fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

حضرت ډېورنډ جنتي شؤ

لیکوال سرؤبن کاکړ

کله چي به دَ افغانیستان او پرنګي نېواک ترمنځ سخته جګړه روانه وه نؤ دَ پرنګي تر ټؤلؤ وفادار پوځ به سیک او موسلمان پنجابیان ول. مانا دا چي مسېهي انګرېز، سیک پنجابی او موسلمان پنجابی به درې سره یو ځای افغان پښتانه موسلمان پوځ او اولس ته سره یو ول. له دې پرته له دوی سره به ګورکیان او بنګالیان لا هم مله ول.

که څه هم دَ پرنګي پوځ به په شمېر هم ډېر ؤ او درسه به یې هم زؤرَوره او بهتره وه، خو د پښتنؤ لپاره به دا یو کار اسان ؤ چي ټګانؤ او انګرېزپلوه ملایانؤ او پیرانؤ به په اسانه نه سول غولولای. ځکه انګرېز یې جوت دوښمن ؤ او ښه یې پېژندلؤ.

خو کله چي دَ نړﺉوالې جګړې او دَ میلي غورځنګونؤ له برکته پرنګی اړ سؤ چي زیاتؤ اولسونړ ته ازادي ورکي، خو بیا یې خپل وفادار موسلمان پنجابي ته “پاکیستان” په سوغات کې ورکؤ، او دَ پښتني هیواد پر سینه یې تؤرې کرښې ته نؤر ژوند ورکؤ.

همدا ؤ چي دَ تؤر انګرېز کار اسان سو او دَ پښتانه کار ګران سؤ. تؤر انګرېز هر خېټور خردماغ ملا ته دا دنده وسپارله چي پر پښتنؤ خپل انترمنتر وچلوﺉ او ورته ووايﺉ چي اوس خو سپین انګرېز ولاړ او پرځای یې تور انګرېز پاته سو چي موسلمان دﺉ. نؤ پکار ده چي دَ افغانیستان سرکار یې هم ومني او پښتون اولس یې هم. ځکه چي اوس خو دا دَ ایسلام کلا ده او دَ ایسلام کلا ورانول څومره ګوناه ده.

نؤ دا داسي کیسه سوه لکه درې ډاکوګان چي په ګډه شوکه کوي. په دوی کې یو مسېهي، بل سیک او درېیم یې موسلمان وي. درې سره په ګډه یو موسلمان افغان لوټي. خو دا افغان په ایمان کلک او بدن پیاوړی او زړَور وي او دَ دوی ورباندي وس نه رسیږي. بیا درې واړه شوکماران سلا وکي او مسېهي او سیک ترې جلا شي او موسلمان ډاکو یوازي پاته شي، او افغان ته دا وراسه پيل کي چي ګوره، اوس خو هغه ناموسلمانه شوکماران ولاړل، نو پکار ده چي ته خپل مال او دولت، کؤر او هیواد هرڅه ماته راوسپارې ځکه چي زه خو موسلمان یم.

له ۱۴ اګست راوروسته مودودیانؤ، اخوانیانؤ، وهابیانؤ، پیرانؤ، هزرتانؤ، دیوبندیانؤ او تبلیغیانؤ پښتنؤ ته همدا ګرېټﺉ پیل کړې ده چي پاکیستان دَ ایسلام کلا ده او دَ ایسلام دَ کلا پولې خو هم خدایي او ایسلامي وي. نؤ ګوا که هر چا دا پولې ټاکلې وي هغه هم جنتي دﺉ. دَ بېلګې په تؤګه هزرت ډیورنډ هم یو جنتي پرنګی ؤ چي دا نېک کار یې کړی دﺉ. لکه ډېر تبلیغیان چي راېونډ ته “راې ونډ شریف” وايي. راې ونډ پخوا یو هندو ؤ چي دا کلی یې په نامه ؤ.

بیا چي کله په افغانیستان کې بدلون راغی نؤ دَ “پاکې” کرښې پورې ملایان او پيران هم دَ جنت دَ هورؤ او غیلمانؤ په مینه کې دومره مستانه شول چي تر کرښې پورې وتل او “هیجرت” یې وکؤ. بیا خو نؤ دَ ارب او اجم څخه له خپلؤ اهل کتابؤ ملګرؤ او سلاکارانؤ سره د جنتي کرښې دَ خسمانې او ساتنې لپاره وله یوموټی او یولاس شول او دَ هرهغه پښتانه وینه بهول یې د جنت ټیکټ وبللؤ چا چي به په خپل سؤچ کې هم دَ “پاکې” کرښې ته لږ شانته شک لرلؤ.

دَ دې کرښې باني هم جنتي او ساتونکی یې هم جنتي دﺉ. خو دا لوستي او سیکولر پښتانه او بای هغه کسان چي په کابل کې پر تخت کښېني هم یو نادره اولس دﺉ. د جنت منت په کیسه کې نه وي، بس هر وخت وايي چي “دا افغانیستان دﺉ، په موږ باندي ډېر ګران دﺉ، دا جنت نیشان دﺉ، او پر دې دونیا جنت دﺉ، او داسي نؤر….” دا که زاهرشا ؤ، که خلکیان او پرچمیان او بیا دا ځینه موجاهدین او بیا نن کرزی او ملګري.

نؤ تؤر او سپين پرنګیان خپلؤ ملایانؤ ته امر ورکړي چي دا کرښه لږ نؤر هم “جنتي” کړﺉ!!!! چي دَ ټؤلؤ پښتنؤ باور وشي!!!! یوازي په جیهاد میهاد باندي کار نه کیږي. کومه بله ناپړیته چاره یې کوﺉ. او دا اوس نه دَ پخوانؤ مودودیانؤ کار دﺉ او نه هم په ملاډيزل او سمیغولخرپ باندي پوره دﺉ. ښه سم دم شرابي ملا ورته رامیدان ته کﺉ چي دَ هورو او غیلمانؤ او دَ شراباُ طهور مزې دلته پر دې دونیا باندي لیدلې وي او خپلؤ ټؤلؤ چڼیانؤ ته یې هم موفت ټکټ ورکي.

لنډه دا چي یوه داسي فتوا ورکي چي ډیورنډ کرښه یوه داسي کرښه وَ بولي چي یوې خوا ته یې دوزخ او بلې خوا ته جنت. پر کومه خوا کې چي یې ډیورنډ ښخ دﺉ هلته دي ځانمرګی برید ناروا وي، او په دا بله خوا کې چېرته چي میرویس او اهمدشا بابا شخي دي هلته دي ځانمرګي بریدونه بېخي روا وي.