توره (ډیورنډ) کرښه د ټول افغان پر سینه لګېدلی هغه کرغېړن ناسور دی چي له تاوه یې زموږ د وطن وګړي خو پرېږده غرونه او ځنګلونه هم کړیږي.
خو نادره خبره دا ده چي ملا جان، امریکه، پرنګی او پنجابی بیا تر موږ هم زیات پرېشان دي.
د جنرال مشرف په وخت کې کله چي د افغانستان اولسمشر په لویه جرګه کې له پاکستانه د دوستئ غوښتنه وکوله نو ملا پزلرامان سخت ناکراره شؤ او ویل یې چي افغانستان دي د ډیورنډ کرښه ومني سوله به پخپله راشي.
له تور او سپین پرنګي خو ګیله نشته. ځکه چي سپین پرنګي ډیورنډ دا کرغېړنه کرښه د افغان پر سینه وایستله او بیا یې ورله تور پرنګی څوکیدار جوړ کؤ.
خو موږ د امریکې په بند نه پوهیږو چي ولي پر دې توره کرشه دومره مینه ده. کله پاکستان په (سېټو) کښې او کله یې په (سېنټو) کښې لوبوي.
که پاکستان ترهګري کوي، تالیب ساتي، الکایده راته پالي، زروي بم جوړوي، ځانمرګي تیاروي نو امریکه ورله نور ډالر ورکي، ورله نورې وسلې ورکي.
په ۱۹۵۴ کښې د امریکې اولسمشر، ایزن اور، له افغانستانه په ډېره بې شرمئ د تورې کرښې د منلو غوښتنه کړې وه. د امریکې د همدې شرمناک دریځ له کبله افغانستان له ډېرې ناچارئ پخواني شوري ته مخه کړه چي په پای يې هغه ناورین شو چي له نن هم زموږ کور پکښې سوزي.
نن بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل ویلي دي چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي.
موږ امریکې ته دا خبرداری ورکوو چي له افغانان دي له خوږ ګوتي نه نیسي او له دې شرمناک دریځ دي لاس واخلي.