fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان لیدلوري

په افغانستان کي ونډئ بازار، خو؟!

لیکوال سرؤبن کاکړ

د “ایسا” سروال، وفيولا ایفتخار، ویلي دي چې د هیواد د چؤچ، ودې او پرمختګ لپاره په افغانیستان کې ونډئ بازار (سټاک مارکېټ) رامینځته کول ډېر ضروري دی، او د دې موخې لپاره يې کار هم پیل کړی دی. مرغ دي يې ښه وي!!!

افغانیستان نن هم د نړئ یو داسي هیواد دی چي ونډئ بازار نه لري. د دې مانا دا ده چي دلته چؤچ (اقتصاد) بېخ بنیاد نه لري. دلته پخه او ټینګه پانګونه نه شي کېدای. دلته بانکي سمزار (نظام) پر خپل پښؤ نه سي درېدلای. دلته چي هر څوک یوه پیسه ټکه ګټي هغه به پردیؤ بانکونؤ کې زېرمه کوي. ماا دا ده چي دا هیواد به خوار وي. او دا خو بېخي څرګنده ده چي خوار هیوادونه خپله ازادي او خپلواکي نه سي ساتلای.

د ټؤلؤ ستونزؤ مؤر یوه ده. او هغه ده د برېښنا نېستي. ترڅؤ چي په دې هیواد کې برېښنا نه وي، تر هغؤ دلته نه بانک جؤړېدای سي او نه ونډئ بازار او نه هم نؤره زېربینا.

یوه ملګري مي راته ویل چي کؤرنئ يې لا اوس هم په پېښور کي میشته ده ‎، ځکه چي د کؤر ښځمنې او کمکیان نه غواړي چي ننګرهار ته راستانه شي. وايي کله چي هم ورته د بېرته ستنېدلؤ ووایم نؤ راته وايي تر څؤ چي زموږ کلي ته “بيجلئ” نه ده راغلې موږ خدایږو که پل هم درسره واخلو پر دا لؤر.

زموږ ښارونه ورځ په ورځ پراخیږي او د خلکؤ شمېر مو زیاتیږي. ودانئ جوړیږي، سړکونه څه نا څه رغیږي، پوهنتونونه، ښونځي، روغتونونه او داسي د ژوند په هره برخه کښې څه نا څه پرمختګ ترسترګؤ کیږي. خو که د برېښنا چېټه و نه تړو دا هر څه راته د شګؤ بند ښکاري.

په کار دا ده چي د اولس د هر وګړي، سیاستوال او تر ټؤلؤ مخکي د پانګوالؤ، سوداګرؤ او کارخانه والؤ په خوله دا یوه غوښتنه وي چي برېښتنا، برېښتا، برېښنا!!!!

زموږ لوستونکي او ښؤونکي د پؤهنتون د یوې لوهې پر کشاله لاریون کوي، خو د برېښنا پر ستونزه لا تر اوسه خبر هم نه دي. راځئ چي په دې باره کي سیمینارونه وکوو، جرګې وکوو، سلا وکوو. پر هر ټي وي باندي هره ورځ مولایان او سیاستوالان بې مانا خبرې کوي هم خپل وخت خرابوي او هم د کتونکو. پکار ده چي پؤهان، اینجنران او پانګوال راسي پر ټي وي باندي د افغانستان د برېښنا غمیزه وڅېړي او چېټه یې وتړي.

د هیواد پانګوالانؤ، سیاستوالؤ، سؤچ ټانکونؤ او په تېره تېره سرکار او اولسمشر ته پکار ده چي تر ۲۰۱۴ پوري زموږ د ټؤلؤ یو اواز، یوه خبره ، یوه غوښتنه او یوه موخه وي: برېښنا، برېښنا، برېښنا …………………