fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

ويلهم فريډرک هيګل او حمزه خان شنوارې

لیکوال ساهو برلاس

هيګل د اتلسمي پېړئ جرمن آئيډلسټ فلسفي وو. د حرکت، بدلون او ارتقا پياوړې مبلغ وو. که څه هم “کانټ” په آئيډلسټ فلسفيانو کښې د قدر وړ دې او تر هيګل يې منونکي ډېر شته خو ما دلته کښې د هيګل او حمزه بابا فلسفه ځکه سره مقايسه کړه چې د هيګل د ژوند د آخري شېبو جرمني او ننئ پښتني ټولنه کښې دومره توپير نشته. هغه جنګ, ګډوډي او وارخطا اولس چې ښکاره تګلاره نه لري. د داسې حالاتو چې کوم اغېز په

Portrait of Georg Wilhelm Friedrich Hegel (Photo by DeAgostini/Getty Images)

اجتماعي شعور او قامي دانش لويږي هغه د ول ډيورانټ په دې وينا کښې ښه ليدلې شو.

“ناشونې وه چې د مبارزي، شخړې، ارتقائ جدلياتو فلسفي — د قناعت مبلغ جوړ شي خو د جنګ او بې پايه ګډوډې (کنفيوژن) پس د شپېتو کالو زوړ سړی دا حق لري چې امن، چوپتيا او قناعت غوره کړي” (د فلسفې کيسه)

زموږ د تولني پکښې انځور نه ښکاري؟

دويم لامل (د هيګل د غوره کولو) يې دا وو چې د هيګل له فلسفې څخه مارکس ډېره استفاده کړې ده چې د راتلونکي وخت به تر ټولو اغېزناکه فلسفه وي. دهيګل د “تاريخ فلسفې” ته مارکس “د طبقاتي مبارزې” نوم ورکړ، د هيګل د فلسفې “اړتيا” (Necessity) ته يې د “سوشلزم حتمي” (Inevitable) او د هيګل د “مطلق” (Absolute) تصورچې د “وخت د روح” (Zeitgiest) په مرسته به يې تاريخ ته لاره ټاکل — مارکس اولسي غورځنګونو او اقتصادي قوتونه د هر بدلون لاملونه وګرځول. د ول ډيورانټ په وينا “هيګل ـــ سامراجي پروفېسر ـــ د سوشلزم اګئ وشاربلې”.

مارکس منلي دي چي ما د هيګل له جدلياتو څخه لويه استفاده کرې (هم دا جدليات د مارکسسټ فلسفې بنسټيز اصول ټاکي) خو دا جدليات په سر ولاړ وو ما په پښو ودرول.

زما به هڅه دا وي چې د هيګل او د حمزه بابا د مابعدالطبيعاتي فلسفې څخه ډډه وکړم (که څه هم ځينې مثالونه به راشي) ځکه چې هغه ځان له کتابونه غواړي او زه نه پوهيږم چې زه به ورسره څومره انصاف وکړم (څله چې مابعدالطبيعات زما کله هم د څېړنو موضوع نه دي پاتې شوي نو ځکه څه پرې ليکلې هم نشم).

زما دويمه هڅه به دا وي چې د هيګل او حمزه بابا د فلسفې څخه هغه دسر ټکي راواخلم چې يو لنډيز غوندي به شي. او پيل به يې د هيګل د دې بيان څخه وکړم چې ده د علم په حقله کړې دې او هم داسي يې حرکت پکښې را غونډ کړې او هم موضوع او معروض.

“په مجموعي توګه علم درې اړخيزه حرکت دې. د دې پيل له حسي ادراک څخه کيږي او ورسره يواځي د معروض شعور وي. بيا د حواس د تنقيدي شعور له لارې دا يواځي موضوعي شي. له دې پس دا د خودشعوري تر منزله پورې رسيږي. په دې منزل کښې موضوع او معروض بېل نه وي. دا “خود شعوري” د علم معراج دې.

حمزه بابا شاعر دې. خوږ ژبې دې. په اولسي ژبه يې دا فلسفه داسي ليکلې ده. دا ړومبنی حرکت د حسي ادراک (چې پکښې يواځي د معروض شعور وي) بابا څومره په رواني بيان کړې

يم د ګل په تماشــــه

ګل د ګل په تماشـــه

نرګسي لېمه په ترڅ

د بلبل په تماشـــــــه

دويم حرکت (چې د حواس د تنقيدي شعور له لاري دا موضوعي شي)

تماشه کړي تماشه

تماشه وړي تماشه

او خود شعوري ــــــ د علم معراج ـــــ چې نه پکښې معروض پاتې شي نه موضوع

نه حيرت شته نه حيران

(که دا سندره د ټکر په ږغ کښې واورېدل شي او بيا يې دا ترتيب په ذهن کښې ونيول شي ـــــ خوند به يې لا ډېر شي)

هيګل د مفکورې (آئيډيا ــــــ په اولسي مفهوم کښې نه) په حقله ليکي چې مفکوره د بېلا بيلو فکرونو د يو بل سره د تړون نوم دې. موږ د يو شي (څيز) په حقله هغه وخت فکر کولې شو چې له يو بل تصور سره يې وتړو او بيا د دواړو تر منځ يووالې او ځانګړتياوي درک کړو. مفکوره د نورو تصوراتو سره د تړون بغېر تشه وي. ( دهيګل د دې وينا مفهوم هم دغه دې چې خالص وجود او نه شتون يو دې).

هم دغه فکر که د هيګل له دې فکر سره وتړل شي نو پيغام به يې نور هم ښکاره (واضح) شي.

“تر هر تړون زښت آفاقي تړون د بېلا بيلو صفاتو او تضاداتو له يو بل سره تړون دې د فکر هر حالت لا د شيانو (څيزونو) تصور او هر صورتحال ـــ ارومرو د خپل ضد حالت، تصور يا صورتحال ته مخامخ کيږي. دا تضادات سره يو شي او بيا يو لوئ ا وپيچيده وجود جوړ کړي. دا جدلياتي حرکت د هيګل په هره ليکنه کښې ښکاري (هم دا خبره ارسطو کوله چې د تضاداتو علم يو دې).

بابا هم تضادات، انفرادي وجود او د هغه ځانګړتياوي مني خو د يوه وجود د مراتب په حيث ورته ګوري. او لکه څنګه چې هيګل ويلي دي چې د علم په معراج کښې دا تضادات ورک شي هم داسي ورته حمزه بابا ګوري:

عشقه چې د عقل د وسواسه نه دي خلاص کړم

پوه شوم چې ژونــد خو پيدا نــــه دې لـه تضاده

په “انساني انا او پوهـه” کښې ليکي “د اکي يوې انا احساس هغه وحدت پيد کوي چې زموږ دا محسوس کثرت ټول پکښې ورک شي”.

شب نمي ګل جوړ آئينــــــــــه دئ د خندا او ژړا

دا په اضدادو کښې وحدت د حيرانئ ورځي دي

مــا چې نن حــــمزه د هغـو سترګو ديدن کړې دئ

اوس د آشنا سترګي دي چي ګورم د چا سترګو ته

بيرته به هغه سندرې ته راشو (د حمزه بابا د فکر ترجمانه ده).

غازه ګل اننـــــګي ګل

ګل د ګل د پاســـه ګل

ګل د پان په شونډو ګل

ګل حنـا له لاســـه ګل

ګل شو ګل هر څه ګل

په زړه ګل په لېمه ګل

ګل بــدن ګل ريـــحان

په صوفيانه اصطلاح کښې زړه لويه معنیٰ ورکوي. تاسو دلته ترې د حمزه بابا “انائې اصغر” اخيستې شئ. چې په زړه ګل شي او په لېمه هم نو هر څه يو ښکاري. دا په اضدادو کښې وحدت … د حيرانئ ورځي دي. او دا ټول اضداد بيا يو پيچيده وجود جوړ کړي چې دلته ورته د “سپرلي” تشبيه شوې ده. سپرلي څيري کړو ګريوان. هم دا د ګريوان څيرل د انائې اکبر خودنمائ ده. هم دا د مطلق حسن و خپل ځان ته ځير کاته دي او بيا پيدائ ده. هم دا ډېره پيدائ ده چي انسان د هغه مخ له کتو نا پديد کړي

هېګل د تضاداتو شتون اړين او د پرمختګ عاملين ګڼي لکه چې وائي “ارتقائي خوځښت د تضاداتو پرله پسې پرمختګ دې، د تضاداتو په يو بل کښې ورکېده دي او له يو بل سره يې روغه (مفاهمت) ده.

که څه هم په اول نظر بابا د تضاداتو نه منونکې ښکاري او ورته د نظر وهم وائي او داسي ښکاري لکه چې د انسان هلي ځلي د خوب پايکوب شمېري.

دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه

نــــه چرته تلی نــــه درغلی يمــه

 خو په ژور نظر چې ورته ځير شې نو بابا هم د تضاداتو ځاني ځانګړتياو ته پاملرنه کړې ده.

“حيوانيت هم يو انفراديت دئ او د نورو افرادو پڅېر خپل انفراديت قاېم ساتي” (ژوند)

“د هغه فرديت د خپل کليت نه جدا نه وي خو په يو حيثيت د خپل اصل نه جدا وي لکه بړبوکۍ د اوبو نه. ليکن په کل کښې د هغه فرديت د وجود سره سره د کل مزاج هم لري. د فرديت په حيثيت هر وخت خپله ننداره ويني او د کل په حيثيت د نندارې د کتو نه بې نياز هم وي” ــــــــــ د خوشحال خان خټک يو شعر

په دې وينا کښې د فرد انفراديت (ځاني ځانګړتياوي) منل شوي دي خو ورسره د کل خبره هم شته.

په عشق کښې داسې مرحله هم راشي

مـــا هغـــه ګوري زه هغـــه ګورمـــه

دا تماشه کول او تماشه کېدل بې له يو ځاني وجود د بشپړ احساس نشي کېدلې او دا ځاني وجود خو کله کله دومره خود سر شي:

ما كوز ورته ليمه كړه زمـا سر نه ټيټېده

شايد چې په الفت كې هم افغان پاتې كيدم

د دې ټولو احساساتو سره بابا د يو بشپړ وحدت د معنوي احساس نه نه اوړي.

حــمزه د عشق پــه تــاثر کښـې وي بـلا وحـدت

غشي وريږي، هسي ښکاري چې بانړه پرانيزي

که څه هم (لکه په مخکينئ ليکنه کښي چې وويل شو) د تضاداتو فنا کېده، په يو بل کښې ورکېده او د يو لوئ او پيچيده وجود احساس کول، هيګل او بابا دواړه د پوهني معراج ګڼي خو په دې مرحله کښې هيګل د تضاداتو ورکېده ابدي نه ګڼي. د هيګل په فلسفه کښې (د تضاداتو د ورکېدو پس) يو بل تضاد را مخته شي او د ارتقا عمل هم له هغه پخواني پړاونو څخه بيا تېريږي (د تضاد رامنځ ته کېدل، شخړه پيدا کېدل او بيا د تضاداتو له يو بل سره روغه).  دا ابدي ټېلماټېل او شخړه د هيګل د فلسفې په هر اړخ کښې څرګند دي. وائي:

“مبارزه د ودې (Growth) قانون دہ۔ کردار د دنیا پہ طوفانونو او فشار کښې جوړيږي. انسان تر خپل هسک ځای (مقام) پوري د جبر، ذمه واري او ستونځو له لارې رسيږي. تر دې چې دړډ خپل ځان لره دليل لري. دا (دړد) د ژوند نخښه او د بيا رغوني راپارونکې دې. جذبه هم د شيانو (څيزونو) په منطق کښې ځای لري. په دنيا کښې هيڅ يو لوی کار هم بې له جذبې نه دې تر سره شوې. د نپولين د خپلي انا ميړانه هم ـــ که څه هم سړی نه پرې پوهيږي (چې څله) د اقوام پر مختګ کښې برخه اخلي”

د بابا د فلسفې سر ټکي هم داسي ويلې شو — له طوفانونو سره مبارزه، له جبر څخه تر اختيار پوري رسېدل او له ستونځو څخه تېښته نه مخامخ ورته درېدل، پښتنه حوصله پېدا کول، د انائې اصغر څخه انائې اکبر جوړول (که څه هم د ادب په ژبه ورته په “انائې اکبر کښې فنا کېدل” ويلې شو خو ماته هغه د نطشے “د قوت لاس ته راوړلو تکل” ښکاري).

برند که حوادث  دي د وختونو په ککو کې
زه بـــه حوصـله هم  پښتنه ورتـه پيدا کړم

هم دا حوصله، د پياوړي مبارزې جذبه، د بابا فلسفه د ماوراء الطبيعه د نورو فلسفيانو د منفي توب څخه ژغوري او پکښې خوند، رنګ او د ځان موندلو او په بيا بيا د تخليق کولو تکل ژوندی ساتي.

جذبـــه، بـده نــــه ده، نـور مي مـــه چېړه

څومره چې غصه شي هومره ښه ښکاري

د بدها او شوپنهار غوندي يې دارمان/خواهش مرګ نه دې خوښ — “هم دغه انسان د بدي خواهش هم کوي او دې خواهش ته د ضابطې قيزه هم اچوي” (انساني انا او پوهـه)

د دړد د اړتيا په حقله يې څومره ښه ويلي دي “انساني ضمير د همېشه راسې خپل ځان يعني انسان د ملامت په غشو ويشتلئ دئ خو انسان تر اوسه د هغو غشو د درد لذت نه دئ محسوس کئ. او که چرته په يو وخت کښې ئ محسوس کړئ هم وي نو ډېره لږه موده پس د حيوانيت پاهـه د هغۀ زخمونو سترګې پټې کړې دي.”

د بابا دا وينا څومره ژوند ته نژدې ده. “يو انسان هم په امن و امان کښې خپله وجودي ارتقا جاري نشي ساتلی. (تاسو ورته د کتابت غلطي ويلې شئ، څله چې د حمزه بابا په دې پسې نوري ليکي ښکاره د دې خبري په ضد دي) ـــ ژوند ۹۱م مخ

ژوند ته اوګوره ژوند څۀ دې ، همه کار دې همـــــه کار دې

هغـه ژوند پـه مرګ حساب دي، پـۀ دنيـا چې بې روزګار دي

هيګل د ژوند په حقله ليکي چې خپلواکي ګټل ژوند په ځانګړي ډول په خطر کښې اچول دې او کوم فرد چې ژوند په خطر کښې نه کړې د يو فرد په حيث خو به پېژندل کيږي خو دا فرد د خپل امتياز/پېژندګلوي رښتيا ديو خپلواک خودمشعر په څېر تر لاسه نه کړل. (Phenomenology of Spirit)

دا د خپلواکئ تکل د بابا په شعر او نثر کښې يو غوندي څرګند دې.

عشقـه کـه وصـــال د سرکوزئ پــه بدل راشي

خدائيګو پښتون هوډ مې انکاري دئ له دې داده

“دا حقيقت دئ چي انسان آزادي خوښونکئ دئ” (انساني انا او پوهـه)

او د هيګل دا وينا چې “ژوند په خطر کښې کول”… بابا څومره ښه ويلي

د فنــا پــــــه ويـره لا شي ښکلا ډېــره

سحر سترګې ته، مسکا د سحر غږ وه

هم دا د خطرونو سره لوبه، پېغلي ولولې، اوچتي جذبې، د خپلواکي ليوال زړه او د يو ځانګړي وجود احساس بابا د قبرونو له تصوف څخه بېل، د يو اوچت فلسفي په څېر موږ ته را پېژني چي د ژوند مبارز دې نه د خلوتونو زاهد. زموږ ضرورت دې نه ذهني خوش ګذراني

د هيګل په فلسفه کښې د “تاريخ د تيوري” چې کوم مقام دې دهغه اهميت به د  جوسټين ګاردر له دې وينا څخه په ښه شان څرګند شي. “موږ په شک کښې يو چې د هيګل خپله فلسفه هم وه که نه. کومه چې خلګ د هيګل د فلسفې په نوم پېژني هغه د “تاريخ پر مختګ” زده کولو طريقه ده”. هيګل د جرمن رومانټيسيزم په ښه ورځو کښې نوم وګټلو. هيګل د هغه وخت هره مفکوره په خپله فلسفه کښې ځای کړه. خو په رومانټيسزم يې نيوکي هم وکړې. د دې مفکورې پلويانو ويل چې د ژوند ژور مفهوم په “جهاني روح/قوت” کښې پټ دې. هيګل هم دا اصطلاح کاروي خو د انسان لپاره (موضوعي روح/قوت). د ده په اند دا روح يواځې انسان لري (پرته له رومانټيکس څخه، چې د فطرت هر مظهر يې د دې جوګه ګڼلئ). له دې لاري هيګل موږ ته په تاريخ کښې د “جهاني روح” پر مختګ ښائ.

له دې لنډيز روستو به د هيګل په خپله وينا کښې د تاريخ د تصور لټون وکړو.

“د نړئ تاريخ دخوشحالئ تهيټر نه دې. د خوشحالئ وختونه په دې کښې د تش پانړو (خالي صفحات) غوندي دي. دا د هم غاړي کېدو وختونه وي. او دا ستومانه هوسائي له انسان سره نه ښائي. تاريخ يواځي په هغه وختونو کښې جوړ کړل شوې دې په کومو کښې چې “دحقيقت تضادادت” په وده (Growth) حل کړل شوي دي لکه څنګه چې د ځوانئ زړه نازړه والی (Hesitation) او شډلوالی د پاخه عمر په سوکالي او نظم و ترتيب کښې بدل شي”.

“تاريخ يو جدلياتي حرکت دې په کوم کښې چې په خلګو پسې خلګ، نابغه (Genius) پسې نابغه د مطلق آله کار جوړيږي”.

اوس به د حمزه بابا د تاريخ په حقله د ده نظر وړاندي کړو او بيا به پرې خپل نظر ورکړو.

حمزه بابا په (ژوند) کښې د تاريخ په حقله د لائيستنيز وينا نقل کوي او بيا پرې تنقيد نه کوي. نو زما په فکر، منلې شو چې د حمزه بابا هم دغه نظر دې.

“تاريخ د بشريت يوه قصه يا رومان دئ. پکار ده چې ماضي د حال نه حاضر وګڼولکه چې حال ظاهري دې. ځکه چې هم دغه حال تکراريږي خو په مختلفه درجو او زمانو کښې. دا حاضر حال محمول دئ په ماضي او حامل دئ د استقبال. په هيڅ ځای کښې طبيعت بيا بيا تکرار نه کوي. “کل يوم هو في شان” دئ. په هيڅ ځای کښې دوه حالتونه د يو بل په څېر نه دي. البته يو برڅېرن نظر دغه څېزونه په يو حال ليدلئ او ګڼلئ شي. د هغو هېه په څېر والي او مشابهت ډېر جزي دئ او په اکثرو حالاتو کښې هغه يو اختلاف وي”.

په هم دې کتاب کښې د ميږي او شاتو مچئيو د مثالونو پس بابا دا ثابته کړي چې فطرت د يو قوت او مرکز شا و خوا افراد غونډ کړي چې ترې يو لوئ مقصد حاصل کړي.

د دواړو په فکر کښې د يووالي نکتې:

۱. انسان په تاريخ کښې مجبور دې، يوه وسيله ده چې يو ستر قوت يې د خپل مقصد لپاره استعمال کړي

۲. د تاريخ پرمختګ يو مقصد/موخه لري

۳. دا موخه ورته يو زورور قوت (مطلق/انائے اکبر) ټاکي

۴. مستقل، تل پاتې حالت شتون نه لري

دا آخري نکته (لکه په مخکينئ ليکونو کښې چې وويل شو) سپړل د تاريخ د تيوري د تفهيم لپاره مهمه ده. دلته به د دواړو مفکرينو خپل نظر د دې په حقله وړاندي کړو چې “تل پاتې حالت شتون نه لري”.

“جدلياتي پروسه له بدلون څخه د ژوند اساسي اصول جوړوي. هيڅ يو حالت تل پاتې نه دې. په هره مرحله کښې يو تضاد وي او دا تضاد يواځې د “مخالف شخړه” له منځه وړلې شي.” ــــــــ هيګل

په لنډه توګه د هيګل “تاريخ، سياست او رياست او د دوئ په خپل منځ کښې د تړون” په حقله، د هيګل دا وينا به موږ ته يو ښه نظر راکړي:

“د سياست ژور قانون خپلواکي ده. د بدلون لپاره يوه پراخه لاره ده. تاريخ د  خپلواکي وده Growth ده او رياست منظمه خپلواکي ده (لا بايد چې وي)”. د خپلواکي دا تکرار څرګندوي چې هيګل د درې واړو شتون د خپلواکي لپاره مهم ګڼي. لکه څنګه چې هيګل د تضاداتو ليوال دې، هم داسي د رياست په حقله دې وينا کښې د تضاد پلوی ښکاري. په خپلو ليکنو کښې رياست د خپلواکی لپاره اړين ګڼي او هم دا وائي چې فرد دي د رياست تابع وي.

د دې پورتنئ وينا مقايسه به د بابا له ليکنو سره وکړو. اول به يې دا وينا راواخلو چې “….د بدلون لپاره يوه پراخه لاره ده”. د بابا شعر دې:

حجره د زړونو بويه چې پراخه پښتانه کا

بيا ځای د پکښې پسته د حالاتو مېلمانه کا

د بدلون د جدلياتي پروسه په حقله بابا ليکي:

“او چي نه ئ قبلوي نو د انسان په بنيادي عناصرو کښې شخړه پېدا شي. د دې شخړي نتيجه داشي چې غالب او حاکم حيوانيت هغه جوړ شوې تمدن ختم کړي او بيا د يو بل نوي تمدن بنياد کښيږدي. خو چې کله دا دويم تمدن هم کامل شي او د هغه اثرات په خارج پرېوځي نو د انسانيت په تحت الشعور او لا شعور کښې بيا په هغه تنقيد شروع شي او چې انسانيت ورته هرکلی او نه وائ بيا بحراني حالت شروع شي او څه موده پس حيوانيت نوې نظام جوړ کړي.”

حالات خو منګوټي دي په ارهټ د زمانه کښې

ډکيږي او تشيږي اوبـــــه خور د ژوندانــــه کا

د بابا د رياست په حقله نظر:

“تر څو چې انسان د تهذيب او تمدن په حقله په فطري قانون روان نه شي او د اعتدال په نقطه کلک او نه دريږي تر هغه به د هغه نظام د هغه نوع د پاره ښه زيرئ او نه لري او نه به هغه د يو داسې رياست په جوړولو کښې کامياب شي چې د هغه نوع د پاره د صحيح انساني ارتقا ضمانت کولئ شي”.

د تاريخ په حقله خو د دواړو د نظر په حقله موږ وليکل (که څه هم اختلاف پکښې شته خو موږ يې اختلافي نکتې نه څېړو) اوس به يې د پورتنئ ليکنو په رڼا کښې د رياست په حقله د دواړو د نظر يو والی ته اشاره وکړو.

دواړه مفکرين د رياست شتون د انسان لپاره اړين ګڼي. او رياست د يو مقصد د پوره کولو لپاره وسيله شميري. هغه مقصد منظمه خپلواکي، د خپلواکئ شعور لا انساني ارتقا ده. سره له دې چې دواړه آئيډلسټ وو خو ورسره د يو قومي رياست پلويان وو. د هيګل په فلسفه کښې د قامونو هغه مقام/ځای دې کوم چي د مارکس په فلسفه کښې د طبقاتودې.

“هيګل وائي چي د تاريخي ارتقا اصول قامي ذهانت دې. په هره زمانه کښې داسي قام وي چي مقصد يې د دنيا پر مختګ وي (د جدليات له هغه ځای څخه کوم ته چي دنيا رارسېدلې وي). بې شکه چي په دې دور کښې دا جرمن قوم دې”.

حمزه بابا په (ژوند) کښې ليکي
چي تر څو پښتون منظم، آزاد، خوشحال او قوي نه وي، ټول ايشياي هم منظم، آزاد، خوشحال او قوي نشي پاتې کېدې.

د مليت نـمره د پـرخې پــه څېر
ستا ددې شوخو پلوشو سره ځم
دا چي خرد هم په ملت ځاروي
زه دې هم داسي لېونو سره ځم

پای

ماخذونه

ـــــــــــــ

  1. Lectures on the philosophy of world history — Hegel
  2. Phenomenology of Spirit — Hegel
  3. History of Western Philosophy — Bertrand Russell
  4. Story of Philosophy —- Will Durant
  5. Sophie’s world — Jostein Gaarder
  6. ژوند — حمزه بابا
  7. انساني انا او پوهـه — حمزه بابا
  8. د خوشحال خان خټک يو شعر — حمزه بابا
  9. د حمزه بابا ديوان — کتابتون ټولنه