fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

 تالیب جان او د پرنګي رسنئ

لیکوال افغان جرګه

وايي د اینګلستان په یوه ورځپاڼه، ډيلي ټیلیګراف، کي لیکل سوي دي چي که په افغانیستان کي سوله راځي نؤ د لوېدیځ یاران، ترهګر تالیبان، به هرومرو د هیواد د جنوبي او ختیځؤ سیمو واک تر لاسه کي.

خبره دا ده چي داسي بابولاې خو موږ لا پخوا هم اورېدلې وې. زموږ ښاغلي اولسمشر یو درې څلؤر پرنګیان له هیواده د همدې شوم پلان د پلي کولؤ له سوبه شړلي هم ول.

پوښتنه دا ده چي پرنګي رسنئ داسي ګنګوسې ولي راخپروي؟ پرنګیان پر ترهګرؤ تالیبانؤ ولي دومره مین دي؟

ایا دا جنوبي او ختیځ ولایتونه بې څښتنه او بې مالکه دي؟

ایا دلته پښتانه بس د پرنګي د يوې ورځپاڼې خولې ته کښېني؟

ایا پرنګیان غواړي د ترهګرؤ تالیبانؤ په لاس یو ځل بیا دا پاته افغانستان هم دوه برخې کي؟

که پرنګي د امریکې او نؤرؤ لویدیځوالؤ په خوښه یو داسي پلان په کار اچول غواړي چي لمخې به یې په افغانستان کې د تل لپاره یوه داسي برخه لکه وزیریسستان یا چیچنیا پاته وي چي له دې ځایه چین، روس، ایران او نؤرؤ هیوادونه ته په نانېغه تؤګه ستونزې پیدا کي؟

د دې شوم پلان موخې چي هرڅه وي، خو یوه خبره بېخي څرګنده ده، افغانان په تېره بیا پښتانه به هیڅکله دا و نه مني.