fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان لیدلوري

تالیب او تریاک

لیکوال سرؤبن کاکړ

دَ پښتؤ متل دﺉ وايي، ” دا پلانی خو هم دَ پيل په غوږ کې ویده دﺉ”

د دې متل په باره کې ویل کیږي، چي یو وخت یو غوماشی دَ ژمي له یخه ډېر تنګ شؤ نؤ یې دَ یوه پیل په غوږ ورننوتلؤ. نيږدې شپږ میاستې دَ پیل په غوږ کې ښه تؤد پرؤت ؤ. نه یوازي دا چي دَ پیل غوږ ښه نرم او ګرم ؤ بلکې هلته به غوماشي خپل بدخوی هم کولؤ. دَ پیل وینه به یې زبېښله او خپله تنده او لوږه به یې په اسانﺉ ماتوله.

کله چي پسرلی شؤ نؤ بېرته تودې هوا ته راوَوتلؤ. که څه هم غوماشی ؤ خو بیا یې هم د خپل کؤربه کؤرودانی په یاد ؤ او پیل ته یې وَویل چي کؤر دي ودان چي ماته دي ټؤل ژمی پناه راکړه او هم دي په نس ښه مؤړ ساتلی وم. پیل ورته وَویل چي ورځه ورځه، نه دي په راتلؤ خبر سوی یم او نه دي په تلؤ او نه دي په خورک.

خپله وراسه مي ځکه دومره اوږده کړه چي خپلؤ ملګرؤ ته دَ تالیب جان او کاکا سام پرتله لږ په اسان انځور کې پېښ کم. دا زموږ تالیب جان او دَ امریکې کیسه هم د جنګ په میدان کې دَ غوماشي او پیل کیسې ته بېخي ورته ده. تالیب جان خوارکی د کاکا سام په مخکې دمره کېس (حیثیت) هم نه لري لکه یو غوماشی. دا خو لا هیسته پرېږده چي امریکې او ورسره ۴۰ غلؤ ته او ناټؤ ته به ماتې ورکوي.

بس تالیب جان پښتنؤ ته ښه تکړه دﺉ او هغه خپل بد خوی نه پرېږدي. چي کله یې هم وس بَر سي نؤ نېش وراچوي. نه یې پر ځوان سرپه کوي او نه یې په خان ، مشر او اوستاز. کؤر، کلی، ودانﺉ ، ښؤونځی بس دَ هرڅه یې دوښمن دﺉ.

دَ غوماشؤیوه بله بدبختي دا هم ده چي په مردارﺉ او چټلي کې ژوند کولای شي. چي چېرته دَ ګنده او مردارؤ اوبؤ ډنډونه وي هلته دا بدمرغه زات هم خپلې هګﺉ اچوي او بیا یې په بچي  هلته رالوی شي او اینسانانؤ ته ازار وررسوي، هم یې وینه زبېښي او هم د ملیېریا نارؤغي ور پېچکاري کوي. د تالیب لپاره دا دَ مردارؤ اوبؤکار هم دَ پاکیستان نامرده پوځ او ملایان کوي. هلته یې پوځي چاوڼﺉ او مدرسې ورته جؤړې کړې او دا ناکاره غوماشؤ ته داسي رؤزنه ورکوي چي سم له هر غوماشي څخه مار او لړم جوړ کي. هغه ورځ مي د وزیریستان له یوه ملګري سره خبرې کولې، راته ویل یې چي که دَ پاکیستان نامرد پوځ نه وي نؤ وزیر او مسود په یوه ورځ کې تالیب له خپلې سیمې شړلای شي.

همدا خبره په افغانیستان کې هم ریښتیا ده. که د امریکې ناځوانه پوځ نه وي نؤ تالیب مالیب نسته. هم دا تالیب او د تاریاک امریکایانؤ او پرنګیانؤ دَ نامردؤ پاکیستاني ملایانؤ او پوځیانؤ په مرسته ژوندي ساتلی دي. تالیب او تاریاک په سیمه کې د لوېدیځ د نیواک د شومو موخؤ تر ټؤلؤ لویه وسله ده. دَ تالیب او تاریاکؤ په مټ به لوېیځ ټؤله منځنﺉ اسیا، د چین تورکیستان، دَ روس کفکاز او ایران خرابوي. خؤ دَ وینؤ او لمبؤ ټؤل زؤر به تر پښتانه کاږي.