کله چي په لومړي ځل یوه برتانوي اېلچي، ایلفنسټن، له افغان باچا سره د افغانیستان د دؤبي پلازمېنې، پېښور، کې لیده کاته وکول او دَ پښتنؤ له زؤره خبر سؤ نؤ بیا یې په خپل کیتاب کې د برتانیې سیاستوالؤ ته ولیکل “چي ترڅؤ مو د افغان زؤر مات کړی نه وي ترهغؤ ستاسي سترواکي پايښت نه سي موندلای.”
له همهغې ګړئ پرنګیان د افغاني زؤر د ماتولؤ لپاره ملا وتړله او تر ننه پوري یې دا چاره په درځ کې روانه ساتلې ده. د همدې موخې لپاره یې ۳ ځله پر افغانیستان باندي یرغل وکؤ. دَ یوې نیمې پېړئ د جنګونؤ په زؤر او دَ ملایانؤهزرتانؤ او پنجاب رجمنټ په مرسته او کؤمک یې نیم افغانیستان ولکه کؤ او پاته نیم یې په وچه کې راګېر کؤ. خو بیا یې هم د ایلفنسټن له ارمان سره سم د افغان زؤر مات نه کړای شؤ.
دَ دؤیم جهاني جنګ له لاسه برتانیه اړه شوه چي ولکه شويؤ کامونؤ ته خپلواکي ورکي. په دغؤ کامونؤ کې تر ټؤلؤ ستر هیندوستان ؤ. برتانیه کله هم دَ ټؤل هیند ازادئ ته نه وه تیاره او ګاندي جي په مشرئ کانګرس ګوند په هیڅ تؤګه نؤر غولامئ ته تیار نه ؤ. پرنګیان پوه شول چي نؤر ټؤل هیند تر ولکې لاندی نه شي ساتلای، نؤ یې داسي تګلاره غوره کړه چي که ټؤل هیند نه وي نؤ یوه برخه یې پکار ده په داسي تؤګه د دوی ترواک لاندي پرېښودل شي چي په ښکاره پکې بوسلمانان واکمنان وي خو ريښتیا واک یې له برتانیې سره وي او په دې سسمه کې د پرنګیانؤ هغه ټؤلې ګټې وساتي کومې چي له تېرؤ څؤ پېړیؤ راهیسته د نیواک په ترس کې رامنځته شوې وې. د هغه پرنګي لومړي وزیر، چرچل، به د برتانیې په پارلیمان کې په خپلؤ ویناؤ کې ویل، “We need a bit of India” ، (موږ دَ هیند یوې ټؤټې ته اړتیا لرو) د همدې لیدتؤګې پر بنسټ په پای کې چرچل او نیهرو له ګاندي او نؤرؤ مشرانؤ په پټه یوه جؤړجاړي ته ورسېدل چي نؤر هیندوستان به خپلواکي ترلاسه کوي او دَ هیند یوه ټؤټه به تر د ایسلام تر پؤښ لاندي د جهاني جنګ پسته نړئوال اؤډون World Order له اړتیاؤ سره سم دَ برتانوي نیواک په ولکه کې پاته کيږي.
له نهرو سله له جؤړجاړي وروسته پرنګیانؤ د پاکیستان جؤړولؤ ته لستؤڼي ورونغښتل. له مامد الي جینا څخه یې په ډېر لنډ وخت کې یو لوی بوسلمان مشر جؤړ کؤ او هغه ټؤل ګوندونه مشران چاچي د پاکیستان جؤړول نه منل په یوه یا بله تؤګه له برمه وغورځول. لنډه دا چي پرنګیانؤ پاکیستان جؤړ کؤ. خو دَ پاکیستان له جؤړېدؤ سره بیا هماغه د “افغان زؤر” پخوانئ ستونزې سره مخامخ شول. نه خدايي خیدمتګارانؤ دا پاکیستان منلؤ، نه ايپي فکیر او نه دَ کابل باچا. پرنګی او پنجابی دواړه د لراوبر افغان له زؤره همداسي خبر ول لکه یوه پېړئ پخوا چي الفنسټن خبر ؤ. دواړو دا تګلاره جؤړه کړه چي دَ افغان زؤر به په دا ځل په امریکې ماتوي. نؤ یې لومړی پاکیستان په سېټؤ او سېنټؤ لوزنامؤ کې غړی کؤ او دَ امریکې لپاره یې د یوې اډې په تؤګه کار پیل کؤ او بیا افغانیستان د پخواني شؤروي غېږې ته ورټېله کؤ او بیا يې ملایان او پيران د سپؤ په شان ورپسې کړل. لنډه دا چي شؤروي مات شؤ، افغانیستان وران شؤ، موجاهید ونړولؤ بیا تالیب پسې کنډواله کؤ، بیا دَ پرنګي په ګډون امریکه او ټؤل لوېدیځ ورته رادننه شول، خو لا بیا هم دَ افغان زؤر بیا هم مات نه شؤ.
نن پاکیستان د افغانیستان په پرتله خورا پرمختللی ښکاري خو پنجاب او پرنګ دواړه ناارامه دي، څوَب ورولېدلی، بلکې ګورَم نیولي دي چي که په افغانیستان کې یوه ورځ هم ارامي راشي نؤ پاکیستان به برباد شي. دواړه د “افغان له زؤره” ښه خبر دي. دواړؤ ته دَ پاکیستان وراسته بنسټونه ښه ورڅرګند دي. دواړؤ ته پته چي ډیورنډ کرښه هیڅ کېس (حیثیت) نه لري. دواړه ښه پوهیږي چي پاکیستان یو دولت نه دئ، یو کام نه دئ. دواړؤ ته داسي ښه مالومه ده چي پاکیستان یوه داسي اېسنده (پدیده) ده چي پرنګي په زؤر جؤړه کړې او دَ اولسونؤ ترمنځ یې کوم تړون نشته. نؤ په زؤر خو هیڅکله کلي نه کیږي.
لکه لمر چي کنګل ویلي کوي همداسي د افغانیستان ارامي او ټیکاو پاکیستان د جهان له نکشې ورکولای شي. همدا سوَب دئ چي دَ تؤر او سپین پرنګي خؤبونه بېران شوي دي. دَ برتانيې د ساتنې جرګکئ تازه تازه داسي ګنګوسې راخپرې کړې دي چي که افغان دولت له مرګیالي تالیب سره رؤغه وَ نه کوي نؤ په افغانیستان کې به “کؤرنئ جګړه پیل شي”. پرنګیان چي کوم ۲۰۱۴ کال څخه افغان بېروي، ريښتا خو دا دي چي د دوی خپله وېره ده. دوی ښه پوهیږي چي مرګیالی تالیب نؤر دا وس او توان نه لري چي ۵۰ میلونه افغان اولس او ۴ لکه اوردو او پولیس یرغمل وساتي. بلکه تؤر او سپین پرنګی دواړه غواړي چي پر افغان اولسمشر او دولت باندي یو ځل بیا مرګیالی تالیب وتپي او په په دولت کې یوه لؤیه ونډه ورته واخلي چي بیا په راتلونکي کې دا تالیب په افغان دولت کې دننه دَ پنجاب د ګټؤ ساتونکی وي او د تؤرې کرښې څوکيدار وي. د بېلګې په تؤګه لکه څنګه چي ایران په د لبنان په دولت کې هیزبولا ساتلې ده.