ کښته روان وي. د فکر دا څرګندوالی، کوم چې د ده عذاب جوړوي، ده ته د بري تاج ورپه سر کوي. داسي هيڅ بخت نشته چې په پسخند ورباندي بری نشي موندل کيدی. که کښته تلل په غم کي وي، دا په خوشالی هم تر سره کيدی شي. دا ټکې دومره پوره نه دې. زه يو ځلې بيا په خيالونو کې راوستې شم، سيسي فس د تيږي خوا ته روان دې خو غم په پيل کي وو. کله چې د مزکي انځورونه په خاطرې پوري ټينګ و نښلي، چې د خوشالی بلنه په بيا بيا شي، نو داسي وشي چې خپګان د انسان په زړه کي غورځنګ وکړي: دا ده د تيږي بری دې، هم دا تيږه ده. بې پايه غم دومره دروند شي چې د زغملو نه وي. دا زموږ د ګيتهسمني (په بائبل کې د يو ځای نوم) شپې دي. خو چختاړونکې رښتيا د منلو سره سمه فنا شي. همداسي ايډيپس له اولي ورځي څخه د بخت په پټو سترګو منونکې وو. خو چې کله پوهـ شي نو يې هم هغه لمحه تراژيدي پئيل شي. په هم دغه وخت کې، ړوند او ناهيله، دی پوهـ شي چې يواځينی تړون چې دی له نړۍ سره تړي د يوې جينی سوړ لاس دې. (په داسي حال کې) څومره ښکلي خبره وکړي: ” د دومره ډېرو عذابونو پرتله، زما تېر شوې عمر او زما د روح شرافت (نجابت) دا قضاوت کوي چې هر څه نيکمرغه دي”. د سوفوکليز ايډيپس لکه د دوستويفسکي کيريلوف همداسي د بې معنا (Absurd) بري نسخه راکوي. پخوانی ځيرکتوب نوی اتلتوب تائيدوي. موږ کله هم (بې د خوشالۍ لاسي کتاب د ليکلو د لمسې) “بې معنا” نشو کشف کولی. څــــــــه! — په دومره تنګو لارو —؟ خو بس هم دغه يوه نړۍ ده. خوشالي او “لايعنيت” د يوې مزکي دوه زامن دي. دا نه جلا کېدونکي دي. دا به تېروتنه وي که څوک ووائي چې خوشالي له “لايعنيت” څخه را ټوکيږي. کشف. د ا پېښه شي چې د بې معنا (لا يعنيت) غورځېده له خوشالۍ پيدا کيږي. د ايډيپس دا ويل چې “هر څه نېکمرغه دي” مقدس ويل دي. دا د انسان په کيشني او وحشي نړۍ کې انګازه (ازانګه) شي. دا موږ ته ښائي چې ټول نه ګار (مصرف) شوي وو نه ګار شوي دي. دا له دې نړۍ هغه خدائيګوټې دباندي کړي چې دې ته له خپګان او بې ګټي کړاونو سره راغلې وو. دا، بخت يو انساني معامله جوړه کري چې بايد د انسانانو تر منځ حل شي.
د سيسيفس ټوله خوشالي په دې کې ده. د ده بخت په ده پوري اړه لري. د ده تيږه يو شی دې. هم داسي، چې يو بې معنا سړی په خپلو عذابونو فکر وکړي، ټول بتان چوپ کړي. په داسي نړۍ کې چې ناڅاپه چوپتيا ته ستانه شوه، د مزکي بې شمېره واړه (کيشني) حيرانونکي ږغونه پورته شي. بې سده (بې شعوره)، پټي بلني، د ټولو څېرو لخوا بلني، دا اړين په شا تلل دي او د بري نرخ دې. هيڅ لمر بې له سوري نشته، او دا اړينه ده چې په شپه خبر يې. بې معنا سړی وائي “هو” او له دې پس به د ده هلي ځلي نه ختميدونکي وي. که چيرتہ يو ځاني بخت وي، نو يو بل اوچت بخت نشته، او يا که نه وي نه وي هم شته، خو د داسي بخت په حقله دی قضاوت کوي چې اړين او ځورونکې دې. پاته شو نور، نو دی خپل ځان پيژني چې د خپلو ورځو باچا دې. په هغه وړه لحظه کې چې انسان په تېر شوي ژوند يو نظر وکړي، سيسي فس و خپلي تيږي ته ستونيږي، په دغه وړه ګرځېدنه کې دی په هغه اړه نالرونکي اعمالو فکر کوي چې د ده بخت ترې جوړ شوی وي، چې هم د ده تخليق وي، د ده د خاطرې (حافظي) تر سترګي لاني راغونډ، چې ژر به ېې مرګ و تړي. همداسي د انساني منبع څخه اغيزمن هر هغه څه چې انساني دي،يو ړوند سړی چې د ليدلو ليوال وي که څه هم په دې خبر وي چې شپه هيڅ ختمېده نه لري، خو بيا هم په دې لټون کي وي. تيږه هم هغسې رغړي.
زه به سيسي فس د غره په لمن کې پرېږدم! هر سړی خپل بار بيا مومي. خو سيسي فس موږ ته اوچته وفاداري ښائي کومه چې د خدائيګوټو څخه انکار کوي او تيږه اوچتوي. بيا دا قضاوت هم کوي چې هر څه نېکمرغه دي. کائنات د دې پس بې له يو مالکه، نه ورته شنډ نه بې ګټي ښکاري. د هغې تيږي هر اټوم، د شپې ډک غره د معدن هره ټوټه، پخپله يوه نړۍ جوړوي، د هسکو څوکو په لور مبارزه د دې جوګه ده چې د انسان زړه ونيسي. پکار ده چې موږ په خيال کې سيسي فس خوشاله ووينو.