fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

د مرګیالي او نیواک مرګونې یارانه

لیکوال سرؤبن کاکړ
  1. ایا دا ریښتیا ده چي د تاریخ سترترین پوځي ځواک (ناټؤ) امریکه او څلوېښت انډیوالان یې ترهګر مرګیالي تالیب ته ماتیې نه شي ورکولای؟
  2. امریکې ویل چي اوسامه، زواهري، ملا اومر او نؤر مرګیالیان په افغانیستان کې پراته ول ځکه یې ورپسې راغلل. نؤ اوس چي اوسامه هم په پنجاب کې ؤ، زواهري ، ملااومر او نؤر ټؤل مرګیالان هم د پنجاب په چاوڼیؤ کې دي نؤ بیا امریکه ولي په هیلمند، وردګؤ، کونړ او د افغانیستان په نؤرؤ سیمؤ کې افغانان وژني؟
  3. ایا ریښتیا یې اوسامه دَ پنجاب په چاوڼئ جهنم ته ورټېله کؤ؟ که همدا ریښتیا وي نؤ ولي مړی جهان ته نه ورښکاروي؟ موږ څرنګه باور وکو که هغه دَ پنجاب په چاوڼئ کې دېغ شوی او هوا پې غمېدلې وي او اوس یې د کلیفورنیا یا فلوریډا سمسؤرؤ سیمؤ کې راته ساتلی وي؟
  4. ولي یوازي اوسامه، ایا زواهري، ملااومر، هکاني، او نؤر د ښاخئ تاخئ زامن دَ اوبامه د ترؤر زامن دي؟
  5. امریکه او یاران که يې ریښتیا مرګیالانؤ ته ماتيې نه شي ورکولای نؤ ولي افغان اوردو او پولیسؤ، ځايي پولیسؤ او اربکیانؤ  ته هغه درستې او الوتکې نه ورکوي چي په ۲۴ ګنټؤ کې له دغؤ مرګیالانؤ څځه د هیره منډئ نرښځیان جؤړ کي؟
  6. سمه ده امریکه خو به امریکه وي. دا دَ موسلمان په جامه کې پټ شیتان مرګیالی تالیب ولي افغانان وژني؟
  7. کله چي امریکه په کونړ کې افغانان ووژني، نؤ مرګیالی شیتان تالیب ولي افغانان  په وردګؤ یا فراه کې ووژني؟ دوی دواړه ولي افغان وژني؟
  8. امریکه او مرګیالی تالیب په تورکیه، پنجاب، جاپان، فرانسه، کتر، اربیستان او بل هرځای له یوه بل سره خبرې کوي، مګر د جنګ لپاره یې افغانیستان ولي ټاکلی دی؟
  9. موږ څرنګه باور کولای شو چي مرګیالان او امریکه ریښتیا هم د یوه بل ریښتوني دوښمنان دي چي په سوریه او لیبیا کې نن هم اوږه پر اوږه په یوه مورچل کې داسي جنګ کوي چي موږ ته یې د ۸۰یمې کلیزې “جهاد” رایادوي؟
  10. هر هغه تالیب چي دَ سولې خبرؤ ته تیار شي نو ولي یې امریکه او پنجاب په ګډه وَنیسي، و یې وژني او ترئ تم یې کي؟ څرګنده بېلګه یې ملا برادر دئ چي د امریکې ایف بي ای او دَ پنجاب ای اېس اي په ګډه ونیو او لا تر ننه یې پته نشته.
  11. مرګیالیو تالیب مشرانؤ ته دَ بېلابېلؤ هیوادونؤ پاسپوټونه او وېزې څؤک جؤړوي؟
  12. مرګیالانؤ ته درستې، وسلې او پیسې څؤک ورکوي؟ امریکه ږغ او بي بي سي ولې خاموشې دي؟
  13. امریکه او مرګیالی تالیب ولي د سولې عالي شورا ته نیوی نه ورکوي؟
  14. د لوېدیځ په رسنیؤ کې د سولې عالي شورا یادونه ولي هیڅکله نه کیږي؟
  15. د لوېدیځ رسنئ ولي وايي چي دَ مرګیالی تالیب دَ پښتنؤ استازیتوب کوي؟ دا رسنئ ولي د افغان میلت، خلکیانؤ، د ځوانانؤ او ښځؤ ډلؤ، او نؤرؤ سیکولرؤ او میلتپالؤ ډلؤ او استازیؤ یادونه کله هم نه کوي؟
  16. له یوې خوا مرګیالی تالیب وايي تر هغؤ به افغانان وژني ترڅؤ چي امریکه په افغانیستان کي وي، خو له بلې خوا بیا دا ولي وايي چي که امریکه او انډیوالان یې په ۲۰۱۴ کې له افغانیستانه وَوځي نؤ جنګ به لا تېز کي؟ ایا دَ دې دا مانا نه ده چي مرګیالی او نیواک دواړه دَ یوې موخې لپاره له دوؤ جلاجلا مورچلونؤ جنګ کوي؟
  17. کله چي پنجاب پر کونړ باندي توغندي راوتوغوي، نو امریکه هم هلته ولي بمبارئ ته زؤر ورکي؟ او بیا ولي مرګیالیان هم هلته د افغانانؤ وژنه پسې پیل کي؟
  18. کله چي شمالي کوریا هسي دَ درؤغؤ پېشرَو وَوهي نؤ امریکه په زغرده د جنوبي کوریا مرستې ورورسیږي. نؤ دا ۱۲ کاله چي پنجاب مرګیالان رااستوي، او له اوسامه بیا تر اومر او هکاني هر مرګیالی همهلته راته ساتي نو ولي امریکه بیا په میلیاردونؤ ډالر او پرمختللې درستې پنجاب ته هر کال ورکوي؟ سزا خو پرېږده ان غندنه یې هم نه کوي؟
  19. ایا د مرګیالي او نيواک د ګډې او اوږدې مرګیالئ همکارئ او یارئ تنها او یوازنیئ موخه دا نه ده چي ترهغؤ به افغان وژنه همداسي په درځ کې روانه ساتي ترڅؤ چي دلته د امریکې پؤخ لنګرکؤټ جؤړ شوی نه وي؟؟؟