تا غزاله مړه کړه،
ریښتیا هم د سارا هوسئ او غرونؤ غرڅنئ دي ښکار کړه، په ډېره نارترسئ دي وویشتله.
تا هونرمنده ووژله، تا هونر مړ کؤ.
ځان له دي پلمه پیدا کړه. د غیرت او ننګ پلمه. په دې هم دې پلمې دي یو ګل ورژولؤ.
خو ستا پلمه د دروغؤ پلمه ده. ته د خپلې انا په دام کښې بند پاته یې. ته د ملا د کوډګرؤ ویناؤ تر اغېز لاندي بې سده او بې خوده يې. ته د تورتم د دؤد بندیوان یې. ستا په سترګؤ دومره درنه او تکه تؤره تیاره پرته ده چي د رڼا په هرې پلوشې دي سترګې برېښي. ته رڼا نه شې زغملای.
دا ته یوازي نه یې د تورتمونؤ سوداګر. ستا په شان د غمازانؤ، موزیانؤ او وژونکو شمېر ډېر زیات دی.
ستا ملګرؤ بخت زمینه ووژله.
هغو خو یاسمین خانه ووژله.
هغؤ ایمن اوداس ووژله.
تاسي خو پخله د لاهور د جواهرو د منډئ توافونه کوئ، خو بل چا د خپلې خوښې د واده ایجازه هم نه ورکوئ.
تاسي خو لواتت په ډېر ناز او برم کوئ خو بل چا ته د مینې د څرګندلؤ ایجازه هم نه ورکوئ. هو دا د ملا کانون دی.
لېوني فلسفي څه ښه ویلي دي:
زه چي مینه وکړم نو یا لوت شمه یا عاد
ته چي خرمستي کړي، یا محمود شې یا ایاز
د رایونډ، د دیوبند او د ازهر ټؤله کوډګري دي د شبړې او شډلې پښتونولئ سره داسي یوځاي کړې دي چي یو سخته خترناکه ګډوله ورڅخه سازه کړې ده.