fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

خوشحال خان خټک او نطشے

لیکوال ساهو برلاس

نطشے د نولسمي پيړئ جرمن فلسفي او شاعر دې. د خپلي ټولني هرهغه “رښتيا” چي په واقعيت ابدي رښتيا ګڼل شوي وو د کره انتقاد لاندي راوړل. د “اوورمين/سپرمين” او د زور/ پاور لاس ته راوړلو تکل” مفکورې يې ډېري نومياتې دي. اقبال هم ورڅخه استفاده کړې وه او نوم يې ورله “مرد مومن” ورکړ. بابا د نطشے نه هم وړاندي وو ځکه ورته اوليت حاصل دې. لاندي به د نطشے د پورته يادي شوي دوؤ مفکورو مقايسه د بابا له ديوان سره اوکړو.

نطشے: ستر انسان غصه ناکه نه وي خو سخت وي. مذبذب نه وي، د خلګو د نظر دومره پرواه نکړي. بې ځايه درنښت او داسي نور د رمې اخلاقيات يې نه وي خوښ (نطشے خلګ په دوه ډوله وېشي يو رمه ـــ د ميښو بيزو/وزو غوندي او بل د قهرمان.اوورمين/سپرمين غوندي). که لارښودنه نه شي کولې نو يواځې روان وي. دې پوهـه وي چي دې له نورو څخه بېل/جلا دې. ده ته د نورو خلګو پشان کېدلو کي هيڅ خوند نه ښکاري. چي کله له ځان سره نه ږغيږي نو په ماسک خپل مخ پټ کي. داسي يواځيتوب ورسره وي چي هغه ته د چا پوچ ويل يا ښه ويل لاره نه کوي.

خوشحال بابا:

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک : له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک

مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد : نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک

لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې : د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک

نطشے: زما له هغه چا سره مينه ده چي خپل ځان له د ښه والي (فضيلت)   موخه وټاکي او بيا ددې موخي لپاره يا خو ژوندې وي يا ورپسې مړشي.

خوشحال بابا:

تر مطلوبه پوري شرط د رسېدو دې : کـــــــه تمامه لار په وينو شي الوده

په جهان د ننګيـــــالي دي دا دوه کاره : يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

نطشے: ښه څه دي؟ هر هغه څه چي د زور د زياتوالي احساس بشپړ کي. بد څه دي؟ هر هغه څه چي له کمزوری څخه زېږي. خوشالي څه ده؟ د دې احساس نوم دې چي “زور/طاقت” زيات شواو مقاومت ختم کړل شو.

خوشحال:

که توفيق د اتفاق پښتانه مومي : زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

اتفاق په پښــــــتانه كي پيــــــدا نه شو : ګنې ما به د مغل ګرېوان پـــــــاره كړ

نطشے: د سخي روح سره مي مينه ده چي له چا نه څه نه اخلي خو چي څه ورڅخه وي هغه وېشي (تقسيموي) او د ځان لپاره هيڅ نه ساتي (زېرمه کوي).

خوشحال بابا:

چي وهل، خوړل، خورول کا هغه باز دې يا شاهين دې

چي ئې سوړې لـــــره وړينه يا ميږې دې يا فاره (مږه)

نطشے: فرد هر کله د قبېلې لخوا په يره کي وي. که د ځان ځانګړتيا ساتې (د دوئ په رنګ نه ګډېږې) بيا به يواځي ئي او کېدې شي ګواښونه ورته پېښ شي خو هيڅ بئيه هم د خپل جوهر ساتلو نه ګرانه نه ده. په فرد کي دومره لېونتوب نه وي لکه په ډېري (هجوم) کي. د قبيلې موخه هم بايد دا وي چي د يو عالي فرد روزنه وکړي نه دا چي ډېر بې مقصده خلګ لوئ کړي او که د يو عالي فرد لپاره قبيله قربان شي هم تاوان نه دې.

خوشحال بابا:

نه يو باز د سردرو نه ډېري چرګې : د ځنــګلو مزرې يــو، ګيــدړ هـزار

نطشے: د انسان لپاره بيزو څه ده؟ د خندا څيز، لا دړدونکې شرم. هم داسي عام سړی د “سپرمين” مخې ته ښکاري. د خندا څېز يا دړدونکې شرم.

خوشحال بابا:

نه ئې ننګ شته نه ئې شرم : څــــه نــابود دي دا سـګان

لکه سپين هسې جار وځي : د مغـــــــل په اش و نـــان

نطشے: مذهب (پلورونکي) د ابدي سکون په تکل کي خلګ ستړي کړي. ستړې روح د غم، د بې انتها غم له خونده خبره نشي. هغه غم چي سړی يې د خپل ستر مرام د ګټلو لپاره زغمي. او دا ستر مرام د زور، قوت لاس ته راوړٰل دې.

هر څيز تعبير ته اړتيا لري. په يوه معين وخت کي چي کوم تعبير غالب وي هغه د زور له کبله وي ـــ  نه د رښتيا.

خوشحال بابا:

د نـــــــامردانو ورسره کار نشته : غم د مردانو دې، مردان د غم دي

دا دويم برخي ته يې ځير شئ چي د انسان ستر مرام د زور/طاقت تر لاسه کول دي او بيا د بابا په دې شعر خوند واخلۍ. يو بل ځای نطشے وائي چي “نه ضرورت, نه آرزو, خو د زور تر لاسه کولو ارمان د انسان لپاره لوئې راپارونکې عامل/فېکټر دې”

پښتانه چي نور څه فکر کا نابود دي : بې د توري خلاصې نشته په بل کار

بل هغه سړی احمق بللی بویه : چې بغیر تورې دعوا کا د ملکونو

نطشے: چپتيا (خاموشي) ډيره بتره ده. هر هغه رښتيا چي و نه وئېل شوه زهر شي.

خوشحال بابا:

زه خوشحال کمزورې نه يم چي به ډار کړم : په ښکاره نـــــــارې وهم چي خله يې راکړه

نطشے: چي څومره ليک شوې دې، ماته تر ټولو غوره هغه ليک ښکاري چي سړي يې په خپله وينه ليکي. په وينه يې ليکه او ته به پوهـه شې چي وينه روح ده. څوک چي په وينه د متل غوندي ليکني کوي هغه د لوستلو نه، په زړه د ليکلو وي. په غرونوکي تر ټولو لنډه لار له يوې څوکي تر بل څوکي وي خو د دې تګ لپاره اوږدې پښې پکار دي. متلونه هم د دې لوړو څوکو غوندي دي. چا ته چي ويل کيږي هغه بايد چي ستر او لوئ وي.

خوشحال بابا:

چي دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم : چي خوشحال راوړ له کومه دا ادراک

په عالم زما خبرې، خلګ کا په نژدې لرې : په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه

زه يې چا لره وهم قــدر يې چازده :  په اور وسېزه داتـــورې قلمــــونه

نطشے: ته وائې چي “زه”، او په دې ټکي وياړې. خو تر دې هم ستر—- که څه هم ستا به پرې باور نه شي—- ستا صورت او ستا ذهن دې چي “زه” ويل نه کړه، عمل کوي.

خوشحال بابا:

مرد هغه…..

لږ ويل ډېر يې کول پـــه خاموشۍ کې : د غونچې غوندي خله ډکه، سينه چاک

خپل عمل چې سړی سپک کا : لکه خــــس هسې يې ورک کا

نطشے: د ژوند او اخلاق مفهوم د سړي له زړه سره تړلې وي. روغ، جوړ، قوي فرد خپل ځان په ويرونکي ازموينو کښې لټوي. ژوند د بې پايه امکاناتو نوم دې او روغ سړی هومره پکښي مومي څومره چي ممکن وي. هغه مذهبونه چي خلګو ته زړسوی، له خپل ځان څخه کرکه کول، ټيټ والی، ډډه او (هيڅ بې هيڅه) ځان مجرم ګڼل ښائ — دروغجن دي. ښه ژوند تل متحول، سيالۍ ته بلل، له پښيماني څخه تش، شديد، تخليقي او خطرناک وي.

خوشحال بابا:

په جهان کښې که ځوانان دي هم هغه دي : چي و سختې وته ونيسي ځانونه

هر چي ستا د زړه رضا واړه هغه کړه…

چي محنت په ځان قبول کا راحت مومي : رنج او ګنج سره دا دواړه دي تړلي

په شوکت لکه شهباز شه په همت لکه عنقا : لکه چغه هسې مه شه، نه ئې رنګ نه ئې معنیٰ

زوئ هغه دې چي خوئ د باز لري : لوئ لوئ ښکارونه، لوئ لوئ پرواز لري

نطشے: ستوماني چي تر منزله په يوه ټوپ رسېده غواړي، په يو ناوړه ټوپ، يوه عاجزه او جاهله ستوماني چي نور غوښتل نه غواړي. هم دې ستوماني خدايان او له دې دنيا پس جهانونه تخليق کړي دي.

خوشحال بابا: (د بري لپاره داسي لاره ټاکي)

که سرداري غواړې بلا دې دوره : عقل و همت راوړه بيا جود بيا توره