fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

تور مریی له سپين بادار سره راغلی ؤ

لیکوال افغان جرګه

کله چي په ۱۹ پېړئ کښې پرنګي نیواک د افغانستان او پارس له لارې  پر هند باندي د روسي یرغل ختره وانګېرله نؤ یې د افغانیستان باچا، امیر دوست مامد خان، ته یې د دوستئ امر وکولؤ. خو افغان باچا ورته د دې دوستئ لپاره د پېښول شرت کښېښؤدلؤ، کوم چي پرنګي نیواک ته د منلؤوړ نه ؤ.

د پرنګي لوی استازی، لاټ اکلنډ، له هغه وروسته له داسي هال سره مخامخ شؤ چي د سیک رنجیت سینګ یا افغان دوست مامد خان ترمنځ له یوه سره دوستي وکوي. هغه رنجیت سینګ خوښ کؤ او دوست مامد یې دوښمن وګرځولؤ، او سم یې د هغه د باچهئ اړولؤ او پرځای یې د شاشوجا کښېنولؤ هڅې پیل کړې.

 

په مئ ۱۸۳۸ کښې یې سر ویلیم میکناټن لاهور ته واستولؤ چي له رنجیت سینګ سره په دې باره کښې وراسه وکوي. پر ۲۶ جون د شاشوجا، رنجیت سینګ او پرنګي لخوا یو تړون لاسلیک شؤ، کوم ته چي درې اړخیزه تړون هم وايي.

په دغه تړون کښې د افغان امپراتورئ په بېلابېلؤ برخؤ، لکه کشمیر، اټک، هزاره، پېښور، بنو، ټانک، کالاباغ، دېره جات او مولتان باندي د سیکانؤ واکمني ومنل شوه، او د پاته افغانستان د تباهئ لپاره یې ملا وتړله. بیا یې پر افغانستان باندي ۳ څرګند جنګونه او یو همېشنی ناڅرګند جنګ وتپلؤ.

د دغؤ څرګندؤ او ناڅرګندؤ جنګونؤ په ترڅ کښې پرنګي د سیک پنجابي په مرسته افغانیستان پوپناه نه کړای شؤ.

نو بیا یې له ۲ نړئوالې جګړې راوروسته پر ولکه شوې افغان خاورې باندي پاکستان جؤړ کؤ او پاته افغانیستان د تباهئ دنده یې موسلمان پنجابي ته وسپارله او ورسره یې پښتون ملا، پير، اخوانی، تالیب او تبلیغی هم ملګري کړل. دوی ټؤلؤ د افغانیستان د تباهئ یوه داسي جګړه روانه ساتلې ده چي په تاریخ کښې یې کم ساری ترسترګؤ کیږي.

نن که امیر دوست مامدخان، رنجیت سینګ او لاټ اکلنډ نشته، خو پېښور هماغسي بېننګه او له برمه پرېوتی دی، او ورسره کابل او کندهار هم زخمي زخمي دي. خو د افغان هؤډ همهغه د امیر دوست مامد خان هؤډ دی. پر پېښور سودا ناشونې ده.

که سیکندر راشي، یا که بابر راشي

که چنګېز راشي، یا که انګرېز راشي

نؤر به ډېر راشي او ولاړ شي

پېښور به دلته وي

دا خیبر به دلته وي

د پښتون پښتو به پاته وي

د افغان ننګ به تل پاته وي