fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

تالیب جانه خیښتک دي هم وشرمولؤ!!!

لیکوال افغان جرګه

کله چي مرګیالي تالیب پر اوستاز رباني باندي د ځانمرګي برید لپاره له پټکي څخه ناروا کار واخیستلؤ نؤ ډېرؤ افغانانؤ ورباندي لخ لانت ویلؤ او ویل به یې چي تالیب خو د پښتانه پګړئ وشرموله او د افغان ننګ او اب یې له خاورؤ سره خاورې کؤ.

مرګیالي تالیب به بیا ویل ته ودریږه، زه خو دَ هدیرې څېرلی یم، خوټې به لا دروکم. تاسي خو دَ پګړئ غم اخیستي یئ زه به خپل پرتوګ هم داسي بدنامه کم چي خدایږو د همیدګول د هیره منډئ کنجریانې به لا پناه ورڅخه وغواړي.

ځکه چي زما اوستاز خو ای اېس ای ده چي یوازي او یوازي یوه موخه لري او هغه هم د افغان او افغانستان بربادي ده. ای اېس ای د افغانستان د بربادئ لپاره له هرڅه کار اخیستل روا بؤلي. که افغانستان جؤړ سي نو بیا به خامخا پاکستان بربادیږي. افغانستان او پاکستان دواړه په یوه وخت کې څنګ پرڅنګ اباد او هوسا هیوادونه پاېدلای نه سي. یو به خامخا د بل لپاره تباه کیږي.

پاکستان خو یوځل دلته تالیبواکي جوړه کړې وه او ځان یې بېغمه کړی ؤ. خو بیا تاسي تالیبواکي رانسکوره کړه . او نن لا لګیا یئ میلي اوردو، پولیس جؤړوئ. ښؤونځي او پؤهنتونونه رغوئ. ویالې او بندونه جؤړوئ. سړکونه او ودانئ مو پیل کړې دي. پارلییمان او څارنوالئ ځواکمنوئ. لنډه دا چي موږ چي د تالیبواکئ په بڼه کې کوم کار ترسره کړی ؤ تاسي زموږ هغه ټؤلې هڅې له خاورؤ سره خاورې کړې. دا خو ډېر خترناک کارونه تاسي او ستاي دولت کوي. که دا غرنی هیواد افغانستان بېرته اباد سي نؤ بیا خو به دا زموږ د شګؤ کؤر پاکستان خامخا ورانیږي. نؤ ایا پاکستان لېونی دی چي تاسي به دې کار ته به ارامه پرېږي؟ موږ نه پګړئ ته ګؤرو او نه پرتوګ ته. نه په جومات کې چورت وهو او نه په هوجره کی. نه واده پرېږدو او نه جنازه. نه پارلیمان منو او نه پؤهنتون. نه کرزی منو او نه سیاف او رباني. نه ملا پېژنو او نه امي. هر هغه څؤک به وژنو چي د افغانستان د ودانئ او ابادئ سؤچ یې په مغزؤ کي وي. هر هغه افغان په اؤر او هیرؤ کې لوغړوو چي د افغانستان ارمان لري. دا کار که په پګړئ کیږي که په خیښتک، او که په کومه بله بدنامه تؤګه، خو موږ به یې مامخا کوو. ځکه چي زموږ بادار ای اېس ای ده. ایا تاسي ای اېس ای پېژنئ. هغه چي موږ ته هرڅه امر کوي موږ به یې پرسرسترګؤ منو. لکه چي وايي:

پر داسي خلګؤ واوړې، چي پرتوګ پر غاړه راوړې.

موږ پر ای ایس اي اوښتي یو. پګړئ او خيښتک زموږ دي خو واک یې د ای اېس ای دی.