خان شهيد په خپل ژوند ليک کې د خپلي قامي، سياسي مبارزې په بېلا بيلو اړخونو رڼا اچولې ده چې د سياسي مشرتابه او ملګرو لپاره په هر ډول خورا ګټوري خبري دي. د تېرو شوو خلګو څخه زدکړه دا ګټه کوي چې غلطياني تکرار نشي او ښه کارونه، ښه تګلاره عملي شي (که چاپيريال هم هغسې وي). دا د چاپيريال شرط اړين دی. د هر دور خپلي غوښتني وي. که په نظر کې و نه ساتل شي نو د ملايانو غورځنګ به ورڅخه جوړ شي چې خان شهيد يې بيان په لانديني ډول کړې دې:
“د دين په نامه باندي به ځينو ملايانو خپلي بېلي ډلي جوړي کړي وې. غونډي به يې کولې او د غټانو رنګه د اولسه بېل او لري هم نه وو خو خپل په اوږدو ويناوو به يې تر دې جهان او مځکه زيات د آسمانو خبري کولې. د ملائکو وزر او مشوکي بې شمېرلې يا د نبيانو دروغ رښتيا معجزات بيانولې يا بې پر دې وخت لګاوه چې زموږ نبي تر ټولو نبيانو اوچت او د هغه په يارانو کي پلانکی تر نورو اوچت دی. دا شان به ېې د دين پر نامه هغه زهر و اولس ته ورکول په کوم چې اته نه سوه کاله وړاندي د ايران او عراق د ويانو ډلي (واعظين) مسلمان اولس د کاره، ګټي او سربازی ايستلی او در په دره کړی وو”.
دا وينا يواځي د ملايانو لپاره نه، د هر هغه سياسي کارکونکي لپاره سمه ده چې د اولس په ستونځو ځان پوهول غواړي او د اولس د ستونځو حل هم غواړي. که چيرته سياسي ګوندونه له اولس سره نيږدې پاتې نشي او د اولس رښتني ستونځي و نه څېړي هم داسي به له برمه پرېوځي او په تشو نارو کې به بوخت شي. له اولس څخه به ليري شي چې په يو ډول سياسي ځان وژنه وي.
د خان شهيد د ژوند ليک په رڼا کې چې موږ په پښتني ټولنه کې و قامي ګوند ته ګواښونه څېړو نو په هغه کې يو د لوستو خلګو کمی دی او چې لږ ډېر لوستي خلګ وي هغه بيا په داسي ځان ځاني اخته وي چې د قام د ګټي هيله ورڅخه نه کيږي. خان شهيد ليکي:
“په اولس کي اوچت لوستي او پوهـ خلګ چې تل په ډېرو خرڅو او ډېرو ګټو اموخته او پسې وي په سپوره ډوډۍ او لږ ګټه ګزاره نشي کولای او نه يې د ځان وړ بولي. دا خلګ که څه هم اولسواکي (جمهوريت) خوښوي خو د هغه لپاره تاوان او سختي نشي ګلولای. ځکه دوی د قامي ډله څخه تل لري اوسي او په سرکار پوري نښتي وي که هغه قامي وي که پردی. قامي ډلي له کله کله او ځينې ځينې راځي او هم هغه وخت چې ډله څه نه څه سرکاري واک پيدا کي او دوی په دې پوهـ شي چې د ډلي په مرسته هم د سرکاري جرګو کرسۍ (اسمبلی ممبري) يا وزيري پيدا کيدای شي او راځي هم لغړ د دغه مراد لپاره او دا د ګټي ځايونه دوی د خپلي پوهي او زدکړي له مخي لغړ د ځان ونډه ګڼي او چې دا وخت راشي نو د ډلي مشران او غړي په ناچاري دغه ځايونه او کرسۍ هم دغو خلګو له ورکړي.
بلي خوا ته د ډلي لږلوستي خو د کار او ځان ښندني (قرباني) خاوندان دا د ځان سره زياتی وګڼي او ورانۍ پېل کړي. يا په کرسيو پسې وښوئيږي بلي ډلي ته ولاړ شي يا ډله پرېږدي.
دغه وخت ډله د خورېدو بچ کول او ژغورل د مشرانو تر ټولو ګران کار وي.
که څه هم دا رښتيا ده چې د ډلي واک او زور خو په هغه خوارو نالوستو خلګو وي چې د ډلي د مراد لپاره د مشر پر وينا بې تپوسه تلای شي يا ځي خپل سر او مال ښندي او ځان له هيڅ هم نه غواړي. د اولس د ښيګړي لپاره ځان هم کړولای شي او د لاس و پښو خسمانه (چوپړ) هم کولای شي خو د نن ورځي د سرکار ګران کار خپل د لږ لوستو له مخې نه شي کولی او نه د ډلي هغه کارونه کولای شي کوم چې په زدکړه پوري اړه لري لکه دباندينو خلګو ته پرې پېژانده (پروپېګنډه) کول يا د سرکار او نورو خلګو د پرې پېژاندې جواب کول چې د ډېرو لوستو خلګو کار وي”.
“د پښتون رنګه د پرېوتي قام لوستي خلګ خو په چړچو غوړو زيرو، ښه خوراک، ښه پوشاک او ښه ژواک پسې وي چې د ډلي سره وي نه او د سرکار په نوکري کې په اسانه پيدا کيږي نو دوی په هغه پسې وي. د دوی زياته قام ولي چيرته وينا نيمه وي يا يو جرګه مرګه يا څه د پوهني څېړنه. بل دوی د ډلي مشري او څوکۍ د ځان برخه (حق) ګڼي په پښتنو شاګردانو کې جوش، د قام او هيواد مينه وي او کړاو هم تيرولی شي خو زياتره د خپل سر وي نه او مشران يې لوست هم دې له په کوي چې وړوکی تحصيلدار به شي نو هغوی يې قامي کار ته نه پرېږدي”.
له دې سره لويه ستونځه دا پېښه شي چې دښمن د رښتني قامي ګوند په ضد زوروره پروپېګنډه کوي او په دې هڅه کي وي چې د قامي ګوند مخنيوی وکړي چې د اولس و زړونو ته لار ونکړي. د داسي پروپيګنډې ځواب يواځي لوستي خلګ کولی شي. خان شهيد ليکي چې د باچا خان سره هيڅ اخبار نه وو (بې له “پښتون” چې زياتره به پکښې شاعري وه) نه يې داسي کتاب درلود چې د ګوند مرام يا د مشرانو تګلاره پکښې ليکل شوې وه. و بلي خوا ته د ګاندهي سره داسي بې شمېره خلګ وو، په لسګونه اخبارونه کانګرېس درلودل او د انګرېز په ضد يې زوروره پروپيګنډه کوله. د هم دې پروپيګنډې پايله وه چې هندو هر چرته چې وو د دښمن ريښې يې غوڅولې. که په سرکاري دوتر کې به وو نو د سرکار خبري به يې ورته راوړې او د ګوند ملګرو ته به يې اسانتياوي برابرولې. که تاجر وو نو د ګوند لپاره بسپن (چنده) کي به يې لويه ونډه ورکوله. که ښوونکي (استادان) وو نو نر و که ښځي خپل لوستونکي به يې په قامي لار، کار او مرام پوهول. د هم داسي يو مخيز غورځنګ پايله دا شوه چې کانګريس خپلو خلګو له واک وګټلۍ.
کله قامونه په نورو قامونو تکيه کوي چې ګوندي دوی ته به خپلواکي ګټي، چې يو اوم (خام) فکر دی. کله بيا اولس په دې تکل کي وي چې په پردي، نيواکګر سرکار څخه د اولسي ښېګړو کارونه وکړي يا ځان ځان ته په هلو ځلو به اولس ته اسانتياوي برابري کړي. خان شهيد دا په کلکه رد کوي او ليکي چې هيڅ يو د اولسي ښېګړي کار بې د خپل دولت، واک او سرکار نشي کيدلای. خان شهيد ليکي:
“قامونه د چا په کومک نه ودانيږي. دا کار د خپل خپلواکه او خواخوږي سرکار د ولات يا د هېواد په کومک ودانېږي چې کارخانې جوړي کي، ولې وباسي، رودونه وتړي، ځنګلونه او مځکي ابادي کي”.
د خپل خواخوږي سرکار او د اولس تر منځ ټينګي اړيکي څومره اړيني دي په دې حقله خان شهيد ليکي چې څو کاله د وړاندي د افغانستان او ايران تر ميان د هلمند پر اوبو څه جګړه پېښه شوله، او دواړو خپلي لښکري هلته سره راغونډي کړلې. د افغانستان لښکري به له کندهاره تلې او موږ به خبرېدو. په دې وخت کې يوه ورځ کوټې ته روان وم چې د ګلستان پر سټېشن مي د پشين يو سيد وليد چې په کندهار کې ډېر لوی او اوڅار (نومياتې) پير وو. په ګاډۍ کې مي د روغ بړ پس تپوس ورڅخه وکړۍ چې دا څه هله ګوله ده او پر څه؟
خان شهيد ليکي چې زما دا خيال وو چې دا سړی به د هيواد په خبرو زيات خبر وي ځان به ورباندي پوهـ کړم. ده لومړی شا و خوا وکتل بيا يې پټ په غوږ کې راته وويل چې ايران ميران هيڅ نشته، امان الله خان دی، هڅي يې د ايران رنګ ورکړې دی چې په اولس کې ګړ بړ پېښ نشي. زه ډېر ورته حيران شوم چې دا لا څه وائي؟ بيا مي تپوس ترې وکړۍ چې په دې خبره يواځي ته او ځينې کسان خبر شوي ياست که نه ټول خلګ په خبر دي. ويلې نه ټول اولس او پوځونه په خبر دي. تر کوټي مي په دې خبره ری واهـه (فکر کول) چې د اولس او سرکار تر منځه دومره بېلتون او ناخبري وي هغه هېواد به څنګه د دښمن مخه ونيسي؟”
د خان شهيد د ژوند ليک څخه دا هم څرګنده ده چې د ملي واک ګټل څه آسانه کار نه دی. ډېر کړاونه، سختري او غمونه په ورين تندي زغمل غواړي. او دا غمونه د څه ځاني، شخصي ګټي لپاره هيڅ څوک نشي زغملی. خان شهيد ليکي:
“د هيواد دا اوسنۍ آزادي چې دوی يې ګټه خوري په ايله آسانه د انګرېزانو څخه نه ده اخيسته شوې. دا د زرګونو او لکونو قام دوستو ځوانانو د زړه په وينو او د بدن په غوښو ګټله شوې ده. او نن چې کوم خلګ د کال ۱۹۳۰م او تر هغه وړاندي قامي پتنګانو ته ځای بې ځايه او وخت ناوخته په ډېره آسانه د هېواد د دروهي، د قام دښمن او قام خرڅي وايي هغوی په دې پوهې شي چې کومي خوارۍ چې دوی وړي دي دا د هېواد، قام او دين د زوروري او ليونی ميني په چپه د بل هيڅ شي لپاره نه شي وړل کيدای. نه د دولت، نه د نامه او نه د چا د زړه لپاره دا کړاونه ګلول کيږي. او کومه آزادي او هېواد چې چا په دومره خوارو زارو ګټلی وي هغه بيا هيڅ کله د هغه هېواد او آزادي دښمني نشي کولی”.
کله په قامي ګوند کې داسي خلګ راغونډ شي چې لوی مرام يې دا وي چې د رياست په نوکريو کې ځان ځای کړي. د دې لپاره دوی د نورو وړو او مستعمره قامونو په ضد کرکه خپروي چې دوی د وطنه وشړي او د هغوی نوکرياني ځائي (لوکل) خلګو ته پاتې شي. خان شهيد يې څومره ښه ځواب ليکلی:
“که هډو د بلوچستان ګردي (ټولي) نوکرۍ د ځائي (لوکل) خلګو شي يا د بلوچستان ټول خلګ لوستي (تعليم يافته) شي نو په دې څه؟ لوی مراد خپلواکي ده. چې د هيواد واک د انګريز په ځای زموږ د خپلو خلګو په لاس کي وي. دا نور شيان خو يا د خلګو د ويښوَلو او پوهولو يوه پلمه وي او يا دې له په کار وي چې پوهـ او لوستی سړی به تر ناپوهـه، نالوستي سړي د خپلواکي په مراد ښه رسي او د خپلواکۍ د ګټلو لپاره به په آسانه سر او مال ښندلای شي او يا به د خپلواکۍ پس د خلګو او هېواد خسمانه (خذمت) په مينه او ښه توګه کولای شي”.
په سياسي مبارزه کې بل ستر ګواښ د لويو خلګو و ګوند ته راتګ وي چې ښکاره خبره ده دوی (لويان، غټان) د خپلو شخصي ګټو لپاره ورته راځي او غواړي چې ګوند د خپلي ګټي لپاره په کار راوړي. په دې د ګوند رښتني خواخوږي او تر سرتېر ملګري خپه شي. خان شهيد ليکي:
“ملګري په دې ډېر خوابدي وو چې دا خلګ ولې داسي کوي خو زه هله هم په دې پوهې وم چې دا غټان بېل خلګ دي او بېل مرادونه لري چې د هغو لپاره دې ډلي له راغلي دي او موږ بېل خلګ يو او خپل مرادونه لرو. که نن نه وي سبا به زموږ لاري ځله دوې کيږي.”
دا په نظر کې ساتل چې دا غټان خلګ د خپلو ګټو لپاره ګوند ته راغلي دي نو بايد چې دوی د ګوند په ګټه تمام شي نه ګوند د دوی. دا ډېر ګران کار وي چې د پياوړي تنظيم او د ګوند د فعاله ادارو په برکت آسانه شي.
په ګوند کې يوه ستونځه دا هم وي چې ملګري لږ سختي وويني نو شا ته شي. اولس چې ګټه وويني نو په ګوند کې ګډون کوي. د دې لپاره داسي اوچته حوصله او اراده پکار ده لکه د خان شهيد. خان شهيد ليکي:
“په ژوند کي مي يو وار يو کار نيولی يا مي يوه لار خوښه کړې ده، بيا مي ډېر کمه پرېښې يا بدله کړې ده، چپ له هغه وخت چي خپله يې په تاوان پوهـ سوی يم يا بل په پوهـ کړی يم، که نور نه وي د چا د بيري، د چا د شرمه، د چا هيلي يا د ځان د آسانۍ لپاره خو مي ګرسره نه د بدله کړې”.