fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان لیدلوري

کرزی د هیواد د ازادئ وروستئ جګړه کوي

لیکوال سرؤبن کاکړ

د هیواد اولسمشر ښاغلی کرزی چي نن له جهاني فیرغون سره لاس او ګرېوان دئ هغه موږ ته د افغانیستان هغه وختونه رایادوي کله د په تېرو دوؤ پېړیؤ کې د هیواد نؤر ساهو بچیان هم ورسه مخامخ شوي ول. لکه امیر دوست مامد خان، امیر شېرالي خان، غازي امانولا خان، سردار داوود خان، هپیزولا امین او ډاکټر نجیبولا.

دا سمه ده چي دا پورته یاد مشران هم اینسانان ول او اینسانان هرومرو نیمګړتیاوې لري. دا مشران به هم دَ ټولؤ افغانانؤ د سترګو تور نه ول. خو یو ټکی بېخي تر روښان او بېخي ریښتیا دئ چي دوی ټؤل پر هیواد مین ول او دا مینه او وفا یې د خپلؤ سرونؤ په نرخ وزباتله. که څه هم دوی د یوې لارې لارویان نه ول او نه دَ یوه سؤچ او چورت خاوندان ول، خو له خپل هیواد او خاورې سره همدا وفا وه چي د دوی تؤلؤ مشرانؤ ترمنځ یو داسی ورته والی ؤ چي دؤست څه چي غلیم هم ترې نټه نه شي کولای.

نن ښاغلی کرزی کټمټ له همهاغسي کړکیچ سره مخامخ دئ لکه چي زموږ دا ښاغلي او بلهاري شوي مشران چي ول. دَ جهان زؤرَور چي مشره یې امریکه ده زموږ له اولسمشر څخه دوه ډېرې ناروا غوښتنې لري:

(۱) چي افغانان به خامخا په جنګ لګیا اوسي. د تالیب په نامه یو ناڅرګند ځواک به دلته پر افغان اولس یو داسي جنګي ناورین ته دوام ورکوي چي په تاریخ کې یې ساری نه موندل کیږي. له ناڅرګند مرزومي او وژونکي تالیب سره امریکایان په جاپان، پاریس، کوټه، ایسلام اباد، تورکیه، کتر او سودي اربیستان او نؤرؤ پټؤ او څرګندؤ ځای ځایګیؤ کې لیده کاته کوي، او بیا راځي په خؤست او هیلمند پر یوه بل داسي ډزې کوي چي ترمنځ یې افغان له کلونؤ کلونؤ یرغمل ساتلی دئ.

(۲) د افغانیستان د خاورې او اولس واک به له امریکې سره وي. هرچېرته وي هلته به اډه جؤړوي او د امریکې هر سرتېری به لکه یو “سفیر” وي. مانا دا چي که یو امریکنی د یوه افغان په کؤر ورننوځي او د کؤرنئ ټؤل غړي د ملخؤ په شان ووژني نؤ له هغه څځه به د افغانیستان له کانون سره سم پوښتنه او ریښتنه نه شې کېدلای.

که موږ د خپل اولسمشر ملاتړ و نه کو نؤ تاریخ به کله هم موږ وَ نه بخښي. بیا چي تالیب او ای اېس ای پر سمه او غره کې هره ورځ پښتانه د اؤر او لوګي خورا ک کوي او امریکه یې له هسکه دؤزخ ورباندي راټیټوي په دې جرم به موږ هم ورګډ یو. وايي پټه خوله منل دي. څؤک چي چوپ وي هغه هم وژونکی دئ، هغه هم غوله هیله او غولتي کوي او د غولامئ پره کوي. راځئ چي په یوه خوله د خپل اولسمشر ملاتړ وکو. همدا دَ ازادئ او سیالئ ګټلؤ تګلاره او لیدتؤګه کېدای شي. نن سبا ازادي يه بیدارئ او اواز اوچتولؤ اسانه ګټل کېدای شي. موږ اړ نه یو چي له زؤر او غال څخه کار واخلو، بلکې پکار ده چي له هونر څځه ګټه پورته کو. او په یوه خوله اواز اوچتول تر ټؤلؤ لوی د سیالئ هونر دئ.

ځينه چاپلوسان او د غبرګؤ پاسپوټونؤ افغانان خو لا په ټي وي او راډیوګانؤ باندي راځي او پر اولسمشر باندي سخت ناروا ګوزارونه کوي. له دوی سره داسي هیله پیدا شوې ده چي دا بهرنیان او کرزی وله ګنده شوي دي او  کوندي امریکه به دا ځل پر دوی باندي پېرزوینه وکي. همدا غول هیله خو شاه شوجا او کارمل هم کړې وه چي نن یې افغانان پر خپلؤ زامنؤ باندي نوم هم نه ږدي. نؤر خو لا څه کوې نن ملا ګولبدین، ملا اومر، ملا زییپ، ملا ډیزل او بل هر ملا، تالیب او چڼي یا خو خاموش دي او یا د کرزي ویناوې ردوي. د دې مانا دا ده چي هرڅؤک چي د کرزي دریځ ردوي هغه د امریکې د دریځ ملاتړ کوي. نو څرګنده خبره ده چي تالیب او امریکه په یوه کور کې د جګړې پلان تیاروي او همداسي جګړې ته دوام ورکوي. د ګران اولسمشر خبره د کاڼي کرښه ده.

د خوښال کدر که نشته نن په چآ ++++ پس له مرګه به یاد کا المونه.