ښه، نو ته ژوندی يې؟
هو، خلګ هم داسي وائي چې ژوندی يم. نن سهار هم چا په خپل نامه وبللم. د سهار د چای خوند مي اوس هم په خوله دی. ستا خبري هم اورم، تا ته ځواب هم درکوم. دا ټول ښائي چې ژوندی يم.
کيدی شي ته مړ يې، دا د مرګ په خوب اوده يې. په خوب کې ځان ژوندی وينې. دا خبري کيدی شي خوب وي. کيدی شي زه هم خوب يم.
نه، داسي نشي کيدی. ګوره ما هم اوس په ځان منګاښي ولګولې. زه خوږ شوم. زه ژوندی يم.
کيدی شي ته نه يې خوږ شوي خو ستا ګمان دا وي چې خوږ شوی يې.
نه دا ګمان نه دی، ګوره دَ خوږ خپ، شين نشان هم ښکاري.
کيدی شي دا هم ستا ګمان وي. کيدی شي دا د ژوند خپ نه وي، کيدی شي د مرګ وي. اوس به دي ټول وجود هم داسي خپونه وکړي، بيا به ټپونه شي، بيا به خځنده ورباندي ماړه شي، بيا به ته هم پاتې نشې.
نه، داسي مه وايه، ګوره، يريږم، زړه مي چوي، ساه مي لنډه لنډه کيږي، زه مړ نه يم. زه ژوندی يم، زه به نه مرم، زه به تل ژوندی يم، زه خاوري نه يم، زه نشم خاوري کيدی. زه د خځندوو خوراک ته نه وم پيدا شوې.
ښه، نو چې مړ نه يې نو دا راته ووايه چې آخري پېښه دي د ژوند کومه په ياد ده.
پروند مي په ورځپاڼه کې لوستل چې “زموږ په ښار کې چاودنه شوې، ۴۰ پکښې مړه دي ۱۰۰ ژوبل شوي”.
دا خو ۳۰ کاله پخوا خبر دی. لا د هغه نه هم روستو. ته مړ شوی يې چې دومره زړې خبري درته يادي دي.
دا څه وائې؟ دومره موده تېره شوې؟ نو اوس په وطن کې امن دې؟ سوله ده؟ خلګ نه وژل کيږي؟ شکر دی خدائيه، زه چې ژوندی وم نو هره ورځ به يوه نه يوه پېښه کېده. کله به مي ورور وژل شوی وو، کله تره، کله بابا، کله ماما، کله مورکۍ، کله زوی، کله خورکۍ.
نه، نه، امن اوس هم نشته. اوس هم مرګونه دي، وير دی، ژړا ده، جنازې دي په جنازو پسې راځي. هديرې اوس تر ښار لوی شوې. تر کورونو قبرونه ډېر دي.
هاهاها ، ګوره ته هم مړ شوی يې. تا ته هم دومره پخوانی کيسې يادي دي.
نه نه، دا د نن خبره ده.
نو بيا خو زما خبره هم د نن ده.
هو، رښتيا وائې. موږ دواړه ژوندي يو.
نه، ژوندي نه يو، ګوره دا تور چينجي ګوره چې زموږ په وجود نښتي دي. ګوره غوښي رانه جلا کوي. ګوره هډونه مي ښکاره شو، ګوره کفن مي اوس په تن نشته. ګوره سترګي مي څه نه ويني. ګوره لاس نه شو خوځولی، ګوره پښې چې مي تړلي غوندي دي.
آه، دا څه وائې، زما خو ذهن هم بل هيڅ څه نه اوري، نه څه فکر کوي. بس! د چاودني ږغ، مړي، وير، ژړا او بيا توره تيار….