fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

A Free Man’s Worship

لیکوال ساهو برلاس

ډاکټر فاسټس ته ميفيسټاپوليز د ده په سټډي کي د کائنات د تخليق تاريخ داسي بيان کړ

“د فرښتو د سندرغاړو ستايني ستړې کونکي شوې. څله، دې وړ نه دې د دې ټولو ستاينو؟ دوئ ته يې بې پايه خوشحالۍ نه دي ورپه برخه کړي؟ ښه به نه وي چي ناوړه ستاينه يې وشي. هغه يې عبادت وکړي چي ده کړولي وي. له ځان سره موسکې شو او ژمنه يې وکړه چي لويه ډرامه به تعمليږي”

بې شمېره وختونه تېر شول چي يو خوپ (Nebula) بې موخي په فضا کې څرخېده. بلاخره يې ځان له صورت غوره کول پيل کړ، د مرکز کتلې سيارې وپاشلې، سيارې سړې شولې، ايشيدلي سمندرونه او لمبه غرونه هسک کړل شول وغورځول شول، د وريځو له غوټو څخه د تاوده باران څادرنو لږ غوندي کلک قشر تر اوبو لاندي کړ. او اوس په ژور سمندر کښې د ژوند اول تخم زرغون شو، او په ګټه وره ګرمي کښې ژر د وېړ ځنګل په درختو بدل شو. په خټه کي ډېر تخمونه ټوکېدل، سمندري بلاګاني روزل کېدې، جنګېدې، خوړل يې کول، او مړې کېدې. او بيا له بلاګانو څخه، څنګه چي ډرامه پرمخ تله، انسان وزېږيدئ د فکر توان، د ښه او بد علم ورڅخه وو او د عبادت کولو بې رحمه تنده ورسره وه. او انسان وليدل چي په دې ظالمي او لېونئ دنيا کې هر څه فنا کېدونکي دي، هر يو په دې تکل کي دې چې د مرګ له پرېکړي له مخه د ژوند څو شېبې غلا کړي. نو انسان وويل: ‘(د دې ترشا) يو پټ مقصد شته خو موږ يې تل ته رسېدې شو؟ مقصد يې ښه دې، موږ بايد چي د يو شي (څيز) درناوې اوکړو، په دې ښکاره دنيا کي خو هيڅ هم په درنښت نه ارزي’. انسان مبارزه پرېښوده او فکر يې دا وکړ چې خدائي اراده د انساني هلي ځلي په مرسته د انتشار څخه سم والې جوړولو ده. او چې کله ده جبلت تعقيب کړ چې ده ته د خپلو نيکه ګانو، درندګانو د شکار لخوا خدای ورکړې وو، دوی د ګناه نوم ورکړ او د خدای څخه يې بخښنه وغوښته. خو بيا په شک کې شو چې ګوندي دې به په رښتيا وبخښل شي؟ تر څو چې يې يو خدائي پلان ترتيب کړ چې د خدای غوسه ورباندي سړه کړي.

انسان چې خپل نن وران وليدۍ نو نور يې هم وران کړۍ چې ګوندي سباوون به ېي ښه شي. او د خدای شکر يې ادا کړ چې ده ته ېي توان ورکړ — د هغې خوشالۍ قربانولو چې ده تر لاسه کولې شوې. خدای موسکې شو، او چې کله ده وليدل چې انسان په پرهيز کولو او عبادت کولو کې بشپړ شوې دې نو آسمان ته ېې يو بل لمر وليږلو چې د انسانانو د دنيا لمر يې مات کړ او هر څه بيا په خوپ بدل شو.

“ښه! ده له ځان سره په ګونګسه کې وويل، لما نه به دا يو ځل بيا تعميلول غواړي”

هم داسي سرټکي دنړۍ، خو بې مقصده او بې معنیٰ، سائنس زموږ د عقيدې د پاره وړاندي کوي.  خو له دې پس، په نړۍ کې چې هر چرته وي، زموږ ايډيال بايد ځای و مومي. او هغه دا چې انسان د اسبابو حاصل دې چې د دې پای ېې هيڅ مخوېينه Prevision نه درلوده (اسباب نه وو خبر چې انسان به جوړوي)؛ د انسان ريښه، لويېدنه (وده)، تلوسې، ويري، د ده ميني او عقائد، ټول د اټومي تصادفي اړوني پايلې دي. او دا چې نه هيڅ اور، اتلتوب/غښتلوالی، نه د فکرونو زياتوالی او احساسات، د ګور شا ته يو شخصي ژوند ساتلې شي. د وختونو ټول زيار، ټول ايثار، الهام، د انساني نابغه د ټکنده غرمه غوندي ځلا مقدر، د لمريز نظام د پراخ مرګ سره وژنه ده. او دا چې د “انساني لاس راوړني” بشپړ درمسال به د يوه وران کائنات د خځلي لاندي حتماً ښخيږي.  دا ټولي خبري، که څه هم بحث ورباندي کيدې شي، خو دومره يقيني دي چې هيڅ يوه فلسفه هم چې دا نه مني، نشي پاتې کيدې. د هم دې رښتياو په خوازه/پاړ کې دننه او يواځې د کلکي ناهيلۍ په کلک بنسټ د روح استوګنځای ورورسته له دې جوړولې شې.

په داسي ناپيژندويه او غير انساني نړۍ کې د انسان غوندي بې واکه مخلوق څنګه خپلي هيلي ناککړه ساتلې شي؟ دا يو حيرانونکې راز دې چې فطرت، قادرمطلق — خو ړوند، د فضا په ګړنګونو کې د خپل سيکولر تلوار (بيړه) په بدلونونو کې، يو داسي کوچنی پيدا کړۍ چې د ده (فطرت) د قوت منونکې دې، خو بيا هم د نظر سوغات ورکړل شوې دې، د ښه و بد علم ورسره دې، د خپلي بې فکري مور (فطرت) په ټولو کارونو د نيوکي کولو وړتيا (صلاحيت) ورسره ده. د مرګ او پلارني کنټرول د نښې و مهر سره، د خپلې برخې په څو کلونو کې، په تللو، نيوکه کولو، زدکړه کولو، او په تخئيل کې د تخليق کولو (په اړه) بيا هم انسان خپلواک دې. يواځې ده (انسان) ته، له کومي نړۍ سره چې دی بلد دې، دا خپلواکي ورپه برخه ده؛ او په هم دې کې د ده تفوق دې په هغه زورور ځواکونو چې د ده دباندي ژوند تر کنټرول لاندي راوړي.

وحشي، لکه موږ چې يو، د ده (انسان) د کمزوري استحصال د فطرت د زور له مخې احساسوو، اما په خپل وجود کې بې له طاقته هيڅ هم په درنښت نه لمانځي، دی (انسان) خدايانو ته په پړمخې نسکورېدلو ليواله دې، بې له پوښتني کولو چې دا خدايان د عبادت وړتيا هم لري که نه. د ظلم او کړولو اوږد تاريخ ډير خواشينوونکې او لړزونکې دې، د ټيټوالې او انساني قربانۍ چې د کستمن خدايانو د خشم د کمولو په هيله يې وزغمل؛ يقيناً، لړزاند منونکې (معتقد) فکر کوي، چې تر ټولو ګرانبيه دې هغه وړيا ورکړل شي، د دوی د ويني غوښتنه به غلې کړل شي او نوره به ورڅخه ونه غواړي. مولوچ — لکه څنګه چې داسي عقائد په عمومي توګه بللې شې — په خپل جوهر کې د مريي تسليميدل او ځان سپارنه ده، چې زړورتوب نشي کولې، په خپل زړه کې لا هم نه، چې دې فکر ته لاره ورکړي چې د ده مالک د چاپلوسي وړ نه دې. لکه څنګه چې تر اوسه د ايډيال خپلواکي نه ده منل شوې، د طاقت به په پراخه توګه عبادت کيږي، او بې پايه درنښت به تر لاسه کوي، سره له دې چې بې کچه دړد ورکونکې دې.

په تدريج سره، چې څومره اخلاق په ځان باور پيدا کوي، د يوې آئيډيال نړۍ احساس غورځنګ کوي چرته چې عبادت، که ختم نه کړل شي هم، بايد د هغه خدايانو نه وي چې وحشت تخليق کړي وي. که څه هم ځينې خلګ د آئيډيال په غوښتنو خبر وي بيا هم په شعوري توګه دا غوښتني رد کوي او بيا هم ټينګار کوي چې يواځې لوڅ ځواک د عبادت وړ دې. داسي رويه يې نغښتې په هغه ځواب کې چې خدای ښه سړي ته په بړبوکۍ کې وويلی (د بائبل يوې کيسې ته اشاره). د خدای ځواک او علم څنګ پر څنګ پريټ (Parade) کوي خو د ښېګړي يې چا درک و نه موندلو. هم داسي رويه د هغه خلګو ده چې په نني وخت کې د اخلاق بنسټ د “ژوندي پاتې کېدو” په مبارزه ږدي. دوی دا فکر کوي چې کوم ژوندي پاتې شي هم هغه تر ټولو تکړه دي. اما څه نور خلګ چې و اخلاقي درک ته په دې ناخوښه ځواب قانع نه دي، داسي لاره به خپله کړي چې موږ يې عموماً د “مذهب خوښونکو لار” په نامه ورسره بلد يو، فکر کوي؛ چې په يوه عجيبه توګه د حقيقتونو او امثالو نړۍ يوه ده. هم داسي انسان د خدای تخليق وکړ چې ستر واکمن دې او ډېر ښه دې، او د دې دواړو صوفيانه يووالی هم داسي دې او هم داسي بايد شوې وه.

د حقيقتونو نړۍ، لنډه دا چې، ښه نه ده او زموږ د ښه و بد پيژندونکي قوه دې ته سپارل د مريتوب نخښه ده چې زموږ فکرونه بايد ترې ډډه وکړي. تر هر څه غوره دا ده چې د انسان درنښت و لمانځل شي، (او هغه داسي) چې څومره کيدې شي انسان د غير انساني ځواکونو د استبداد څخه آزاد کړل شي. چې کله موږ دا ومنو چې ځواک په پراخه توګه بد دې، او دا چې انسان، د ښه او بد د علم سره، يو خوار اټوم دې په داسي نړۍ کې چې داسي علم (د ښه و بد) نه لري، يوه لاره خوښول بيا موږ ته پرېښودل شوه: موږ بايد د ځواک عبادت وکړو که د خير/ښېګړي؟ زموږ خدای بايد شتون ولري او بد دي وي يا زموږ د وجدان د تخليق په حيث و پيژندل شي؟

د دې پوښتني ځواب ډېر مهم دې، او په پراخه توګه زموږ اخلاق اغيزمن کوي. د ځواک عبادت، لکه څنګه چې کارلائل، نيچه او ځواک خوښونکي Militarism موږ ورباندي تورن کړي يو، د يو ظالم کائنات په ضد زموږ د آيډيالز د ژغورلو د ناکامۍ پايله ده: دا پخپله و بدي ته په مزکه پريوتل دي، ومولوچ (يو پخوانی خدای) ته زموږ تر ټولو غوره شي قرباني ده. که قوت ته احترام اړين وي، نو راشۍ چې د هغه خلګو د قوت احترام وکړو چې د هغه دروغژن “حقائق پيژندنه” څخه انکار کوي کوم چې دا نه پېژني چې حقائق زياتره وخت بد وي. راشۍ چې دا ومنو، کومه نړۍ چې موږ پېژنو، کې ډېر داسي شيان دي چې تر دې به ښه وو که داسي نه وو، او دا چې کوم ايډيالز سره چې موږ نښتي يو او پکار ده چې ورسره يو د مادې په باچهي کې پيژندل شوي نه دي. راشۍ چې خپل احترام د رښتيا د پاره خوندي و ساتو، د ښائست د پاره، د تکامل د ايډيال دپاره کوم ته چې ژوند موږ نه پرېږدي، که څه هم په دې کي هيڅ هم د بې شعوره کائنات په تصويب نه ارزي. که ځواک بد دې، لکه څنګه چې ښکاري، راشۍ چې د زړه له کومي يې رد کرو. په هم دې کې د انسان رښتنې خپلواکي پټه ده: په داسي پريکړه کې چې د داسي خدای عبادت به کوو چې زموږ د خير/ ښېګړي د ميني تخليق وي، يواځي د هغه جنت احترام وکړو چې زموږ د ښه ساعتونو بصيرت راپاروي. په عمل کې، په تلوسه کې، موږ بايد چې د تل د پاره و بهرنۍ ځواکونو ته سر کښته کړو؛ خو په فکر کې، په ارمان کې، موږ خپلواکه يو، له خپل ملګري څخه آزاد يو، خپلواکه! له دې وړې سيارې، په کومه چې زموږ بدنونه په بې وسۍ څکيږي، تر دا حده چې تر څو ژوندي يو نو له مرګه هم آزاد يو. نو اوس راشۍ چې زدکړه وکړو چې د عقيدې انرژي، کومه چې موږ د ښېګړي/خير په تصور کې ژوندي ساتي، او راشۍ چې د عمل دنيا ته کښته شو، د حقائقو و نړۍ ته، (خو دا بايد په پام کې و ساتو چې) هم هغه تصور تل زموږ و مخ ته پروت وي.

کله چې د حقيقت او ايډيال اختلاف ښه څرګند شي، د سرغړوني ليونۍ جذبه، له خدايانو څخه کلکه کرکه، د خپلواکۍ د څرګندوني د پاره اړين ښکاري. د يو ظالم کائنات په ضد په پروميتيان (يوناني کيسو کې هغه خدای چې د انسان دپاره ېې له خدايانو څخه اور راغلا کړۍ) ټينګار مبارزه کول، د ده (کائنات) ټولي بدۍ تل په نظر کې ساتل، تل فعاله کرکه، هر هغه دړد چې ځواک يې اختراع کولۍ شي څخه انکار نه کول، د هر هغه چا وظيفه ښکاري چې د اړين و مخې ته سر نه کښته کوي. خو ذلت بيا هم مرييتوب دې، څله چې دا زموږ افکار د بدۍ تابع ګرځوي؛ او د ارمان شدت، کوم چې بغاوت راپاروي، کې يو رنګه ځان خوښي ده چې هوښيار ورباندي بايد غلبه و مومي. ذلت زموږ د افکارو ماته ده نه د ارمانونو؛ رواقي (د يوې فلسفې منونکي چې د غم او خوشالي څرګندونه نه کوي) خپلواکي کې ځيرکتوب په دې کې دې چې ارمانونه پرېږدي نه فکرونه. د ارمانونو په پړېښودلو کې د ګوښه کيدلو نيکي پيدا کيږي او د فکرونو په آزادولو کې د آرټ او فلسفې ټوله نړۍ جوړيږي، او د ښائست تصور، په کوم چې موږ په مخالفه نړۍ بيا بری موندلی شو. خو د ښائست تصور په ناتړلي فکر کې امکان لري، هغه فکرونه چې د ليوالو ارمانونو تر بار لاندي درانه نه وي؛ هم داسي خپلواکي يواځي د هغه خلګو دپاره ده چې د ژوند څخه د ځانګړي ښېګړيو غوښتنه نه کوي کوم چې د وخت د بدلون سره تړلي دي.

که څه هم پرېښودل/لاس اخستنه د بد د شتون شهادت ورکوي، بيا هم عيسائيت، د دې په تبليغ سره ځيرکتوب څرګند کړ کوم چې د پروميتيان د سرغړوني د فلسفې څخه مخ په وړاندي دې. دا بايد ارومرو ومنل شي، که څه هم ډېر شيان چې زموږ زړه ېې غواړي، څه پکښې امکان نه لري، بيا هم رښتني ښېګړي دي؛ نور، که څه هم، آرزو ېې په ډېر شدت سره کيږي د پاک ايډيال برخه نه جوړوي. دا عقيده چې کوم څه پرېښودل شو تل بد وي، ځينې وختونه غلط اثبات شي، خو بيا هم دومره غلط نه وي څومره چې يې بې مهاره جذبات سنجوي؛ او د مذهب عقيده چې دا دليل ورکوي چې دا (پرېښودل) کله هم غلط نه وي، د تند رښتياو د کشف له لاري زموږ د اميدونو د پاکولو زريعه ده.

په پرېښودلو کې يو بل ښه عنصر هم شته: رښتنې ښېګړه لا پکښې شته، چې کله يو څه د حاصلولو نه وي بايد چې په قهر سره و هم نه غوښتل شي. د هر انسان په ژوند کې له وخته لا نا وخته لاس اخستنه/پرېښودنه راځي. د ځوان د پاره هيڅ هم داسي نشته چې په لاس نه راتلونکي وي؛ د کلکي ارادې سره د يو ښه شي ارمان، او چې بيا هم ناممکن وي، د دوی (ځوانانو) د پاره د منلو نه دې. بيا هم په مرګ، په رنځ يا غربت يا د وظيفې په ږغ، هر يو په موږ کې بايد زدکړه وکړي چې نړئ زموږ د پاره نه ده جوړه شوې، او دا چې که يو شی هر څومره ښائسته وي، چې موږ ېې هر څومره ارمان لرو، بخت به ېې بيا هم موږ ته رانکړي. دا د همت برخه ده چې کله بدبختي راشي نو و زغمل شي پرته له دې چې د اميدونو په ورانېدو خواښيني ښکاره کړې، او فکرونه بايد له بې ځايه تاسفه و ژغورې. په دې کچه ځواک ته سر کښته کول نه دا چې سمه ده، هم دا د ځيرکتوب ور (دروازه) دې.

خو غير فعاله ماته منل ټول ځيرکتوب نه دې، يواځي په پرېښودلو موږ د خپل ايډيالز درمسال نه شو جوړولی. د درمسال فکر نيونکي امکانات د تخئيل په هولکه کې ښکاري، په ميوزک کې، د ودانۍ په سبک کې، د دليل په بې ستونځي باچهي کې، د شعرونو په جادو کې لکه د لمر د لويدلو طلائي رنګ، چرته چې ښائست برېښي او وده کوي، د غم له لاسه ليري، د بدلون له ويري ليري، د حقيقتونو د نړۍ د وهم او ناکامۍ څخه ليري. د دې شيانو په جاج کې به د جنت تصور زموږ په زړونو کې يوه بڼه غوره کړي، دا به موږ ته داسي محک (ازميښت کاڼی) راکړي چې د هغې نړۍ جاج ورباندي واخلو چې په موږ پوري اړه لري، او يوه پارونه کومه چې زموږ اړتياو ته يو ځانګړې رنګ ورکړي چې زموږ د مقدس درمسال (د جوړولو) د پاره د يو کاڼي په حيث ناوړه نه وي.

بې له هغه نادره روحونو چې بې له ګناه زوکړل شوي وي، درمسال ته تر ننوتو له مخه يوه تياره سمڅ (غار) ده چې ورباندي تېريدل غواړي. د سمڅ ور ناهيلي ده، او غولی يې د پرېښودل شوي اميدونو له شنختو (خازو) جوړ شوې دې. هلته به “وجود” مري (مړ کيږي به)، هلته ليوالتيا، د ناموخته ارمانونو حرص به وژل کيږي، يواځي په هم دې توګه روح د بخت له امپراتوري خلاسېدلی شي. د سمڅ دباندي ور (چې لاس اخستنه/پرېښودنه ده) بيا روښانه ځېرکتوب ته سړی رسوي، چې رڼا ېې نوې بصيرت، نوې خوشالي، نوې زړه سواندې، مخې ته ځليږي چې د زيارت کونکي زړه ورباندي خوشاليږي.

کله چې د بې سېکه (سست) سرغړوني (بغاوت) له تريخوالي پورته، موږ دواړي چاري زده کړو (يو دا چې) دباندي د بخت واک منل (بل دا چې) او دا منل چې غير انساني نړۍ زموږ د عبادت وړ نه ده، نو آخر به د بې شعوره کائنات بدلول او بيا جوړول ممکن شي، د تخئيل په ديګ کې دا (کائنات) له بېخه بدلول، چې د ځلېدونکي سره زرو يو انځور د خاورو د بت ځای واخلي. د حقيقت په ټوله نړۍ کې چې بېلا بېل شکلونه لري — د ونو، غرونو او ورېځو په سترګو راتلونکي شکلونه، د انساني ژوند په پېښو کې، تر دا چې د مرګ په مطلق قدرت کې — د تخليقي ايډيالزم بصيرت د يو داسي ښائست انعکاس موندلې شي کوم (ښائست) چې په لومړي ځل د ده خپلو افکارو جوړ کړې وي. په هم دا توګه ذهن په بې سنجشه فطرت د خپل نازک تسلط څرګندونه کوي. څومره چې د ده د کار مواد بد وي، څومره چې د ناروزلي ارمان ناکامه کونکي وي، هومره به د ده لاس راوړني لوی وي چې مقاومت کونکې تيږه په دې مجبوره کړي چې خپلي خزانې راوباسي، د ده د وياړ ډک بری په دې کې دی چې مخالف قواوي د ده د بري د نندارې (جشن) و لويولو ته مجبوره کړي. تر هر فن، تراژيدي د وياړ وړ ده، بری موندونکي ده، دا خپل ارګ د دښمن د هيواد په منځ کې جوړوي، د دې د غره په لوړه څوکه، د دې نه نيول کيدونکي د څارني برجونه، د دې کېمپونه او وسله تون، د دې د پلټنه قطارونه او کلاګاني؛ ټول ښکاره دي، د دې د ديوالونو دننه خپلواک ژوند روان وي، د مرګ، دړد او ناهيلۍ لښکري، د مستبد بخت چوپړ وهونکي کپتان، د بې باکه ښار ښاروال زغملی شي چې د ښائست نوې منظره وي. دکلا مقدس ديوالونه خوشاله وي، او استوګن يې په نه فنا کيدونکې لوړوالي درې واره زيات خوشاله وي. احترام و هغه زړور جنګياليو ته چې د جنګ په بې شمېره وختونو کې يې زموږ د پاره د خپلواکۍ بې سارې ميراث خوندي وساتلی او بيا يې د خپلواکو خلګو کور له بې شرفي بريدګرو څخه پاک وساتلۍ.

د تراژيدي ښائست هغه کيفيت نه څرګندوي کوم چې په لږ يا ډېر په ښکاره بڼه، په ژوند کې هر چرته شتون لري. د ژوند په ننداره کې، د هغه دړد په زغملو کې چې د زغملو نه وي، يو تقدس شته، يوه لويه ويره، د پراختيا احساس، ژورتيا، د وجود نه ختمېدونکې راز، په کوم کې چې د دړد په يوه عجيبه خړوبي کې، کړېدونکی، د غم په مزي له نړۍ سره تړل شوی وي. د بصيرت په دې لحظو کې، موږ د موقتي ارمان ټوله ليوالتيا له لاسه ورکړو، د وړو موخو د پاره مبارزه او هلي ځلي، د بې اهميته شيانو ټوله پاملرنه کوم چې و ظاهري نظر ته ورځينی عادي ژوند جوړوي، موږ پوهـ شو، د نری دړي ګېر چاپيره چې د انساني ملګرتيا په رڼا کې ځليږي، تياره سمندر دې چې په رغړنده څپو يې موږ د يوې لنډي دقيقې د پاره پورته کښته شو، په لويه شپه کي يواځې، يوه يخه چاودنه زموږ په استوګنځای؛ د انسانيت ټول يواځيتوب د مستبد ځواکونو په منځ کې د يوه وګړي روح ته چمتو وي، کومه چې به يواځي مبارزه کوي چې هر څومره زړورتوب لري، د کائنات د ټول بار په ضد چې د ده په اميدونو او ويره کې ری هم نه وهي. بری، په دې مبارزه کې د تيارو له ځواک سره، د اتلانو په درانه مجلس کې رښتنې د تعميد غسل (هغه غسل چې د عيسوي کولو په وخت ورکول کيږي) دې، د انساني وجود په بريالي ښائست ور دننه کېدلو رښتني مراسم. د بهرنۍ نړۍ سره د روح د مخامخ کېدو د لړزونکي پېښي څخه، پرېښودل، ځيرکتوب او زړه سوی زېږي؛ او د دوی له زېږېدو سره يو نوې ژوند پئېل شي. هغه ځواکونه چې مخه يې نه نيول کيږي، د کومو چې موږ ګوډاګي ښکارو، د زړه زيارت ته دننه کول — مرګ او بدلون، د تېرشوي وختونو نه راستنېدل، د کائنات د پوچوالي څخه تر پوچوالي پوري ړندې تازيلي (تادي) ته د انسان بې وسي — دا شيان احساسول او مالومول داسي ده لکه بری چې ورباندي ومومې.

له هم دې کبله تېر شوې وخت دومره جادوګر قوت لري. د ده بې خوځښته او چپ انځور لکه د مني د پای ښائسته پاکوالې، کله چې پاڼي، که څه هم يوه ساه يې راغورځولی شي، بيا هم د آسمان په مقابل په يوه طلائي برم ځليږي. تېر وخت نه بدليږي نه هلي ځلي کوي، لکه ډنکېن (يوه امريکن ډانسره) د ژوند د ناکراري تبي پس ښه ويده شي؛ کوم چې ليوال او نيواکګر وو، کوم چې ووړ او موقتي وو، ګار شول، کوم شيان چې ښائسته او تل پاتې وو داسي ورڅخه وځليږي لکه په شپه کې ستوري. د دې ښائست، د هغې روح د پاره چې وړ يې نه وي، د زغملو نه دې، خو هغې روح ته چې په بخت يې بری موندلې وي د مذهب کونجۍ ده.

د انسان ژوند، که دباندي ورته وکتل شي، د فطرت د ځواکونو سره که مقايسه کړل شي، ډېر وړوکې شی دې. مريې بې له دې بله لار نه لري چې د وخت، بخت او مرګ عبادت وکړي، څله چې دا تر هر هغه شي لوئي دي چې دی يې په ځان کي ويني، او دا په دې چې د ده ټول فکرونه له هغه شيانو څخه جوړ شوي وي چې دوی (وخت، بخت او مرګ) يې ډېر په چابکي سره خوري. لکه څنګه چې دوی لوی دي، د دوی په حقله ډېر فکر کول، د دوی بې جذبې برم حسول، پخپله ستر کار دې. هم داسي فکرونه له موږه خپلواکه انسانان جوړوي، موږ د حتمي/اړين و مخې ته د ختيځ تابعيت په څېر سر نه کښته کوو، موږ يې جذب کړو، او د خپل وجود برخه يې وګرځوو. د ځاني خوشالۍ د پاره مبارزه پرېښودل، د موقتي هيلي ليوالتيا پرېښودل، د تل پاتې شيانو د پاره په يوه جذبه سوځېدل — هم دا خلاسون دې، او هم دا د خپلواک سړي عبادت دې. او دا خپلواکي د بخت فکرونه اغيزمن کړي؛ بخت پخپله د ذهن ځپل شوی دې چې هيڅ هم د وخت پاکونکې اور ته نه پريږدي.

د خپلو ملګرو سره په يووالی، په يو داسي تړون چې تر هر تړون ټينګ دې (او دا تړون) د شريکي بدبختۍ دۍ، خپلواک سړی پوه شي چې يو نوی تصور تل له ده سره وي، چې د ژوند په هر ورځني کار د ميني رڼا شيندي. د انسان ژوند په تياره کې ستړې مزل دې، چې په  نظر نه راتلونکي ځواکونو کې راګير وي، په ستړيا او دړد خوږ کړل شوی، د داسي منزل په لور چې لږ خلګ ېې د رسېدو تمه لري، او هلته به يو هم تر ډېره استوګه و نه کړي. يو يو، څنګه چې دوی روان وي، زموږ ملګري زموږ له نظره ووځي، د زورور مرګ په خاموشه حکم ونيول شي. څومره لږ وخت له موږ سره وي چې د دوی مرسته وکړلی شو، کوم کي چې د دوی د خوشالي او خواري پرېکړه کيږي. هم موږ به د دوی په لارو د لمر رڼا پاشو، د خواخوږۍ په ملهم يې د غم بار سپک کړو، دوی ته د نه ستړې کيدونکي ګراني سوچه خوشالي ورکړو، بايللې همت يې ور ټينګ کړو، د ناهيله کيدو په وخت کې باور ورکړو. راشۍ چې په نازړه تول کې د دوی ښېګړي او عيبونه و نه تلو، خو بس د دوی د اړتياو په حقله فکر وکړو — د دوی غمونه، مشکلات، ړوندوالی، کوم چې د دوی د ژوند خواری جوړوي؛ راشۍ چې ياد وساتو چې دوی هم په دې تياره کې زموږ غوندي ځپل شوي ملګري دي، له موږ سره د يوې تراژيدي لوبغاړي دي. او هم داسي چې کله د دوی وخت آخر شي، چې د دوی ښه و بد د ماضي په ابديت کې تل پاتې شي، هم موږ به د دې احساس کوو، چرته دوی و ځورېدل، چرته دوی پاتې راغلو، (خو) زموږ هيڅ يو عمل د دې علت جوړ نه شو؛ خو چې کله به هم د مقدسه اور ترغزي د دوی په زړه کې رڼا وکړه، موږ به ډاډ ورکولو ته چمتو وو، د خواخوږۍ سره، د زړورو ټکو سره چې لوړ همت به پکښې ځلېدلۍ.

د انسان ژوند لږ او بې وسه وي؛ په ده او د ده په توکم باندي څوکه، بې رحمه او تياره يقيني بدبختي لويږي. ښه و بد ته ړوند، د ورانی بې مخي، زوروره ماده بې له مخنيوي رغړي؛ د انسان د پاره، نن مجبوره دې چې خپل نازولی و بايلي، سبا به پخپله د تيارې له ور څخه تيريږي، يواځې دا د زړه خوشالولو پيلامه ده، تر دې له مخه چې وار راځي، هسک فکرونه چې د دده وړه ورځ اوچتي درجې ته رسوي؛ د بخت د مريي بې زړه ويري له پامه وغورځوي، په هغه زيارت کې عبادت وکړي چې د ده خپلو لاسونو جوړ کړې وي، د چانس له امپراتوري بې زړه نه شي، د هغه خپل سري استبداد څخه خپل ذهن ليري ساتل کوم چې د ده په دباندي ژوند باچهي کوي، له وياړه ډک مبارز د هغه ځواکونو په ضد چې مخ نيوی يې نشي کيدلی او زغمي يې ، د يوې دقيقي لپاره، د ده پوهنه او د ده غندنه، ايکړه دوام ورکول، ستړې خو ياغي اتلس، نړۍ چې د ده خپل ايډيالز جوړه کړې که څه هم د بې شعوره ځواک چختاړونکې پرېډ (مارش) روان وو.