fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې نعیم خان

د تالبانو په نړیوال سیاست اغیزې( دویمه برخه)

لیکوال نعیم خان

نیټه  لومړی اګست ۲۰۱۳

  په روانه پیړۍ کښې د څارګریزو ادارو په لمسون د متحده ایالاتو جمهور خوښه حکومت داسې بي جمهوره او لاقانونه کارونه وکړل چې تاریخ به ورته تل د کرکې او ناخوښۍ په سترګه ګوري. نه یوازې دا چې د خپل وګړو یې مالومت پټ وساتل، خو مالوماتو ته یې په لاس رسي بندیزونه ولګول او د مالوماتو په عامه کولو یې خپل وګړي په زندانو کښې واچول. دغه رنګه د ګوانټا نامو د زندان رغونه او ساتنه خپله د امریکا د قانون په ضد ده او د بشري حقونو د نړیوال اعلان سراسر سرغړونه ده، د دغه نړیوال اعلان تر مخه هر سړی حق لري چې په قانوني توګه خپله دفاع وکړي، لکه چې په کښې ویایي” “Article 7, All are equal before the law and are entitled without any discrimination to equal protection of the law, article 9, No one shall be subjected to arbitrary arrest, detention or exile, article 10, Everyone charged with a crime is entitled equally to a fair and public hearing by an independent and  impartial  tribunal”(Guantanamo Bay)

د دغه زندان لپاره نه خو د امریکا په کورني قانون کښې اجازه شته دی او نه په نړیوال قانون کښې. دا کوم جواز دی چې په خپل هېواد کښې بي قانونه کار نه کوم خو دغه کار په بل هېواد کښې کوم( ګوانټانامو زندان) او کوم جواز دی چې امریکا د ټولې نړۍ حساس مالومات راغونډوي او که یو څوک د دوی مالوماتو ته لاس رسی وکړي نو ۱۳۶ کالو لپاره زنداني کیږي، ځکه د دوی مالومات classified   نومیږي. جرم په هر ځای کښې جرم دی او د قانون په وړاندې ټول برابر دي! دا هغه جملې دي چې خلکو به د غرب څخه ‌ذده کولې. نن د دې ټولو سرغړونو لپاره د غرب سره فقط یو جواز دی او هغه دا چې تالب ډیر خطرناک دی. دا څنګه امکان لري چې تالبانو ټول غرب دې ته اړباسو چې غرب خپل way of life   هم بایلو.

موږ ډیر پخوا د پیرنګۍ په یوه کتاب کښې داسې لوستي ول چې د تورې شپې نه د بي قانونۍ تیارې زیاتې تورې وي. د ګوانټا نامو زندان د بي قانونۍ هغه تور تم دی چې یو ورځ به په درسته نړۍ خپلې تیارې خورې کړي، د بلګې په توګه د دغه زندان په یوه کوچنۍ برخه کښې خو څه زندانیان ژوند کوي چې کله کله ورته د بشري حقونو او میډیا څه کسان د اعتبار پریستلو لپاره ورځي، خو څه مالوم د دغه زندان په تیاره خونو کښې څه څه کیږي؟ ایا دا یوه لاربتوار دی چې په کښې ټول وژونکي وایروس جوړیږي؟ ایا دغلته ترهګر تربیه کیږي او مختلیف هېوادو ته لیږدول کیږي؟ د ګوانټا نامو په دغه تیاره خونه کښې یو داسې څه کيږي چې حتی د امریکا د اولس مشر په علم کښې بایدهم نه وي.

تالب د یوه داسې نړیواله اجنډې نوم دی چې تر مخه یې د ټولې نړۍ استقلال او ازادۍ ته خطر متوجو دی.کوم تالبان چې د میډیا له لارې په پاکستان او افغانستان کښې موږ ته ښودل کیږي، ډیر امکان لري چې اصل تالبان د دوی تر شا پټ وي او دوی یې په دا دنده ګومارلي وي چې چیرته هم څه پیښه یا چاودنه کیږي چې دوی یې پړه په غاړه واخلي. په داسې کښې عمران خان غواړي له کیاني او نوازشریف نه ځان پوه کړي چې دا څه کیسه ده. کیسه دا ده چې پاکستان ته خو یومخیز کار ورکړل شوی دی چې تاسې تالبان لرئ، هغوی ستاسې په هېواد کښې چاودنې کوي، موږ په دا جنګ کښې ستاسې ملګري یاست، ستاسې قربانو ته د قدر په سترګه ګورو او درته پوره پوره تاوان درکوو، د پاکستان واکداران خوښ دي چې مړي په سوات او وزیرستان کښې کیږي او تاوان یې پینډۍ او اسلام اباد ته ورکړل کیږي.هغوی په دې هېڅ غرض نه لري چې په راتلونکي کښې به داسې مړي د نړۍ په هر هغه هېواد کښې کیږي چې د ګوانټانامو د زندان ساتونکي یې په کښې غواړي او تالبان به یې پړه په غاړه اخلي. دا تجربه اوس د پاکستان نه عربي هېوادو ته غزیدلې ده او امکان لري چې ډیر زر تالب ټولې دریمې نړۍ ته متوجه شي. د تالب کیسه که یو اړخ ته ډیره ساده ښکاري نو بل اړخ یې دومره پیچلی دی او اوږدې او ژورې پایلې لري. غرب داسې تیروتنې پخوا هم کړې دي او په راتلونکي کښې هم د غرب څخه له دغو ډول تیروتنو ګومان شونی دی. نه ده پکار د پاکستان پوځي او سیاسي واکداران د یوې داسې نړیوالې لوبې لوبغاړی شي چې پرې نه پوهیږي.