د رسل وينا “هغه وخت ليري دی چې خلګ د زور په ځای انساني ايډيال ته ارزښت و لري”. په دې نړۍ کې بې له زوره بل هيڅ هم ارزښت نه لري. ځکه زاهد زهد کا چې ويره د دوژخ يې د شپې خوب ته نه پرېږدي. ملا چې په منبر کښيني د قبر لړمان او ماران يادوي. ليډران چې په سټېج ودريږي خلګ له لوږي او دښمن نه ويروي. امنيت ساتونکي خلګ په ټوپک، سزا او کوتک ويروي.
موږ زور هلته منو چې وېره ورسره تړلې وي. د غرونو په تيږو کې راشنه شوي بوټي که څه هم د ژوند زور ښائي خو وېره ورسره نه وي ځکه د خلګو ورته پام نه وي. داسي زور د ميني احساس راپاروي.
د کوم زور سره چې ويره وي هغه کرکه پاروي. د طالب له وحشت او ځناورتوب څخه خلګ کرکه کوي که څه هم په ښکاره نه شي ويلی، خو چې کله هم مناسب وخت مومي، وار ورباندي کوي. داسي په تاريخ کې موږ وينو چې زورور خلګ او قامونه، کمزوري خلګو او قامونو د ماتې سره مخامخ کړي دي.
انقلابونو (سياسي او ټولنيز) ته هغه وخت انقلاب ويل کيږي چې زور د يوې طبقې له لاسه ووځي او بله طبقه ورباندي اغيزمن کنټرول تر لاسه کړي. که داسي و نه شي انقلاب بشپړ نه وي.
محکوم قامونه تر هغه خپلواک بللی نه شي تر څو چې دومره زورور شوي نه وي چې بشپړ سياسي، ټولنيز، اقتصادي او کلتوري واک تر لاسه کړي. دا واک کله هم غاصب قوت په خوښه چا ته پرېښودلی نه دی. محکوم اولس يې په زور ترې اخلي.
د اولس زور هسې نه چې له بلې خوا راځي، د دې زور منبع هم په هغه ټولنه، د ټولني په جوړښت، سياسي او ټولنيزو ادارو کې وي. چې کله له دې زور سره همت مل شي بيا بدلون آسانه شي. که مل ورسره نه شي نو پيغور شي. لوی هند، لوی چين څو زره پيرنګيانو نيولی وو. لويه پښتونخوا څو ترهګرو نيولې ده.
زور که همت غواړي نو عقل هم غواړي. نپولين زورور وو، بيا يې په روس بريد وکړ، زور يې اوبه شو. هم داسي د هټلر سره و شوه د موسم بدلېدل يې په پام کې و نه ساتل او په روس يې بريد وکړ …. نوره کيسه تاسو ته مالومه ده.
د پوهني هم زور وي. امريکا نړۍ د ټوپک په زور لږ، د پوهني په زور ډېره نيولې. چې پوهنه نه وي زور به دي د بل په ګټه تمام شي لکه اسلامي تحريکونه، طالبان، القاعده او داسي نور. خو پوهنه يواځې هيڅ نه شي کولی. ايتهنز په پوهنه تر سپارټا زيات وو خو سپارټا دړي وړي کړی.