fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري نړۍ

د لوېدیځ مرکزونه او رسنئ او سپیان یو خوی لري

لیکوال افغان جرګه

په هغو کلیوالي سیمو کښې چي له ښارونو لري وي او غرونو او رغونؤ ته نیژدې وي، نو کله چي ماښام شي او په توره تپه کښې چوپه چوپتیا خوره شي نو دوه ډلې ځناور رابیدار شي. یو بږوې او بل سپي. کله له یوې شېلې یا له یوه غاره یوه بږوه وانګولیږي نو بیا لور له لوره ټول واړه او لوی ګیدړان او شغالان داسي سندره ورسره پورته کي ته به وايي چي اوس سیمه ټول بږو او ګیدړو نیولې ده. له دې خوا لومړی د یوه کاله سپی ور غپ کړي بیا بل او داسي ورپسې بیا بل او په همدې توګه د غپا په اپلئ بدله شي. بیا نو سایبه، د سپو او بږوؤ په دې غپا او انګولا کښې چا ته خوب ورځي؟

سایبه، همداسي د لوېدیځ د څېړنځایونؤ او رسنیؤ خوی هم دی. بس چي کوم اولسمشر یا دولت یې خوښ نه وي یو ځل به ناببره کوم یو څېړنځی د بږوې په شان وانګوليږي او بې مانا اپلتې به خورې کي. بیا یې رسنیو ته ورپرېږده چي د سپیو غوندي د ټؤلې نړئ کونج کونج ته رسوي.

همدا اوس اوس د «کړکېچ نړئوالې ډلې» دا جوړنګ کښلی دی او وايي چي په افغانستان کښې به «کړکېچ» راشي. دا یو داسي ډله ده چي پر کړکېچ باندي مینه ده. نؤځکه خو ځانته نوم هم کړکېچ خوښ کړی دی.

کله چي دغې بږوې و انګولل، بیا نو بي بي سي  او ورپسې امریکاږغ او د لوېدیځ چاپي رسنیو داسي شورماشور جوړ کړی دی چي موږ ته همهغه د کلي سپي یې بیا راپه یاد کړل.

دغو مرکزونو او رسنیؤ ته د خپلؤ دولتونؤ لخوا دا دنده ورسپارل شوې ده چي افغانان په خپلؤ راپورونؤ داسي بمبار کړي چي وارختا او ناهیلي شي او بیا د دوی ټولې ناغېړئ په سرسترګو ورسره ومني.

دلته تالیب جان او ملاګل اخوند هم بیا لېونتؤب ته ملا وتړي او د ای اېس ای په نغوته ځانمرګیو ته او لا زؤر پسې ورکي. او په همدې توګه جګړه روانه او روانه وي. د ملاګل او تالیب جان ارمان هم پوره شي او د لوېدیځ موخې هم ترسره شي.  تر دا منځ یوازي او یوازي افغان د تورې کرښې دواړو غاړو ته نتل کیږي. همدې ته وايي کړکېچ. خو د دې کړکېچ په باره کښې یوه بږوه هم انګولا نه کوي او یو سپی هم غپا نه کوي.