fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

دا کومه ډله ده؟

لیکوال سرؤبن کاکړ

چي پخپله هیڅ کار نه کوي مګر ټول ژوند موفته ډؤډئ خوري،

چي دَ بېروزګارئ او اوزګارئ کارخانې یې لګولې وي او هر کال په خپلې ډلې کې په لکونؤ نؤر اوزګار لنډَغر زیاتوي، او دَ خدای پر ځمکه باندي نؤر بؤج هم زیاتوي،

چي سره له ټؤلې لټئ او بېکارئ یې بیا هم په ټؤله ډله کې نري او ډنګر کسان بېخي ترسترګو کیږي نه، ګوا د ډلې د هر غړي لاسونه به نازک او پاسته وي اننګي به یې سرَبخون او پاږ وي او نؤره تنه به یې ښه په وازګؤ پټه وي او خېټې به یې داسي راوتلې وي ته به وایې ډؤل یې پر غاړه کړی دئ،

چي برسېرنه یې له ښځؤ سره دَ سپي او دَ پوشئ دوښمني وي، مګر پخپله په لواتت کې تر سپوږمو ډوب وي، مانا دا چي لومړي یې زیاتره غړي مفعولان وي بیا فاعلان شي،

چي دَ ځوانانؤ او پېغلؤ ترمنځ د مینې سخت دوښمنان وي، مګر د ځان لپاره څلؤر مېرمني بېخي ټینګ سونت ګڼي،

چي که څه هم ټؤل ژوند یې د اولس په سړه ډؤډئ شخوند وهلی وي، مګر په ریښتیا کې بې تاجه باچا وي.

چي دَ بل کره د ماشوم د زؤکړې پر سر هم کلنګ غواړي، بیا که دَ چا کاوین (نیکاح) کیږي نو هم د دوی ایجازه پکښې زروري وي، چي ته مزدوري وکې نو دی درنه زکات غواړي، که ته خپل خدای ته رؤژه وَنیسې نو دوی درنه خیرات غواړي،  ته چي کله مړ شې نو بیا درنه ایسخات غواړي. مانا دا چي له زؤکړې بیا تر ګؤره دَ هر وګړي د ژوند خاوندان وي،

چي له تېرؤ ۱۵ سوه کلونؤ یې دزواد او غوداد کشاله هواره نه کړای شوه، خو له موږ څخه دَ ارګ، پارلیمان، جرګې، سرکار، اولس، پؤهنتون او ژوند دَ هرې چارې واک غواړي،

نه دا چي دَ تؤر او سپين دَ واک غوښتنه کوي، بلکې دَ نر زامن دَ سترګؤ په رپ کې یو ټینګ ګرؤهېدلی او کلک بوسلمان دَ دین او ګرؤهې وباسي، بیا یې په داسي تؤرونؤ تؤر او ولړي چي یا یې سنګسار کي، یا یې هلال کي او یا یې د سپي په مرګ ووژني،

چي دَ اولس غولولؤ چارې سره یې مخ شي نؤ بیا داسي جنترمنتر، کوډې، سېر جادو کاندي چي یې نه سیال په هیند کښې شته او نه موخی په بنګاله کښې،

او چي بیا کله درستې او وسلې ته اړتیا پیدا شي نؤ له اربي شیخانؤ رانیولې بیا تر اهل کتابؤ یهودیانؤ او مسیهیانؤ پوري او بیا تر بې دینه چینیانؤ پؤري له هرې خوا هر ډول مرګونې الې او اوزار راپیدا کولای شي،

په نړئ کښې چي هرچېرته جنګ او جګړې وي، وژنې وي مرګونه وي، چاودنې او ځانمرګي وي، اورونه او لوګي وي، لمبې وي او لوخړې وي نؤ دا ډله به خامخا تر ټؤلو لوی لاس پکښې لري. پرته دَ همدې ډلې له کومکه دا دَ اؤر او وینؤ لوبه دَ بل هیچا د وس کار نه دئ.

چي وايي په جنګ او مینه کې هرڅه روا دي. مګر د دې ډلې ستونزه دا ده چي دوی مینه بېخي پېزني نه، بس هروخت په جنګ اخته وګی. ځکه خو یې  دَ ننواتې، پنا او امن په هر منځی (مرکز)  په بمونو الوځولی دئ. جوماتونه، درمسالونه، هوجرې، ښؤونځي، مزارونه او سپېڅلي کیتابونه یې والوځول. اوس دَ ځمکې پر مخ  یوازینی او اخیرنی ځای (مکه) پاته دئ. ایا دا باور شته چي دوی به مکه په بمونه وا نه الوځوي؟ په مکې کښې خوړلي سوګندونه خو یې لا پخوا ترپښو لاندي کړل.

موږ پوره پوره ډاډه او ویسا یو چي پېژندلي به مو وي. خامخا مو پېژندلي دي. ولي به یې نه پېژنئ؟ داسي کره کره نخښې مي درته وَویلې.

خو پوښتنه دا ده، چي دا ډله که همداسي زموږ په کلي کلي او کوڅه کوڅه کې وي او لاهم پسې زیاتیږي او پراخيږي، نؤ ایا موږ به کله هم امن، سوکالي او خوشالي وَوینو؟؟؟؟؟؟؟؟