fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

د افغان سرتېرو لخوا د بهرنیانؤ وژنه

لیکوال افغان جرګه

نن سبا د افغانستان په جګړه ایز چاپېریال کې یوه نوې خبره دا ده چي هغه بهرني پوځیان د افغان سرتېرؤ لخوا په ډزو وژل کیږي چي د همدوی لخوا روزل کیږي.

د دغې اېسندې (پدیدې) ډول ډول ماناګانې خلک باسي. په لوېدیځو رسنیؤ کې خورا پراخې خبرې ورباندې روانې دي او هم لیکنې ورباندي کیږي.

تر ټؤلؤ زیاته چي کومه خبره کيږي هغه دا ده چي په افغان اوردو کې تالیبانؤ ځای موندلی دی، او یا په بله مانا دا چي د افغان سرتېرو د تالیبانؤ لاره ریښتوني بللې ده. د رسنیؤ پر داسي څرګندونؤ باندي تالیبان هم خورا خوشاله دي، او بیا په خپل وار سره نور هم دې خبرې له زؤر ورکوي چي، هؤ دوی اوس په افغان اوردو کې خواخوږي لري.

ریښتیا خبره داسي نه ده. نه څؤک په میلي اوردو کې د تالیبانؤ ملاتړي دي او نه یې خواخوږي دي. ولي دا لس کاله داه خواخوږي او ملاتړ نه ؤ؟ میلي اوردو خو تر لسؤ کالؤ زیات وشول چي د همدې تالییانؤ پرچپه جنګیږي. اوس خو اولس هم د تالیبانؤ له لاسه دومره تنګ شؤ چي هره ورځ د یوې اولسوالئ خلک ورپسې راپورته شوي وي. د هیواد په ګوټ ګوټ کې پرګنې په تالیبانؤ پسې راپورته کیږي او له خپلؤ سیمؤ یې باسي. نؤ بیا څنګه اپوټه د میلي اوردو سرتېري بیا د تالیبانؤ تر اغېزې لاندي راځي.

ریښتیا خبره دا ده چي کومه جګړه چي په افغانستان کې روانه ده هغه بهرنیانؤ او تالیبانؤ په ګډه پر افغان میلت باندي تپلې ده. دا تپلې او دروغجنه جګړه دومره اوږده شوه چي نؤر نؤ د افغاني سرتېرؤ په ګډون هر څؤک تر دوؤ سپږمو ورڅخه راغلی دی. د افغان اوردو دا غوسه د ټؤل افغان اولس د غوسې یوه وړه بېلګه ده. افغان سرتېری په دې خشمېدلی دی چي نه یې روزنه پوره کیږي او نه وسله ورکول کیږي. هغه په غړېدلؤ سترګؤ ویني او ګوري چي دا جګړه یوه ډرامه ده چي بهرنیانؤ  او تالیبانؤ په ګډه روانه ساتلې ده. او ټؤل زؤر یې تر افغان سرتېرو او اولس خیزي. چي کله یوه سرتیري ته دا خبره په زبات ورسیږي چي بهرنیان په افغانستان کې جګړه ختمول نه غواړي بلکې اوږدول یې غواړي، او د افغانستان بیارغونه نه، بلکې همداسي کنډي کپر او مجبور یې غواړي نو د ډېرې ناهیلئ او نامېندئ، ګورم او غوسې له لاسه کېدای شي چي هغه د خپل توپک خوله پر خپلؤ بهرنیؤ ملګرؤ راواړوي. دا کار له ډېرې ناچارئ کیږي.موږ په دې خپه یو. داسي باید و نه شي. خو زموږ په غوښتلو یا نه غوښتله هیڅ هم نه کیږي. ۴۴ بهرني هیوادونو ته پکار ده چي افغانستان سره ریښتونی کومک وکوي. چي دا جګړه همدلته غوڅه شي. چي بیا نه د دوی زامن پکې وسوزي او نه زما اولس. نور دا تریاک، تالیب او ترهګر له موږ څخه لري کي.

اوس هر څؤک په دې پوه شوی دی چي جګړه او ترهګري په افغانستان کې نشته. دلته په لوی لاس بهرنیان تریاکو او ترهګري ته لاره هواروي. تریاک، تالیب، او ترهګري د لوېدیځ تر ټولؤ لوی سټراټیجیک ځواکونه دي. لوېدیځ تالیب ته د دوښمن نه، بلکې د یوې ښې وسلې په سترګه ګوري. دوی دواړه د افغان اولس، د خپلؤ اولسونؤ او درستې نړئ په سترګؤ کې خاورې اچوي. دوی ډېرې زؤرورې او پیاوړې رسنئ لري چي هر ډول دروغؤ ته د ریښتیاؤ بڼه ورکولای شي.

خو دا دروغ به تر کله؟ اوس له اولسمشره کرزي رانیولې بیا تر یوه کمینه وګړي پوري هر څؤک دا وايي چي د ترهګرئ ځالې د افغانستان په کلیؤ کې نسته، بلکې بل چېرته دي چي دور ورباندي ښه خبر هم دي، او په ډېره اسانئ یې همهلته تباه کولای هم سي.