fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان مقالې

ایا په په افغانستان کښې جنګ شته؟

لیکوال سرؤبن کاکړ

په سربېرنه تؤګه خو دا یوه بې مانا او بېخي پوچه پوښته ښکاري. ځکه چي په دې ګرده نړئ کښې به داسي هیڅؤک پیدا نه شي چي ووايي، په افغانستان کښې جنګ نشته.

د لوېدیز رسنیزې شبکې  او جالونه دومره ارت بېرت خواره واره دي چي د دې وړې دونیاګئ هر وګړی یې پر دې ګای سځ کړی دی چي په افغانستان کښې جنګ دی. افغانان په تېره بیا پښتانه د تالیبانؤ شکومي او ملاتړي دي. او تالیبان بیا ډېر خترناک ترهګر دي. په افغانستان کښې پرته له تریاکؤ بل هیڅ ډول کر کرونده نه کیږي. خلک يې ډېر وږي دي. له افغانستان څخه د لندن او واشینګټن کوڅؤ او ښارؤ ته سخت ګواښ مخامخ دی. نو ځکه خو پکار ده چي امریکه په افغانستان کښې لنګرکؤټونه ساز کي.

خو دی یوه داسي افغان وګړي په تؤګه چي د افغانستان روانه کشاله یې له لویه سره بیا تر ننه پوري، د هورا له غلبلؤ څځه رانیولې بیا د الله اکبر تر رمباړؤ پوري، له سره ښاماره بیا تر اوسني شابازه پوري هره هره شېربه او هره هره لنداره او ګړئ مي بېخي ښه په یاد ده، زه دا رېښته لرم چي د لاندینیؤ غټؤ غټؤ نخښؤ نیشانؤ ، پوښتنؤ او شکونؤ پربنسټ دا و وایم چي په افغانستان کښې جنګ نشته:

دلته جنګ د چا او چا ترمنځ دی؟ د ډرامې لوبغاړي ولي بدلیږي؟ او بیا هم ډرمه ولي روانه ده؟ ایا دا د کمونیسټانؤ او ایسلامپالؤ جګړه ده؟

که ایا دا د هیکمتیار او مسوده جنګ دی؟ هغوی خو ټؤل اوس په یوه سرکار کښې ګډ کار سره کوي.

ایا دا د تالیبانؤ او مجاهدینؤ ترمنځ جنګ دی؟

ایا دا د پاکستان او امریکې تر منځ دی؟

ایا دا د روس او امریکې تر منځ جنګ دی؟

ایا امریکه او ورسره دوه شلې ملګري میلتونه ریښتیا هم تالیبانؤ ته ماتې نه شي ورکولای؟

ایا ناټؤ د غزني تر اندړؤ هم کمزورې ده؟

ایا پاکستان ریښتیا هم دومره نر دی چي تالیبانؤ ته پيسې او درستې ورکوي چي په زرګونؤ امریکایان، اوروپايان په افغانستان کښې ووژني؟

ایا دا پر کونړ باندي هره ورځ د پنجاب ړانده توغندي  چي راځي نو د امریکې ټؤل دوربینونه ړانده شوي وي؟

ایا امریکه او یاران یې ریښتیا هم د پاکستان د ځواب نه دي؟ کزاپي او سدام خو یې د سترګؤ په رپ کښې هغې بلې دونیا ورپارسل کړل.

امریکایان او یاران یې څرنګه داسي ډاډه دي چي له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کښې جنګ نه وي؟

ایا تالیبانؤ دوی ته خبر ورکړی دی چي دوی به هغه وخت له ترهګرئ لاس واخلي؟

تالیبان څرنګه کتر ته ځي راځي؟

چا هلته د هغوی لپاره دفتر جوړ کؤ؟

تالیبان څرنګه کتر، انکرې او ټوکیو ته تګ راتګ کوي؟ په کومه الوتکه کې؟ پر کوم پاسپورټ؟؟ ویزه له کومه کوي؟ بیا بېرته چېرته ولاړ شي؟

ولي د تالیبانؤ درستې او پيسې نه تمامیږي؟

ولي افغانستان خوار ساتل کیږي؟

ولي د برېښنا مخه نیول کیږي؟

ولي تریاکؤ ته وده ورکول کیږ؟

ولي بډؤ، غلا او ټګئ ته پراختیا ورکول کیږي؟

ایا  په افغانستان کښې جنګ د امریکې او یارانؤ یوه ګډه پروژه نه ده؟

امریکه او اوروپا ډېرې ګډې پروژې لري. لکه د بېلګې په تؤګه په سویز کښې، د سیرین یا CEREN  پروژه چي اوس اوس یې د هېګز بوزون یا د مادې د جوړښت او ټینګښت اسلي نوغی یې وموندلؤ. دا یوه خورا رغنده پروژه ده. همداسي امریکه او اوروپا نارغنده او شیتاني پروژې هم لري. له هغؤ څځه یوه پروژه په افغانستان کښې جنګ دی. یو داسي جنګ چي جنګ نه دی، بلکې یوه پروژه ده.

خو پوښتنه دا ده چي دا پروژه د څه لپاره؟؟ موخه یې څه ده؟

چين ولي خاموش دی؟ د روس ولي زبوند وهل شوی دی؟ سمه ده چي شینګايي همکاري یې جوړه کړې ده خو په خوله بیا هم څه نه وايي چي په افغانستان کښې څرنګه جنګ دی.

نن امریکې افغانستان د ناټؤ ناغړی ملګری جوړ کؤ. ګورو به چي اوس به څه کیږي؟ د ناټؤ ناغړې ملګرتیا به ت، ت، ت (تالیب، ترهګري، تریاک) ورک کړي او که به دا ډرمه نؤره هم اوږه کړي؟

هر افغان ته پکار ده چي دا ډرمه وپېژني. دا جنګ نه دی. دا د امریکایانؤ او تالیبانؤ ګډه ډرامه ده.